ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په شپاړسمه په امریکا کې د متحده ایالاتو د سولې انسټیټوټ د ټکنالوژۍ د روان بهیر د رابرسېره کولو په موخه یو کنفرنس جوړ کړی و، پر دې بحث کېده چې د افغانستان په ولسواکۍ کې د ټولنیزو رسنیو او ټکنالوژۍ اغېزې او تاثیرات څه دي.

دغه کنفرانس ته له افغانستان څخه هم یو شمېر د سوشل میډیا فعالین، د سیاسي علومو استادان او د مدني ټولنو غړي دعوت شوي وو، سهار چې کنفرانس ته ولاړم، په دریځ راسره پنځه نور افغانان (ایمیل پسرلی، رحیم الله بشارت، مجید قرار، حبیب خان توتاخېل، ښایسته سعادت لامع او یو ښکلی ځوان نقیب احمد خپلواک) ملګري شول.

توتاخېل او خپلواک ما له دې د مخه نه پېژندل او په لومړي ځل ورسره دلته معرفي شوم، کنفرانس کې موږ هر یو په خپل وار په افغانستان کې د سوشل میډیا د استعمال په پراخېدو او د ځوانې ولسواکۍ په غوړېدا کې یې پر اهمیت خبرې وکړې، له کنفرانس نه وروسته ما دغو ځوانانو ته د افغانانو له دود او دستور سره سم ست وکړ چې ما سره د ماښام لپاره مېلمانه شي، دوی زړه نا زړه وو، خو زه خبر شوم چې دوی له هغه هوټل نه چې په کې اوسېږي، وځي او ځان ته بل ځای لټوي، نو ما ورته وویل چې بل ځای دې نه نیسي او ما ته څه ستونزه نشته؛ ځکه چې موږ څو کوره نږدې سره اوسېږو او یو کور تاسې ته خالي کولی شو. له ډېر اصرار نه وروسته دوی ومنله خو وې ویل چې خپلواک سبا ته وختي پرواز لري او دا بل ښه دلیل و چې باید له ما سره مېلمانه شوي وای؛ ځکه چې زموږ کور د واشنګټن ډالاس هوايي ډګر ته نږدې دی او کولی مو شول چې سهار مهال خپلواک صېب په اسانۍ هوايي‌ ډګر ته ورسوو.

بالاخره تصمیم پر دې شو چې دوی له ما سره ولاړ شي، موږ ورته زما د زوی ضیا میاخېل کور خالي کړ، زه د شپي تر یوه وخته له دوی سره پاتې شوم، بیا ترې کور ته راغلم او ضیا ورسره هماغلته و. سهار چې ورغلم وې ویل چې د خپلواک نه پرواز تللی و او بیا په ډېر تکلیف ورته دوی په بل پرواز کې ځای پيدا کړ. له دې لنډې څو ساعته لیدنې وروسته، د خپلواک څېره او خبرې زما په فکر کې ډېرې پاتې نه شوې او بیا مو سره په لنډ وخت کې لیدل هم ونه شول.

تېر کال د جون په میاشت کې موږ د کابل په دفتر کې یو څه تغیرات راوستل او د قانون د حاکمیت د برخې لپاره مو یو پوست اعلان کړ، د دغه پوسټ لپاره مو داسې کس په کار و چې هم د حقوقو په رشته کې ښه تعلیم او تجربه ولري او هم د ادارې او مدیریت په برخه کې پوهه او وړتیا ولري. دغه پوست ته د سلهاو کسانو په منځ کې یو هم خدای بښلی نقیب احمد خپلواک خپل اسناد راستولي وو او لنډ لېست (شارټ لېست) ته یې هم نوم ختلی و، دا به مبالغه نه وي او زما د دفتر د پروګرام ټول کار کوونکي راسره ښايي دا تصدیق کړي چې ما تل ټول کسان د یوې رڼې پروسي په ترڅ کې نیولي دي او دا توپیر مې نه دی کړی چې څوک د کوم ځای دی او کوم قوم پورې تړاو لري. زه شخصاً د قوم او سمت په بنیاد د کارکوونکو د ګومارنې سخت مخالف یم. خدای دې وکړي چې په یوه دفتر کې ټول کارکوونکي یوازې د یوه قوم وي خو باید د ظوابطو او رټې پروسې پر بنسټ راغلي وي، نه د روابطو او قانون ماتونې په صورت کې.

په اخره کې ما هم له نهایي نوماندانو سره د انټروې په پینل کې برخه واخیسته او له شهید نقیب احمد خپلواک سره مو انترویو وکړه، اوس هغه وخت تېر دی خو ده زموږ د فاينل ټول غړي پر دې قانع کړل چې ولي ده دغه پوست ته اپلای کړی او د دې قابلیت لري چې د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت د پرواګرام د منېجر په توګه کار وکړي. د فاینل ګډونوالو د رایو په اتفاق سره دی د دغه پوست لپاره وټاکه او یو څه تخنیکي ستونزې وې چې څنګه خپل تدریس ته هم دوام ورکړي او هم له موږ سره کار وکړي. خو هغه مو هم حل کړې او ده ته مو د دندې رسمي غوښتنه واستوله، خدای شاهد دی چې تر دې دمه دی زما له یاده وتلی و چې ګواکې دی ما په واشنګټن کې لیدلی و او کېدای شي چې دا به زما بی توجهي او یا د فکر زوړوالی وي خو ده راته وویل چې ما او تا خو واشنګټن کې سره لیدلي وو. ده د ۲۰۱۵ م کال د جولای په ۲۴مه له موږ سره کار پیل کړ او له هماغو لومړیو ورځو نه یې په ډېر صداقت سره د دفتر له ټولو ملګرو سره ډېر ښه روابط جوړ کړل او دا یې وښوده چې د مدیریت او ادارې ښه استعداد لري او هم پر حقوقي مسایلو ډېر وارد او پوه دی او د ټولو ملګرو او همکارانو په زړونو کې یې یو خاص ځای پیدا کړ. دی د متحده ایالاتو د سولې په انسټیټوت کې له کار کولو نه سخت خوشاله و او همېشه به یې ما ته ویل چې ده په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې انټرن شيپ کاوه نو دا یې ارزو وه چې باید په یو تحقیقاتي مرکز کې کار وکړي تر څو د تحقیق او پالیسۍ په ساحه کې تجربه حاصله کړي او دا به د ده په راتلونکي ژوند کې مهم رول ولوبوي.

د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ په میاشت کې موږ بیا له خپلو دوو نورو همکارانو، حمیدالله ناطق او پوپل حبیبي سره واشنګټن ته د خپل دفتر کلنۍ غونډې ته ولاړو او ما دوی ته وویل چې که تاسې یو څو ورځې هلته د کنفرانس نه د مخه او یا وروسته پاتې کېږئ نو له ما سره اوسېدلی شئ او څه ستونزه نشته. دوی هلته دوه شپې د کنفرانس نه د مخه زموږ په کور کې پاتې شول او زما له زامنو سره یې خاص ملګرتوب پیدا شو او ټول د ده د پوهې، انسانیت، ادب او په پراخه ټنډه د خبرو او بحث نه ډېر متاثره شول. له کنفرانس نه وروسته دوی بېرته افغانستان ته راغلل. په تېر څه د پاسه یوه کال کې د شهید نقیب احمد خپلواک او زموږ د دفتر د ملګرو او همکارانو ترمنځ صمیمیت له یوې ورځې نه تر بلې پورې زیاتېده او ده د ټولو په زړونو کې خاص ځای پیدا کړ.

څو میاشتي د مخه د ده نیا وفات شوې وه او زه د دوی کور ته د لومړي ځل لپاره د دعا لپاره ولاړم چې دوی ختم کړی و او د ده پلار څارنوال صېب بشیراحمد مو د لومړي ځل لپاره ولید، دا چې ده خپل پلار او کورنۍ ته زما په هکله ډېر توصیفونه کړي وو نو د ډوډۍ خوړولو په وخت یې پلار راته د اخلاص په درلودو سره وویل چې زه د نقیب نه بل هېڅ څه طمعه نه لرم او ډېر زموږ خیال ساتي خو په یوه څېز ترې خپه یم چې دی ولې واده نه کوي او ته ورته باید ووایې چې خامخا باید چېرته چې د ده خوښه وي او هر څوک یې چې خوښه وي، زه ورسره موافق یم خو دی باید خامخا واده وکړي، ما ورته وویل چې څارنوال صېب دا ستا خبره سمه ده او موږ به دا تشویق کړو چې کوژده او واده وکړي، نقیب هم د تل په څېر ازاده مسکا وکړه او هېڅ یې ونه ویل.

له روژې نه د مخه په امریکې کې وم چې خپلواک راته ایمیل راولېږه، لیکلي یې وو چې دی غواړي د بین المللي حقوقو په څانګه کې اکسفورډ پوهنتون کې د بلې ماسټرۍ لپاره داخله وکړي نو زما څنګه خوښه ده؟ ما ورته وویل چې زه همېشه پر دې خوشالېږم چې زما د د فتر همکارانو ته د تعلیم او تحصیل زمینه مساعده شي او زه موافق یم. په اکسفورډ پوهنتون کې داخله اسانه کار نه دی او بالاخره ما هم ورته یو تصدیق ولیکه او په دغه رقابتي پروګرام کې دی قبول شو او د سپټمبر په میاشت کې د ده سبقونه پيل کېدل چې کال کې یوه میاشت یې باید هلته تېره کړې وای، خو ژوند ورسره یاري ونه کړه د ده دا ارمان نیمګړی پاتې شو.

د اګسټ په ۲۴مه نېټه چې د افغانستان په امریکایي پوهنتون باندې حمله کېږي، زموږ غرمه سره شریکه وه او د غرمې ډوډۍ په وخت کې ما وویل چې په چین کې د یو داسې ډایناسور اسکلیت کشف شوی دی چې وايي ‌وزرې یې درلودې او الوتل یې کولی شو، د همدې خبرې نه د خلقت یا Creation Theory پر تیورۍ بحث پيل شو او هر چا په خپل اندازه نظر ورکاوه خو خدای بښلي خپلواک په دې هکله دومره ښه معلومات درلودل چې هم یې د دین له پلوه او هم یې د ساینسي علومو په رڼا کې ډېر ښه بحث وکړ. په همدې ورځ ماسپښین شهید خپلواک او عزت الله وقار زما دفتر ته دوه ځلې راغلل او مشوره یې غوښته چې غواړي د راتلونکې سې شنبې په ورځ د جلال اباد ښار په سپين غر هوټل کې د قانون د حاکمیت د شبکې په هکله یوه غونډه جوړه کړي نو ما ورته وویل چې هلته یې مه جوړوئ او د امنیت له پلوه به دا ښه وي چې د ښاروالۍ مېلمستون د کنفرانس په خونه کې دا غونډه جوړه کړئ. دی بیا راغی او راته یې وویل چې د ښاروالۍ مېلمستون ۱۵۰۰ افغانۍ غواړي او یو شرط یې دا دی که په همدې ورځ د ولایت مقام دا خونه په کار وه نو بیا شاید موږ ته د غونډې اجازه رانه کړي. ما ورته وویل که پیسې د دولت حساب ته ځي نو ښه خبره ده او که د دولت حساب ته نه ځي نو مه یې ورکوه او زه به له والي صېب او یا معاون د ولایت ګردېوال صېب سره وغږېږم او څه ستونزه به نه وي، دا زما له ده سره اخري دیدن او خبرې وې.

په همدې ورځ زه لږ مریض وم او د معمول په خلاف وختي تقریباً درې بجي کور ته لاړ وم چې استراحت وکړم، د ماښام له لمانځه نه وروسته د مزل لپاره له کوره ووتلم چې زما زوی، ضیا له امریکا نه راته ټيلېفون وکړ چې که زه له ډاکتر فرید ثمین سره تماس ونیسم او که څه مرسته وکړی شم نو ښه به وي؛ ځکه د هغه مېرمن چې په امریکې کې ده سخته په تشویش کې ده. ما ورته وویل چې ولې په تشویش کې ده؟ ده راته وویل چې ته خبر نه یې چې د افغانستان پر امریکایي پوهنتون باندې جګړه روانه ده، سمدستي مې مزل پرېښوده، کور ته راغلم او د خپلو ملګرو او همګارانو او په امریکایي پوهنتون کې د نورو دوستانو او خپلوانو ټيلېفونو ته مې د زنګونو وهل پيل کړل.

د ډاکتر ثمین، نقیب خپلواک او صدیق الله رښتیا چې درې واړو هلته درس ورکاوه، د دوی ټيلېفونو کار نه ورکاوه او بند و، زما د ترور زوی، هنر عمرزي چې هلته درس وایه بالاخره ټيلېفون اوچت کړ او ویې ویل چې دوی، یو شمېر زیات استادان او محصلین په لومړی مرحله کې د شا د دروازې له لارې راووتل او جګړه روانه ده. د کابل د قوماندانۍ عملیاتي مرستیال، جنرال ګل اغا روحاني ته مې زنګ وواهه، ده راته وویل چې ترورستان داخل د پوهنتون محوطې ته ننوتلي دي او جګړه روانه ده او تلفات هم شته دي.

زما د دفتر همکارانو اطمینان راکړ چې صدیق الله رښتیا په پوهنتون کې نشته او هند سفارت ته په همدې ورځې د ویزې اخيستلو په خاطر تللی دی او د نقیب احمد خپلواک نه یې د تللو اجازه اخیستې ده، زما د زوی باجه حاجي افضل چې هم هلته درس وایي ټيلېفون یې کار نه کاوه خو بالاخره هغه هم پیدا شو چې د دېوال نه یې ځان اچولی و او ملا یې خوږه شوې وه او هم یې پر اغزن مزي لاسونه زخمي شوي وو او په روغتون کې و خو وضعیت یې ښه و. همدا شان د خپل دفتر همکارانو ته مې وویل چې د نقیب له کورنۍ سره اړیکه ونیسي که له هغوی سره یې تماس نیولی وي، د شپې په اتو بجو او اته ویشت دقیقو خپلواک ته مسیج ولېږه که هر وخت دی فرصت پیدا کړ نو موږ ته خپل احوال راولېږه خو دا فرصت په لاس رانه غي. د نقیب ورور اسرار احمد په کابل کې و او هغه هم د نقیب له یو نږدي ملګري شکېب سره هلي ځلې کولې چې د نقیب په هکله څه معلومات ترلاسه کړي. دوی زما له همکارانو سره په مسلسله توګه ټوله شپه په اړیکه کې وو، ځکه له پوهنتون سره نږدې د عملیاتو ساحې ته نږدې د ورتګ اجازه نه وه.

جګړه چې څومره اوږدېده هماغومره زموږ تشویش اضافه کېده او رنګ په رنګ اوازې مو اورېدلې، تقرییاً د شپې دوه بجې ډاکتر ثمین وکړای شول چې د پوهنتون نه راووځي او په ټوېټر کې یې د خپل صحت پيغام ولیکه نو ما ورنه د نقیب پوښتنه وکړه چې هغه دې لیدلی دی او که نه؟ دې راته وویل چې ماښام یې لیدلی و چې په خپل صنف کې یې محصلینو ته درس ورکاوه او د هغې نه وروسته یې نه دی لیدلی، زما تشویش دقیقه په دقیقه زیاتېده، زما د دفتر همکارانو یوسف کارګر، طارق احمد او یو شمېر ساتونکو او ما ټوله شپه په ویښه تېره کړه او ساعت په ساعت به مو د کابل له امنیې قوماندانۍ سره اړیکه نیوه او هم دوی اکثره روغتونونه لټول که چېرې زخمي شوی وي، نو شاید یې په کوم روغتون کې پیدا کړو. د شپي په نیمایي کې یو لېست خپور شو چې اولس کسه زخمیان ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي او د یو کس نوم نقیب دی. که څه هم د دغه ټپي شوي کس د پلار نوم د نقیب د پلار له نوم سره توپیر درلود خو ما بیا هم خپلو همکارانو ته وویل چې تاسې ولاړ شئ او پوره معلومات یې وکړئ، دغه ټپي شوی نقیب د لوګر اوسېدونکی و او زموږ هیله بیا پر ناهیلۍ بدله شوه. د استقلال، وزیر اکبر خان، ابن سینا، ایمرجنسي او د شهید داود خان څلور سوه بستریز روغتونونه ټول دوی ولیدل او نقیب د شهیدانو او ټپيانو په منځ کې پیدا نه کړ.

سهار شو او له لمانځه نه وروسته پنځه بجې راته جنرال ګل اغا خان ټيلېفون وکړ چې جګړه ختمه شوه او هغه څوک چې دننه بند پاتې و، اوس راوځي نو تاسې هم هلته د پوهنتون په دروازه کې انتظار وکړئ چې ګوندې نقیب هم راووځي. اسرار احمد، کارګر او طارق هلته منتظر وو خو تر پنځو بجو او پنځه څلوېښت دقیقو پورې یو یو کس راووت خو نقیب د دوی په منځ کې نه و، هماغه و چې په شپږو بجو د سهار مې بیا له دوی سره اړیکه ونیوه او دوی راته وویل چې په تېرو پنځلسو دقیقو کې هېڅوک نه دی راوتلی او د نقیب څه پته نه لګېږي، ما بیا جنرال ګل اغا خان ته ټيلېفون وکړ چې د پوهنتون په داخل کې ایا مړي او ټپيان شته دي او که نه؟ هغه راته وویل چې نه ټول مړي او ټپيان روغتونو ته انتقال شوي دي او هېڅوک پاتې نه دي، ما ورته وویل چې نه په داخل کې څوک پاتې دي او نه دی په روغتونو کې شته دی نو د ده مړی او ژوندی څه شو؟ ده راته وویل چې یو څو دقیقي وخت باید ده ته ورکړم چې پوره معلومات حاصل کړي، بیا به ما ته احوال راکړي. تقریباً له لسو دقیقو نه وروسته یې راته ټيلېفون وکړ چې دوی یو څه شهیدان د عدلي طب څانګي ته لېږلي دي او که هلته یې هم لټه وکړي نو ښه به وي. هماغه و چې کارګر او طارق ته مې وویل چې تاسې د کابل عدلي طب څانګې ته ولاړ شئ او هلته یې معلومات وکړئ. دوی له اسرار سره هلته ولاړل او له لږ ځنډ نه وروسته یې راته وویل چې نقیب شهيد شوی او جسد یې په عدلي طب کې پروت دی.

د نقیب احمد خپلواک د شهادت غږ زما په سینه د خنجر ګوزار و او بې درېغه مې کړیکې کړې او سمدستي مې د عدلي طب په لوري حرکت وکړ. د امنیتي ستونزو په خاطر د عدلي طب په لوري د موټرو تګ او راتګ او هم عدلي طب ته د ننوتو اجازه نه وه خو دا چې جنرال ګل اغا زما د ورتګ خبر دوی ته ورکړی و او د کورنیو چارو وزارت کې د پخواني معینیت په خاطر زما موټرو ته یې اجازه ورکړه او عدلي طب ته داخل شوم، اسرار او زما د دفتر همکارانو په غېږ کې کلک ونیولم او خپل زړه مو په ژړا ښه ستړی کړ. د عدلي طب زیر زمیني ته داخل شوم چې د د دوو تروريستانو جسدونه په لاره کې پراته و او د خدای بښلي شهید نقیب احمد خپلواک جسد په تذکره پروت و چې ټول وجود یې په وینو ککړ و او نور جسدونه هم هلته و. ما خپلو همکارانو او د عدلي طب مسوولینو ته وویل چې نور څوک دننه مه پرېږدئ چې د نقیب په وینو کې ککړ جسد په دې شکل وګوري او د عدلي طب مسوولینو ته مې وویل که همدلته ده ته غسل او کفن ورکړل شي او په تابوت کې کېښودل شي نو ښه به وي. د هغوی دې هم کور ودان وي، همداسې یې وکړل، او د نقیب جنازه مو سهار په لس نیمو بجو د دوستانو، خپلوانو او زما د دفتر د همکارانو په مرسته له عدلي طب نه واخیستله او د جلال اباد پر لور مو حرکت وکړ، جنازه مو له جلال اباد ښار سره نږدې د شهید نقیب کلي قاسم اباد سیمې د بهراباد کلي ته یووړه چېرته چې په سلهاوو کسانو د جنازې د رسېدو انتظار کاوه او د جنارې په لیدو، په سلهاو د نقیب خپلوانو، ملګرو او دوستانو د زړه او له سترګو نه د وینو اوښکې روانې وې او د ټولو زړونه یې د تل لپاره زخمي کړل. جنازه په څلور بجو د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه او ټولو د ده په حمیده اخلاقو، تواضع او علمیت شاهدې ورکوله.

د دې صحنې یادول اسانه کار دی خو د دغه لوی غم لیدل او د هغه د قلم په ژبه لیکل اسانه کار نه دی، په تېرو څو لسیزو کې زما وروڼه شهیدان شوي او مړه شوي دي خو د نقیب شهادت زه د هغوی تر مرګ نه هم زیات وځورولم دا ځکه چې دی ځوان و، قاري د قران او دیني عالم و، په سیاسي او حقوقي علومو کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وې، د پوهنتون استاد و، سولې او د قانون د حاکمیت په ساحه کې یې کار کاوه او د افغانستان راتلونکی و، د خپل ژوند د ۳۱ کلونو نه یې ۲۶ کاله، ده په تعلیم او تدریس تېر کړل او ډېر ډېر ارمانونه او پلانونه یې درلودل، خو د ده او همدا شان د نورو هغو کسانو ارمانونه په همدې شپه د وحشي تروريستانو له لاسه له خاورو سره خاورط شول. دی واقعاً شهید دی، د خپل او نورو د ژوند د بهترۍ له ډېرو ارمانونو سره له دې دنیا ولاړ، خو د شهادت دغه له درده ډکې خاطرې او د ده مسکا لکه چې په دغه عکس کې ګوري، د تل لپاره به زما په زړه کې پاتې وي. الله تعالي دې هغه وبښي او د هغه کورنۍ او دوستانو ته دې الله تعالی جمیل صبر ورکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 18

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.