ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارواښاد محمد موسی شفيق د مولوي محمد ابراهيم کاموي زوی، له اصله د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی او په ۱۳۰۸ لمريز کال کې د غبرګولي په پنځمه يې د کابل په ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې. د ده پلار مولوي محمد ابراهيم کاموي او تره يې مولوي حبيب الرحمن ديوبندي د همدغې کورنۍ وتلي عالمان او د پلار تره يې ارواښاد لالا صيب د وخت يو ولی الله او روحاني شخصيت و.

مولوي ابراهيم د انګريزي ښکېلاکګرو په وړاندې د ننګرهار په سراج العمارت کې د جهاد فتوا ورکړی وه او خپله يې هم په جهاد کې فعاله ونډه درلوده. مولوي محمد ابراهيم کاموي، د اعليحضرت د واکمنۍ په وخت د لويې جرګې غړيتوب درلوده او د ستونزو د حل لپاره يې همېش رغنده وړانديزونه په ډېر جرئت سره کول او په همدغه وخت کې د (افغانستان جمعيت العلماء) ټولنې د لومړني رئيس او د (الايمان) مجلې مؤسس پاتې شو  

د شهيد شفيق زده کړې او مسلکي وړتيا: شهيد محمد موسی شفيق لومړنۍ زده کړې په کابل او کامه کې ترسره کړې او بيا يې وروسته د خپل پلار په خوښه د ننګرهار په نجم المدارس مدرسه کې په زده کړو پيل وکړ؛ دوه کاله وروسته د کابل د دارالعلوم مدرسې په دروازه ورننوت؛ هلته يې دولسم ټولګی بشپړ کړ او مولوي ورڅخه راووت.

د مدرسې تر بشپړولو وروسته، په شاهي دارالتحرير کې مقرر شو. مرحوم شفيق وروسته د پوهنې وزرات له خوا مصر ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شو، چې هلته بيا له زده کړو تر پاى ته رسولو وروسته امريکا ته هم ولاړ. په مصر کې يې په عدلي چارو کې د ماسترۍ او بيا يې د امريکا د متحده ايالاتو د کولمبيا په پوهنتون کې د پرتليزو حقوقو په برخه کې د ماسترۍ بل سند ترلاسه کړ او هم يې د نړۍ له مشهور پوهنتون ((هاروارډ)) څخه په بين المللي اړيکو کې يو سند ترلاسه کړ.

 ارواښاد محمد موسی شفيق په پښتو او دري ژبو سربېره، چې لومړنۍ يې د پلار او دويمه يې د مور ژبه وه، په روانه توګه په انګريزي او عربي ژبو هم غږېده او هم يې ليکنې پرې کولې. په مصر کې د هستوګنې پر مهال، د قاهرې ثقافتي چاپېريال يې په رسمي زده کړې سربېره، د ده فکري اړخ ته ډېره پراختيا ورکړې وه. هېواد ته له رارسېدو وروسته، په عدليې وزارت کې د قوانينو اداري لوی مدير وټاکل شو او هم د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې يې د نړيوالو او مقايسوي حقوقو د استادۍ دنده پر مخ بېوله.

شفيق په مصر کې د افغانستان د سفير په توګه پاتې شوی او په نورو بېلا بېلو هېوادونو کې، لکه لبنان او سوډان کې د سفير او په سفارت کې نورې دندې ترسره کړې دي؛ ښاغلی شفيق د پښتو ژبې ښه ليکوال او شاعر او په انګريزي ژبه هم ډېر ښه پوهېده؛ چې ورڅخه دوه کتابه (عبقريان او پيغام) د خلکو لاسته ورغلي دي، خو له دغو کتابونو سره سره، زياتې پښتو او فارسي ژبو بېلابېلې ادبي او هنري مقالې يې د وخت په خپرېدونکو اخبارونو، مجلو او جريدو کې خپرې شوې دي، چې لومړنۍ ليکنې يې پر ادبي او فرهنګي اړخونو او وروستيو کې يې ټولې ليکنې په نړيوالو مسئلو څرخولې دي، چې دا يې د مطبوعاتي هڅو يوه بېلګه بلل کېږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې يې، د خاصو نړيوالو او پرتله ييزو حقوقو د تدريس دنده د نورو دندو ترڅنګه پرمخ بېوله او دغې درنې دندې ته يې تر ډېره دوام هم ورکړ. په عدلي چارو کې بوختېدنه او د بهرنيو چارو په وزارت کې بېلا بېلې دندې هم د شهيد شفيق له مهمو دنده څخه شمېرل کېږي؛ چې لومړی په عدليې وزارت کې د قوانينو د عمومي مدير، بيا د تقنين د رئيس او وروسته د معينيت په دندو يې د يو په بل پسې خدمتونه ترسره کړي دي. نوموړي دغه چارې له نويو غوښتنو او ميتودونو سره برابرې ترسره کړې او د هېواد د قانون جوړونې بهير يې هم تر نړيوالو پوړيو ورساوه.

د ديموکراسۍ په لسيزه کې، چې کله د ۱۹۴۳ لمريز کال اساسي قانون جوړېده، نو ارواښاد شفيق د نورو مطرحو علمي او سياسي څېرو، لکه: سيد قاسم رښتيا، دوکتور عبدالصمد حامد، شمس الدين مجروح او نورو سره مل د تسويد د کميسون غړی وو؛ چې د شفيق په قوانينو پوهه، په دې لړ کې د نوموړي په دغه کار کې ونډه له بل هر چا څخه زياته جوتوي؛ کوم قانون چې د هېواد د قانون جوړونې په بهير کې له نورو دورو ډېر غښتلی او له شرايطو سره برابر قانون و او په همدې بنياد خو د بن د توافقاتو وروسته د هېواد اداره، تر نوي اساسي قانون جوړېدو پورې، په همدې قانون عياره شوه .

د بهرنيو چارو په وزارت کې دنده او صدراعظمۍ ته رسېدل: د بهرنيو چارو په وزارت کې يې د دندې پر وخت د افغانستان بهرنی سياست ډېر غښتلی کړ؛ په نړيوالو اقتصادي او سياسي سازمانونو کې برخه اخيستل او له نورو هېوادونو سره د ښو ديپلوماتيکو اړيکو برابرول، شفيق مونږ ته د يو ښه سياستپوه، نوښتګر اداره چي او د ښه ديپلومات په توګه راپېژني. شهيد موسی شفيق په ۱۳۵۱ لمريز کال کې نږدې د رايو په اتفاق د افغانستان صدراعظم وټاکل شو، چې د هېواد په معاصر تاريخ کې يې له ټولو کمه (۹ کسيزه) کابينه درلوده او د هېواد په جوړولو کې يې غوره کارونه پيل کړل. د کابينې لپاره يې په داسې شرايطو کې د باور رايه واخيستله چې د کمونيستي ګوندونو وکيلانو کلکه پتېيلې وه، چې لکه دوکتور عبدالظاهر يې له ګواښونو سره مخامخ کړی و، شفيق هم د باور رايې اخيستلو کې برياليتوب ته پرېنږدي، خو د ورځې ناوخته د زرنګار پارک له لوډسپيکرونو څخه د راډيو غږ واورېدل شو، چې ښاغلی شفيق د باور رايه په نږدې اتفاق سره واخيسته.

ښاغلي شفيق د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته، د هغه وخت ولسي جرګې غړو ته يوه بشپړه وينا (چې د هېواد د بېلا بېلو سکتوري برخو د پرمختيا لپاره په کې پلانونه په پام کې نيول شوي وو) وړاندې کړه . د هېواد د اقتصادي ستونزو حل، کرنې او مالدارۍ ته پاملرنه، د صنايعو پراختيا، له طبيعي معدنونو څخه ګټه اخيستل، ښوونه او روزنه، د څو مهمو ادارو رامنځته کولو ترڅنګ د اساسي قانون د مطالعاتو مرکز پرانيستنه، له نشه يي توکو سره مبارزه، د دولت د مامورينو د اقتصادي وضعې لوړول، بهرنى سياست او له ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې ښه کول او ځينې نور مسايل د ارواښاد موسی شفيق د دغې وينا مهم ټکي وو.

د شفيق له اسلامپالنې سره ژمنتيا: د ارواښاد شفيق د خدماتو په لړ کې، چې د صدراعظمۍ په خپله له يو کال کمه موده کې يې د دين پيروۍ او اسلامپالۍ په انګېزه ترسره کړي دي، يو هم د کابل راډيو په پروګرامونو کې د داسې پروګرامونه ځاى کول وو، چې د نوموړي اسلام ته په ژمنتيا دلالت کوي؛ لکه له راډيو څخه د پنځه وخته آذان پيلول، د سيرت النبي د کليشې وخت زياتول او د پر مخ بېوونکو لپاره يې د ښې حق الزحمې منل او له علماوو څخه يې غوښتنه، چې د چپو باطلو مفکورو په وړاندې په جرئت سره دغه رسالت پر مخ بوځي. همدارنګه د يوې کليسا د جوړولو مخه ډب کول او ويجاړول يې او د کابل ښار په شهر غلغله کې د يوې شرابخانې ويجاړول او د نارينه او ښځينه طبقو لپاره په ښاري بسونو کې د مزي په واسطه د اختلاط مخه نيول او داسې نورې ګڼې کړنې د يادونې وړ دي.

له ايران سره د اوبو په سر د تړون تاريخي مسئله: د هلمند د اوبو تاريخي شخړه په داسې شرايطو باندې له ايران سره حل کول د شهيد شفيق يوه ستره کارنامه ده، چې د افغانستان د اړتيا پوره کېدو وروسته د اضافه اوبو هر متر مکعب په يوه بيه باندې ايران ته وپلورل شي او په دې ترتيب د ايران په مرسته هم بندونه جوړ شي او هم د اضافي اوبو د خپلو ځمکو له خرابولو څخه مخنيوی کول، د نوموړی د دورې هغه مهم کار دى، چې له ډېر وخت يې چا د حل کولو جرئت نه شو کولی! خو ارواښاد شفيق په داسې بصيرت او د افغانستان لپاره په ګټه حل کړل، تر دې چې ايراني صدراعظم ته يې په هېواد کې ويل کېدل، چې يو ځوان صدراعظم تېر ايستی يې او چې کله نوموړی له کابل څخه خپل هېواد ته ستون شوی و، نو ايرانيانو يې پر خلاف لاريونونه وېستي وو. خو له بده مرغه چې افغاني کمونيستانو د پخواني شوروي اتحاد په اشاره د شفيق دغه کړنه د اوبو خرڅولو په نوم ډنډوره کړه او علت يې دا و چې په دې کار سره شفيق، هېواد د قطبي ګاونډي له کنټرول څخه راوېستل او له اسلامي نړۍ سره يې اړيکې ټينګول غوښتل، چې روسانو دا نه شوه زغملی .

شفيق او د پښتونستان مسئله: ارواښاد شفيق د خپلو لرلو پلانونو په لړ کې، لکه چې له ايران سره د اوبو مسئله ورته يوه مهمه مسئله ښکارېده، په همدې توګه د پښتونستان يا ډيورنډ فرضي ليکې په اړه، د شفيق سياست دا و، چې له اسلامي هېوادونو سره د ښو اړيکو ټينګولو په وسله اول ځان سمبال کړي او بيا په دغه مټ سره په پاکستان د اسلامي کنفرانس له لارې فشار راوړي او افغانستان د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا په لوري پاتې قدمونه هم ووهي او له پاکستان سره د پښتونستان په مسئله جدي بحث وکړي؛ خو شفيق د پښتونستان د مسئلې په داسې توګه پر مخ بوتلل نه غوښتل، چې پاکستان د پخواني شوروي اتحاد سره د دوستۍ(؟) په وسله ووهي؛ ځکه شهيد شفيق ته د قطبي ګاونډي(؟) عزايم معلوم و؛ بلکې نوموړي غوښتل چې کومه وسله پاکستان کاروي، په هماغه وسله پاکستان څملوي او همدغه هڅې وې چې کله عباس هويدا (ايراني صدراعظم ) افغانستان ته راغلی و، نو له کابل راډيو څخه د نوموړي له خوا د پښتونستان د مسئلې ملاتړ د لومړي ځل لپاره اعلان شوی و .

د مصري او ايراني دولتونو ترمنځه پر يو بل باندې لفظي بريدونه کول کېدل؛ لکه ايرانيانو به مصريانو ته فرعونيان او مصريانو به ايرانيانو ته زردشتيان ويل، په دې اړه شفيق په مصر کې د خپل سفارتي دندې پر مهال د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځه د اړيکو د ښه والي لپاره هم کوښښ وکړ، څو دغه ناندرۍ پاى ته ورسوي، نو دا بله هغه وسله وه چې د اسلامي نړۍ اهل تسنن او اهل تشيع دواړه ډله هېوادونو باور يې لاسته راووړ؛ چې دا يې په اسلامي امت کې د مطرح کېدو لامل هم ګرځېده او بيا د اسلامي هېوادونو پر مټ خپلې ستونزې له ګاونډيانو سره حل کول غوښتل، چې په دې لړ کې د پښتونستان مسئله هم وه. يو ځل د نوموړي له بهرني سفر څخه د راستنېدو پر مهال، د افغان ملت ګوند د جريدې مسوول د پښتونستان په هکله له شفيق څخه د پاملرنې غوښتنه کړې وه، نو نوموړي يې په اړه ويلي و: “زه د پښتونستان مسئله د افغانستان په بيه (قرباني کولو) حل کول نه غواړم.”

شفيق او تجمل خوښونه: ځينو کسانو به د ارواښاد شفيق ظاهري بڼه تر نيوکو لاندې نيوله او په دې لړ کې د چپي ګوندونو له خوا دا تبليغات ډېر کېدل، چې د شفيق درويشي په فرانسه کې جوړېږي او تجمل پرسته دی او د شفيق په اړه يې له دې پرته بله نيوکه پيدا کولی هم نه شوه. خو که د شفيق هېوادنۍ مينې، اسلامپالنې او خپل لرلي اقتصادي وضعيت ته يې کتل شوي واى، نو هر چا به دا درک کړې وه؛ چې شفيق سياست کوي او د يو صدراعظم په توګه ورته ښه لباس اغوستل د دې پر ځاى چې د ده هوس پرستي اوسي؛ د سياست غوښتنه ده. شفيق خپله کورنۍ د مود او فيشن تابع نکړه او نه يې له پرمختللی دنيا سره زياتو اړيکو اسلامي تعهد مات کړ او نه يې مجلل کورونه او جايدادونه درلودل ، نو دغه وضعيت ، چې د شفيق تجملي لباس وو، د سياست اړتيا وه ، نه د شفيق.

 د ابوريحان البيروني نړيوال کنفرانس دايرول: ارواښاد شفيق، د دې لپاره له اسلامي نړۍ سره له يوې خوا د پيوند يوه بهانه شي او له بلې خوا د خپل وخت هغه ستر عالم چې د سلطان محمود غزنوي په دوره کې تېر شوی و او د افغانستان لپاره د علمي ډګر يو ستر وياړ و، چې علامه البيروني نومېده، ياد تازه شوی اوسي، تر نامه لاندې يې يو نړيوال کنفرانس هم داير کړ؛ چې د اسلامي نړۍ معتبر پوهان ورته رابلل شوي وو؛ نو په دې سره يې د افغانستان علمي مقام راژوندی کړ او د اسلامي نړۍ له پوهانو سره يې اړيکه ټينګه شوه؛ چې د ځينو راغلو عالمانو د افغانستان په اړه د شوروي اتحاد د نفوذ له پخوا څخه لرلې وېره، د شفيق په څېر قيادت لرونکي شخصيت په شتون کې کمه کړه، خو له بده مرغه چې قطبي ګاونډي دوست(؟) هم، د شفيق عبقريت او سياسي بصيرت درک کړی و؛ نو ځکه يې د هغه واکمني ونه شوه زغملی او له دې سره سره، چې ارواښاد شفيق له دين، هېواد او اسلامي امت سره د تړاو تنده لرله او خپل لباس او حليه يې د اسلام او هېواد دښمنه ګوندونو ته وېروونکی نه برېښوله، د هېواد او اسلام دښمنانو نوموړی درک کړی و، نو ځکه خو افغاني کمونيستانو د شاهي رژيم د ړنګولو پرېکړه کړې وه او د شهيد موسی شفيق پر واکمنۍ د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنګاښ په ۲۶مه نېټه د داوود خان له لوري جمهوري کودتا وشوه، له ټولو دولتي چارو څخه يې لاس لنډ او دی يې بندي کړ. د چارو د کارپوهانو په اند، له شفيق سره د بند پر وخت د وخت د واکمن داوود خان رويه ډېره بده نه وه، مشورې به يې ترې اخيستې او نه يې غوښتل چې ورته زيان ورسېږي، چې په دې لړ کې د پوهاند شهيد وفي الله سميعي رول جوت و او د ځينو په اند، د بندي کېدو عامل يې هم امنيتي ستونزې ښوولې وې، چې بالاخره د ۱۳۵۴لمريز کال په اوږدو کې له بند څخه خلاص شو .

محمد موسی شفيق د ۱۳۵۷ کال د غويې له کودتا وروسته، سملاسي ونيول شو او بيا د همدې مياشتې د ۲۳مې او ۲۴مې ترمنځ شپه کې له پوهاند وفي الله سميعي سره يوځاى په شهادت ورسول شو. د شهيد شفيق دغه وژنه د يوې کورنۍ، سيمې او يو هېواد د بربادۍ او وير سبب نه؛ بلکې د پوهې، ادب، اوسياست په کورکې يوه لويه تشه رامينځته کړه؛ چې د ده تشې د هيواد روان مثبت بهير د ناخوالو پر لور رهي کړ او د کمونيستانو له خپل ولس سره د پراخې دښمنۍ ثبوت يې ورکړ. روح دې يې ښاد اوسي.

دويمه يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 20

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.