د ښوونځي کتابونه يې لاس کې و، په ستونزه يې د څرمنې په شلېدلو څپليو کې قدم اخيسته، له رنګ، جامې او وجود څخه يې داسې ښکارېده چې دغه تنکى ځوان ډېرې بې وزلۍ او فقر ځپلى، خو له کتابونو يې بيا معلومېده چې هوډ يې پياوړى او موخه يې ستره او سپېڅلې ده.
هغه، په څښولو پښو ايله د دېوال خوا ته تر ناست موچي پورې ځان را را ورساوه ، تر سلام وروسته يې موچي ته وويل دا څپلۍ مې په څو ګنډې؟
موچي دواړه څپلۍ ترې واخيستې، ښه په ذربيني بڼه يې شلېدلي ځايونه د يوځل پرځاى دوه درې ځلې وکتل او لا يې هم په څپليو کې سترګې خښې وې چې هلک ته يې وويل: دواړه په اتيا روپۍ درته ګڼدم.
هلک ځواب ورکړ، دومره روپۍ نه لرم مراعات وکړه يتيم يم!
موچي لومړى په ماش او برنج ږيره ګوتې ووهلې بيا يې هلک ته وويل، هى هى څه درته ووايم ټول افغانستان يتيم ، شهيد او ټپي دى، زه به تر چا ورسېږم او د چا به مرعات وکړم، خو خير چې ته زده کوونکى يې نو بيا شپېته روپۍ راکړه له دې يې په کمو نه شم ګنډلى.
هلک جيب ته لاس کړ بيا يې له څو خيرنو کاغذونو سره څو سولېدلي نوټه له شماره تېرکړل او موچي ته يې وويل چې ټولې پنځه دېرش روپۍ لرم.
موچي ژر خبره ورغبرګه کړه، ځه لاړ شه بل چېرې يې وګڼده! په دې ښار کې هره ورځ ستا په څېر شل تنه نادار راته شخې سترګې ودرېږي او غواړي چې زه يې بوټونه بې پيسو ورته وګنډم، زه خو څه دولتي موچي نه يم چې معاش، تقاعد او کوپون دې ولرم، ښه پوهيږئ چې زه هم له ناچارې ورځې موچي شوى يم.
هلک چې د موچي ستوغې خبرې واورېدې نو ناهيلى د ښوونځي پرلور روان شو او تر هغه چې معلومېده شلېدلې څپلۍ يې کشکولې.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن