ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتو ورځې نمانځل یو ډیر ښه اقدام دی او هر پښتون باید دغه احساس ولري، چې پښتو ته د زړه له کومې کار وکړي. دا نه کوم تعصب او نه د بلې ژبې د حق خوړل دي. په هغو هېوادونو کې چې هلته دوه رسمي ژبې وې لکه کاناډا، انګلیسي او فرانسوي يې دواړه رسمي ژبې دي او په خط او کتابت کې هیڅ توپیري چلند ورسره نه کیږي، هر هغه څوګ چې غواړي سیاسی موقف تر لاسه کړي، له وکالت نه نیولې تر ولسمشرۍ یا صدارته پورې ټول باید پرته له قیده او شرطه په دواړو ژبو ښه روان وغږیږي. په دې کار ټول راضي دي او ویاړ هم پرې کوي، نه چاته تعصب ښکاري او نه چا غبرګون پرې ښودلی دی، ځکه په دې سره يې هېواد نور هم ځانګړی کړی دی.

خو یوازې په شعارونو او څو غونډو نه کیږي، چې موږ دې د پښتو حق ادا کړو. لومړی راځئ دا هوډ وکړو چې د هر مسلک درلودونکی پښتون ځوان یا لوستی کس څومره کولای شي چې د خپل مسلک کتابونه په پښتو وژباړي. لومړی باید د پښتو ژبې علمي برخه یې بډایه کړو.

دویم، زما د تجربې له مخې په کابل پوهنتون یا په بله کومه دولتي اداره کې هیڅ چا هم پښتون ته نه دي ویلي چې پښتو مه لیکه، خو همدا زموږ خپل پښتانه استادان او کارکوونکي دي چې یا خو يې پښتو لیک او لوست نه دی زده او یا هم بې ځایه محافظه کاري کوي. یو څو ادارې او پوهنځي به داسې وي، چې هلته ځینې مریض انسانان موجود دي او له پښتو او پښتنو سره تعصب لري، نور نو ټوله زموږه خپله محافظه کاري ده.

زه خو وایم چې د شعار پر ځای راځئ له خپل مدني حق نه استفاده وکړو. لکه څنګه چې زموږ نور میشت قومونه په ډیره مېړانه او ډیموکراتیکه لاره له خپلو حقوقو څخه دفاع کوي او لاریونونه راوباسي. موږ دې هم دغه ظرفیت او توان پیدا کړو چې د پښتو لپاره شعار د عمل میدان ته راوباسو. دا هر څه په مبارزه کیږي او یو با احساسه مدیریت غواړي.

زموږ همدغه مشران، چې نن په تلوېزیونو کې ناست دي او د پښتو پر وړاندې د دولت له ناغیړۍ او نه پام له له امله سر ټکوي، ولې ټول په یوه خوله او یو غږ ټول سره په یو دسترخوان نه راټولیږي، چې یو ګډ کمیسیون جوړ کړئ او له ولسمشر سره وخت وټاکئ، لومړى باید په یو علمي او منطقي ډیالوګ موضوع مطرح کړو، ستونزې او د حل لارې ټولې ورته پر میز کیږدو. که يې و نه منله بیا به له خپل هغه حق څخه استفاده وکړو، چې اساسي قانون موږ ته راکړی دی. د فیسبوک له لارې غږ اوچتول بهترین پلاتفارم دی، خو یوازې په دې هم نه کیږي، تر هغه چې دغه غږونه ټول سره همغږي نه شي او د یو سالم او عدالتخوا قوت په توګه خپلو مشرانو سره خبرې وکړو. په دې هیله چې زموږ دري ژبي وروڼه هم له موږ سره صلاح وي، په دې کار سره د دوی ژبې او ارزښتونو ته هیڅ زیان نه رسیږي. که يې له پښتنو سره غږ پورته کړ، نو یو نوی پرمختک او ښه زیری به وي د ملي وحدت په لور.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 27

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.