ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نړيوالې ټولنې په مرسته چې د طالبانو واکمني ړنګه او  د بن د پرېکړې  پراساس  حامدکرزى د لنډ مهالې ادارې په رامنځته کېدوسره دافغانستان ولسمشر شو، په دې وخت کې افغانستان د امريکا او متحدينو يې د پام وړ  وګرځېد.

کرزي له واک ترلاسه کولو وروسته ډیرى هغه کسان پر يوه دسترخوان را ټول کړل چې چاه فکر هم نه شواى کولى، چې دا خلک دې سره يوځاى شي، داخبره سمه ده چې دا ټول پلان دبهرنيانو و، خو د حامد کرزي رول هم د هېرولو نه دی.

خو له دې سره سره  ولس يوه ګيله هم لري چې کرزي تر ډیره پر ټوپک سالارانو تکيه وکړه او  دا چې ښه حکومتداري رامنځته نه شوه،  همدا لامل ولکه مخکې مې چې وویل دکرزي پراخه سينه او ټول په غېږ کې نيول بايد هېر نه شي چې دا يې ښه ځانګړنه وه.

خو د کرزي  ښه حکومتداري او بهرنۍ پاليسي ناکامه وه، ښه بېلګه يې امريکا ده اوس نو چې ستا لوی ډونر امريکا ده او نور هېوادونه په ځانګړي ډول ايران،پاکستان،هند او نورو ګاوڼديو هېوادونو سره بايد څنګه مخته لاړ شو.

 کرزي  له امريکاسره چې ده خپل نږدې  دوست هېواد باله ورسره اړيکې يې داسې خړې کړې چې اوس ورته ددښمن لقب ورکوي، ددې ترڅنګ له پاکستان سره يې تر پايه واضح سياست غوره نه کړ، يو وخت به يې پاکستان د افغانستان په جګړه کې ګرم باله حتى د هند او پاکستان  په پرتله يې یو وخت داسې وکړل چې پاکستان زموږ جيګر دی او په دې هم ښه پوهېده چې هند افغانستان ته ښه نيت لری.

هغه ایران چې د افغانستان په ورانۍ کې يې لاس دی د ښه ګاوڼدي لقب يې ورکاوه، کله چې ډاکټر اشرف غني واک ته ورسېد د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول يې له امريکا سره اړيکې ښې کړې او يو ځل بيا يې د نړۍ د اعتماد لپار کار وکړ، په خپله موده کې يې پاکستان دانزوا خواته بوته، هم يې نړيوال دپاکستان په اړه قانع کړل او هم يې  له خپله پاکستان سره داسې دريځ غوره کړ ، چې پاکستان اوس حيران دی چې بیا له کومو لارو چارو څخه کار واخلي چې هم لوبه وکړي اوهم نړيوالې مرستې راجلب کړي.

نو سړی په زغرده ويلی شي چې د غني بهرنی سياست ډیر غښتلى دی زه دا نه وايم چې زموږ ملي ګټې دې دبهرنيانو قرباني شي، اوس موږ په داسې يو حالت کې يوو چې دپاڼ پر غاړه ولاړ يوو ډیر ژر خرابيږو، پاکستان چې هم د نړيوالې ټولنې امتياز اخلي هم د روس هم چين اوهم عربو څخه،  دا هنر  ولې په موږ کې نه شته چې ددغې نړيوالې ټولنې چې موږ يې تر ټولو لوى پارټنر یوو ګټه واخلو، موږ په دا دومره کلونو کې پاکستان په دوى ونه پېژانده  چې دا زموږ دکمزورې بهرنۍ پاليسي معنا ورکوي.

په دې کې هيڅ شک نه شته چې ځينې هېوادونه دوه مخې لوبه کوي، خو موږ هم خپل  دوست او دښمن ونه پېژانده.

دافغان ولس هيله سوله ده ، دا  ولس لويې پروژې نه غواړي، دا ولس يوازې امن غواړي په دې  ولس کې دا هنر شته چې ځانته ډوډۍ پيدا کړي او کله چې د بشپړې خپلواکۍ خبره کوو په داسې یو غريب هېواد کې چې سياسيون يې تر ملي ګټو شخصي ګټو ته ډیره ترجيح ورکوي، ممکنه نه ده چې موږ دې بشپړ خپلواک هېواد ووسو.

دا داسې معنا لري چې کله هم یو نوکر خپل بادار ته څه نه شي ويلى او بل په دې وطن کې چې څه روان دي داسې یو حرکت نه ليدل کيږي چې هغه دې د پرديو له مداخلې خلاص وي، نو تر ټولو مهمه داده چې زموږ بهرني پاليسي بايد ثابته وي، ځکه چې دافغانستان د جګړې عوامل هم بهرني دي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.