ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې یو زیات  شمېر شخصی پوهنتونونو او موسسو د لوړو زده کړو په برخه کې فعالیت پيل کړ، هر یوه یې د لوړو زده کړو وزارت د رسمی سند یا اجازه نامې په نوم اسناد تر لاسه کړي دي.

په کابل کې د افغانستان سویس یومف پوهنتون په نوم هم شخصی پوهنتون فعالیت کوي، یاد پوهنتون دکابل پر دارلاامان سړک پروت دى  د محصلینو د جذب لپاره زیات تلوېزوني او د لوحو اعلانونه کوي. دغه پوهنتون یواځې په ماسټرۍ ورکولو کې د فعالیت اجازه لري، له نیکه مرغه د افغانستان سویس یومف پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په ویب پاڼه کې د شخصی پوهنتونونو په نوملړ کې په ۴۶ شمېره باندې ثبت شوي دي، زیات محصلین یې فارغ کړل او لا په سلګونو محصلینو په کې د ماسټرۍ د تر لاسه کولو په موخه زده کړې کوي.

په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا یاد پوهنتون جعلی او غیر قانونی اعلان شو، پرته له شکه چې د وزارت چلند له یاد پوهنتون سره د شخصی سلیقې په اساس و ، که چیرې یاد پوهنتون په رښتیا هم غیر قانونی وو سوال دا دی چې دا دومره وخت ولې د فعالیت اجازه ورکړل شوې وه؟ په داسې حال کې چې د افغانستان سویس یومف پوهنتون د وزارت او په ټوله کې د حکومت تر زنې لاندې یې فعالیت کاوه او خپله د لوړو زده کړو وزارت زیات شمېر رسمي کارکوونکو په کې زده کړې کولې.

موږ او زیات شمېر نورو محصلینو خپلې ستونزې د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړې او حتی ارګ ته مو په رسمي توګه په دې ګڼه ثبت (۹۵.۱۰.۲۵/۵۱۶۷) عریضه او خپله ولسمشر ته په رسمي ډول د نماینده مصحلینو په لاسلیکونو ایميل کړه، ما خپله څو ځلې زنګ وواهه خو هیچا هم زما زنګ ته ځواب رانه کړ.

 لوړو زده کړو وزارت موږ له يوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړو او ارګ هم زموږ په عریضه غوږونه کاڼه کړل په داسی حال کې چې موږ محصلینو د شپي تر ناوخته په سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو سربېره په یاد پوهنتون کې زده کړې وکړې، ددې تر څنګ له موږ سره زیات شمېر ښځینه محصلینې هم وې هغوی به هم د شپی تر ۸ بجو پورې له یو لړ زیاتو ستونزو سره زده کړې کولې.

د لوړو زده کړو وزارت په ډيره بې پروایۍ سره یاد پوهنتون غیر قانوني اعلان کړ، خو د محصلینو برخلیک ته یې هېڅ ډول پاملرنه ونه کړه، د یاد وزارت له دې پرېکړې معلومیږي چې دغه وزارت   تنها څو خالي مغزي  رهبري کوي.

ارګ هم په ټولو مطبوعاتي ناستو کې د ځوانانو له حقوقو د دفاع چغې وهي، ځوانان زده کړو، د هېواد خدمت ته رابولي، خو هغه یواځې د دوی شعار ګرځېدلي، خو په اصل کې دوی ته یواځې خپلې سیاسي معاملې، دوه مخى سیاست مهم دى. دوی هېڅ زموږ د ځوانانو ستونزې نه درک کوي او نه هم زموږ حقوق راکوي.

موږ څو ځلې ارګ ته وویل چې یاده ستونزه دې خپله ولسمشر حل کړي او موږ محصلینو ته دې ډاډ راکړي خو بدبختانه چې زموږ ستونزه ارګ ته تر اوسه هېڅ په اجنډا کې نه ده شامله شوې . په داسې حال کې چې ولسمشر درې ساعته د چارو ادارې د یو معاونیت لیدو ته وخت لري، نوي ښار ته غځېدلې ټولې لارې بند وي او څو فیسبوکي عکسونه په کې اخلي ، ولسمشر ددې هم وخت لري چې د جهادي قوماندانانو او قومي ټېکدارانو کورونو ته ورشي او د هغوي د سر درد او پښو  درد پوښتنه وکړي، خو زموږ د ځوانانو چې د هېواد د راتلوونکي   بنسټ جوړ وو، هېڅ پاملرنه  نه کوي.

زموږ یوځل بیا له ارګ څخه دا هیله ده چې یاده ستونزه خپله ژر تر ژره حل کړي او د ځوانانو له برخلیک سره دې لوبو ته دپای ټکى کیږدي. که زموږ حق رانه کړل شي موږ به مطبوعاتي ناستو ته مخه کړو او خپل حق به حتمی تر لاسه کوو، ولسمشر او د هغه ټول حکومت به د ځوانانو د حقوقو لوی خوړونکى وګڼو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.