ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Nov 2016 - 18:04
author avatar
22 Nov 2016 - 18:04

د افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي اوقضايي مرکز تېره اوونۍ په فساد د تورنو کسانو لومړنۍ علني محاکمه په بریالیتوب سره بشپړه او تر سره کړه. یاد مرکز د رسنیو او افغانستان مدني ټولنې مخې ته، د ځواکمنو وګړو قضيې وڅېړلې او هغوی يې د خپل موقف څخه په ناوړه ګټه اخیستنه او د افغانستان د خلکو پیسو په غلا کولو، تورن کړل. زه په دې باور یم چې موږ باید د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي اوقضايي مرکز دا مبارزه کم ارزښته و نه ګڼو، او باور لرم چې د ملي یووالي حکومت يو ښه فرصت برابر کړی تر څو په خپلو چارو کې د لوړې کچې فساد نه مخنيوی وکړي. دا هغه فرصت دی چې باید د لاسه ورنه کړل شي. 

ما تېره میاشت په بروکسل کې په نړیوال پراختیايي کنفرانس کې چې د افغانستان په تړاو جوړ شوی وو، ګډون وکړ. ما د ټولې نړۍ هیوادونو مشران ولیدل چې د افغانستان لپاره يې د پراختیايي پروژو او اصلاحاتو په موخه تر ۱۵ ميلیاردو ډالرو پورې ژمنه وکړه. ویاړم چې له دې مرستې نه یوازې برتانيې یو ميلیارد ژمنه کړې ده.  داسې مرستې او سرچينې باید د افغانستان لپاره یو په زړه پورې فرصت برابر کړي،خو هغه وخت ددې هیواد له خلکو سره مرسته کېدای شي چې دا پیسې په سمه توګه مصرف شي، او ځواکمن وګړي مسوول وګڼل شي.

له ډېرې مودې راهيسې ډېرې پیسې چې د افغانانو د ژوند د ښه والي او پرمختګ په موخه په نظر کې نیول شوې وې، د ځواکمنو وګړو لخوا غلا شوې دي. له ډېرې مودې نه، موږ ټولو پر داسې موضوعګانو سترګې پټې کړي او یا مو هم په سمبولیک ډول داسې غبرګون ښودلی چې ګواګې په لوړه کچه مو د فساد پر وړاندې مبارزه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې لوړپوړي او ځواکمن چارواکي معاف شوي دي.  په افغانستان کې مې چې له هر چا سره خبري کړې دي، دا راته جوته شوې چې د دې په زړه پورې هیواد وګړي د فساد له لاسه تر پزې راغلي.

زه دا موضوع درک کولای شم. افغانستان ته د یوه ستر مرسته کوونکي هیواد په توګه، موږ هم غواړو چې دې هیواد ته زموږ ژمنې او مالي مرستې په رښتینولی سره مصرف شي تر څو د ډېرو افغان نارینه، ښځینه او ماشومانو په ژوند کې بدلونونه راشي. دا پیسې باید د کوم چا د شا جېب او یا بهرني بانکي حساب ته ولاړې نه شي، نو په دې خاطر زما هیواد برتانیې د ملي یووالي حکومت د هلو ځلو نه ملاتړ وکړ تر څو د افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي اوقضايي مرکز بنسټ کېږدي، ځکه زه باور لرم چې داسې یو مرکز افغانستان ته یو ښه چانس دی تر څو په بې ساري هلو ځلو سره، د لوړې کچې فساد پر وړاندې مبارزه وشي کوم چې ډېر وګړي اغېزمنوي.

زه ولې دومره په دې مرکز باور لرم؟ په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي اوقضايي مرکز داسې جوړ شوی تر څو له بهرنیو لاسوهنو څخه خوندي وي. ددې فزیکي موقعیت، او ساده د یو بل سره تړلې عدلي پروسه دا ستونزمنوي تر څو بې له کشف او موندنې، د بهرني نفوذ او لابې کولو تر اثر لاندې راشي. دا خپله په عدلي پروسه کې د لاسوهنې د ګواښ په کمولو کې مرسته کوي.

د فساد پر وړاندې عدلي او قضایي مرکز په عدلي او قضايي برخو کې د یو شمېر مسلکي وګړو همکاري هم له ځانه سره لري. هغوى په دقیقه توګه ارزیابي شوي او په بشپړه توګه مسلکي دي، هغوی د خپل هېواد لپاره ستر خدمت تر سره کوي. زه په دې پوهېږم ځکه چې ما په خپله د دوی له یوشمېر نارینه وو او ښځینه وو سره ناستې درلودلې دي.  زه له هغوی څخه مننه کوم ځکه چې هغوی یوه ستونزمنه دنده په مخکې لري او هغوی زموږ د ملاتړ مستحق دي.

یو شمېر خلک په دې باور دي چې د فساد پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز یوه موازي اداره ده چې د نورو ادارو کړنې په موازي توګه پرمخ بیایي او هغه سیستم او پروسې تعقیبوي چې له مخکې شتون لري. زه فکر کوم که چېرې دغه سیستمونه له کلونو راهیسې بې له کومې لاسته راوړنې شتون لري چې افغانان ترې شکایت لري نو بیا د دې وخت رارسېدلی چې په یو نوي اقدام لاس پورې شي.

ما له یو شمېر خلکو دا هم اورېدلي چې د فساد پر وړاندې عدلي او قضایي مرکز د بروکسل د کنفرانس لپاره جوړ شوی تر څو مرسته کوونکي هېوادونه تر اغېزې لاندې راولي او دا چې یاد مرکز به دوام و نه لري. څرنګه چې تاسې پوهېږئ چې بروکسل کنفرانس له پای ته رسېدو نه وروسته په دې نږدې وختونو کې د فساد پر وړاندې عدلي او قضایي مرکز له خوا لومړۍ محاکمه په ازاده او عادلانه توګه د رسنیو، مدني ټولنې او نړېوالې ټولنې  په مخکې پای ته ورسېده.

یو شمېر خلک په دې باور دي چې د فساد پر وړاندې عدلي اوقضایي مرکز به ونه شي کولاى چې د لوړې کچې فساد مخه ونیسي خو د فساد پر وړاندې د مبارزې مرکز د شنبې د ورځې محاکمه چې په پایله کې یې د لویې څارنوالۍ د څارنې پخوانی مشر تورن وپېژندل شو په ډاګه کوي چې لویه څارنوالي ژمنه ده چې د فساد پروړاندې مبارزه لومړی له ځانه شروع کړي.  د یاد مرکز له خوا د لومړنۍ محاکمې تر سره کېدل له ځانه سره دا پیغام لري چې لویه څارنوالي کولای شي یو له خپلو کارمندانو نه هم محاکمه کړي. څرنګه چې د فساد پر وړاندې عدلي او قضایي مرکز ثابته کړه چې دوی کولای چې خپلې کړنې په سمه توګه پرمخ بوځي، موږ ټول له نوموړي مرکز څخه ملاتړ کوو او سترګې په لار یو چې په راتلونکي کې په فساد ککړ نور جګپوړي وګړي هم محاکمه شي. 

موږ، تاسې او دولت پوهېږو چې په افغانستان کې د فساد مخه نیول یواځینۍ د حل لاره ده. زه په دې باور یم چې د فساد پر وړاندې عدلي او فضايي مرکز افغانستان ته یو فرصت برابروي تر څو په غوره توګه د فساد مخنیوی پیل کړي، د معافیت کلتور له منځه یوسي او د هغو سرچینو د غلا مخه ونیسي چې افغانان ورته ډېره اړتیا لري تر څو خپل هېواد ته پرمختګ ورکړي.

زه له تاسو سره ژمنه کوم څنګه چې ستاسو دولت په فساد د ککړو جګپوړو چارواکو محاکمه  پیل کړي تر څو د افغانستان له پیسو نه سمه ګټه اخیستنه وشي، نړیواله ټولنه به یاد اقدام له نږدې څخه وڅاري او له هغو کسانو څخه  به د امکان تر حده  ملاتړ وکړي چې په زړورتیا سره د فساد پر ضد مبارزه کوي. زه هیله  لرم چې له سیاسي تړاو څخه پرته به ټول افغانان په ګډه د فساد پر ضد مبارزه کې برخه واخلي، ځکه چې دا په سیاست پورې تړلې موضوع نه ، بلکې د افغانستان د راتلونکي سوال دی. 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

Toily Kurbanov is the Deputy Executive Coordinator of the United Nations Volunteers, which is administered by UNDP and deploys over 6,500 volunteers every year to support the implementation of peace and development programmes globally. Mr. Kurbavo previously served as the UNDP Country Director in Myanmar where he led strategic support to the nation’s democratic transformation.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.