ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 سوله هغه ښکلی نوم دی چې په اورېدو يې زړونو کې لارې کېږي، دا نوم په سړي داسې خوږ لګيږي لکه يو تږی لاروی چې په ټکنده غرمه کې جل وهلی ګرځي او ناڅاپه يوه يخه چينه په مخ ورشي او په خپلو لپو کې ترې يخې او رڼې اوبه را واخلي او مخکې له څښلو خپله خوشحالي حس کړي.

سوله د ژوند هغه سپېڅلی نوم دی چې پرته له دې ژوند نه کېږي او نا ممکن دی، خو د دغه نوم په خوږوالي، لذت، ښکلا، ارزښت، مينه او قدر هغه څوک پوهېږي چې جګړو ځپلي وي، ټوک ټوک شوي وي، کډوالي يې ليدلي وي، کورونه يې جګړو لوټې لوټې کړي وي او خپل خواږه دوستان يې له لاسه ورکړي وي.

بېشکه دغه خلک چې د سولې په ارزښت، ښکلا او لذت پوهېږي افغانان دي.

ولې افغانان؟؟

  په دې خاطر چې له لسيزو راهيسې د افغانانو داسې کور به نه وي چې د جنګ قرباني شوی نه وي، داسې افغان به پاتې نه وي چې د غم خبر يې غوږونه نه وي لمس کړي، داسې پښتون به پيدا نه شي چې د جګړې د باروتو لوګی يې تر پوزو نه وي رسېدلی.

جګړې د عزت څښتنان بې عزته کړل، داسې خويندې او مېندې يې سرتورې کړې چې خپل ورور هم سرتورې نه وي ليدلې، داسې پېغلې يې فقر ته کښېنولې چې چا يې ټکری هم نه و ليدلی.

داسې ټولنه چې څو نسلونه يې په جګړه کې رالوی شول، کلونه کلونه خويندې بې وروره شوې، مېندې بې زامنو شوې، ښځې بې خاونده شوې، ماشومان بې پلاره شول، خود به د سولې په ارزښت پوهېږي.

  زموږ د ټولنې خلک د سولې په ارزښتونو ښه پوهېږي، زموږ خلک په دې هم پوهېږي چې سوله د اسلاميت او انسانيت غوښتنه ده، سوله د ژوند لار ده، سوله ايمان دی، سوله کول عبادت او د خدای ج قراني حکم دی.

زموږ د هېواد خلک سولې ته تږي دي، زموږ خلکو د سولې لپاره پنځه وخته لمانځه کې خدای ج ته لاسونه لپه کړي دي، افغانانو چې له هرې لارې توانېدلي دي همدا غوښتنه يې کړې ده چې موږ سوله غواړو، همدا يې ويلي دي چې: «جنګ دې ورک شي، موږ سوله غواړو.»

زموږ خلکو پرته له شکه چې سوله غوښتې ده، خو سولې ته نه دي پرېښودل شوي، موږ دومره بدبخته خلک يو چې خپلې روغې جوړې ته مو څوک نه پرېږدي، زموږ بدبختي دا ده چې هغه کسان هم سم نه شو پېژندلی چې موږ د سولې په نوم د جګړې کندې ته ور ټېل وهي.

زموږ ستونزه دا ده چې ناپوهه يو. موږ سره له دې چې سوله پېژنو، د سولې له شيرين خوند خبر يو. دا هم منو چې سوله د خدای ج امر دی، خو تر اوسه مو په دې فکر نه دی کړی چې سوله څنګه وکړو، څنګه ممکنه ده چې سوله وشي، سوله څنګه راځي!!؟؟

له لسيزو تېرېدو وروسته، له کلونو کلونو پس، موږ هره ثانيه، هره دقيقه، هر ساعت، هره ورځ، هره شپه، هره اوونۍ، هره مياشت او هر کال سولې ته انتظار کړی دی، موږ جګړو دومره ستړي کړي يو چې د سولې نوم راباندې لکه پر زخم د ملهم پټۍ داسې لګيږي، موږ باندې د سولې نوم داسې خوږ لګيږي لکه په يو انسان چې په ژوندوني د جنت زېری وشي، نو سوله لکه د جنت زېری.

سوله رښتيا هم چې جنتي نوم دی، سوله د خدای ج له لوري لورينه ده، سوله د ايمان نښه ده، سوله د اسلاميت او انسانيت ستره غوښتنه ده.

سوله موږ هر وخت پاللې ده، زموږ په ټولنيزو ارزښتونو کې سوله لوړ مقام لري، زموږ ادب سولې ته ډېره برخه ځانګړې کړې ده، زموږ شاعرانو همېشه جګړه غندلې ده، سوله او مينه يې غوښتې ده. زموږ مذهب، زموږ دين ټوله سوله سوله ده، زموږ دودونه د سولې ښکاروندويي کوي او بالاخره موږ ټول له سولې جوړ يو.

دلته دې همېشه سوله وي، دلته دې نوره جګړه نه وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.