ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
25 May 2016 - 17:53
author avatar
25 May 2016 - 17:53

په یو هېواد کې پرمختګ هغه وخت شونی وي چې کلي یی پرمختګ وکړي د کلیو او لرې پرته سیمو پرمختګ د ټول هېواد د پرمختګ لامل ګرځي. سوېلي کوریا په نړۍ کې د دې کار تر ټولو لوی مثال دی. کوریا په ۱۹۴۵ میلادي کال کې له جاپان څخه خپلواکي واخیسته او بیا وروسته په دوه برخو ووېشل شوه، چې سوېلي او شمالی کوریاوې دي. په ۱۹۵۳ کال کې د سوېلي او شمالي کوریاوو ترمنځ جګړه وشوه، په هغه وخت کې سوېلي کوريا سخته کمزورې او شمالي په قوت کې وه. د جګړې پر مهال په میلیونونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګڼ شمېر بې کوره شول او ګڼ شمېر نور له لوږې مړه شول. د دواړو کوریاوو تر منځ کله چې جګړه پای ته ورسېده، په ۱۹۶۱ میلادي کال کې جنرال پارک هی د یوې پوځې کودتاه له لارې په سوېلي کوریا کې واک ته ورسېد.

جنرال پارک په ۱۹۶۱ کال کې د خپل هېواد سوېلي کوریا لپاره یو ۵ کلن انکشافي پلان جوړ کړ. دا نو داسې یو وخت وو چې ګاونډیو هیوادونو هر یو لکه چین او جاپان تل دا غوښتل چې دا هیواد باید زما تر تسلط لاندې وي او زه باید پرې واک ولرم، لکه دا وخت چې پاکستان، ایران او یو شمېر نور هېوادونه زموږ د هېواد افغانستان په چارو لاس وهنه کوي هغه وخت کې سوېلي کوریا هم په همدغسې یو حالت کې وه. ولسمشر پارک د خپل هېواد د ۵ کلن پلان د تطبیق لپاره په لویه کچه کمېټه جوړه کړې وه چې یو شمېر کلیدي وزیران او نور چارواکي یې غړي وو.

په دې وخت کې د سوېلي کوریا سرانه عاید ۷۹ امریکایی ډالره وو. خلکو د خوراک او ژمي لپاره ډیر کم او ابتدایی مواد درلودل او ان ځینې وخت به کېده چې ډیری خلکو به د ونو پوستکي او پاڼه خوړلې او دولت پر وړاندې سخت منفي نظریات موجود وو او هیچا هم له دولته د اسانتتیاوو توقع نه درلوده. یو څو کاله ووتل کله چې ولسمشر پارک متوجه شو ګوري، هر څه چې کوي خلک هماغسې پراته دي او هیڅ ټکان نخوري، په کلیو کې خلک له یو بل سره راټولیدل او خپل ټول وخته به یی په اپلتو او وزګاري تېراوه. په دې وخت کې د سوېلي کوریا په یوه ولایت کې طبیعي افت سیلاب راغلى و او د هغه وخت ولسمشر پارک د هغه ځای د زيانونو د معلومولو او د خلکو او سیمې د لیدو لپاره هلته تللی و.

کله چې بېرته له هغې سیمې راګرځي یوه ډیر  ښکلى او پرمختللی کلی یې په مخ کې راځي ، له موټره ښکته کیږي او د هغه سیمې مشران راغواړي او ورڅخه پوښته کوي چې د دې کلي د پرمختګ علت څه دی، هغوی ویل چې موږ کله هم حکومت ته نه ګورو چې راشې او زموږ کارونه وکړي له حکومت څخه دومره تمه لرو څومره یې چې وسه ده. موږ خپل ټول کارونه په ډله ییز ډول او له یو بل سره په همکارۍ تر سره کوو، د یو بل ستونزه خپله ګڼو، یو بل ته درناوی کوو. کله چې ولسمشر پارک له دې کلي څخه ځي ژر تر ژره د خپل هیواد ۵ کلن پلان لغوه کوي او هغه ناکام بولي او رښتیا هم چې ناکام  شوی وو. په دې وخت کې ولسمشر پارک د کلیو د پیاوړتیا پروګرام د (سمیول انډونګ ) تر نامه لاندې جوړ کړ چې موخه یې د کلیوالو لپاره ، د کلیوالیو له خوا، کلیوالو ته  وه. په لومړي پړاو کې د سوېلي کوریا حکومت له خوا هر یوه کلي ته ۳۳۵ بورۍ سمنټ او سیخ ګول ورکړل او د کلیو خلکو ته وویل شول چې لومړی تاسو د خپل کلي مشران وټاکي او دغه ساختماني مواد ستاسو دي چې د خپل کلي لپاره هر څه پرې کوئ هغه ستاسو خوښه ده.

په دې وخت کې خلک لږ لږ په حرکت راغلل او داسې ابتکارات یې وکړل چې د خپلو کلیو لپاره یې زیاتې ګټې ورسولې. له هغه وروسته حکومت داسې زمینې هر کلي ته برابرې کړې چې ابتکار به د کلیو د خلکو وي او حکومت یواځې تخنیکي همکاري او یوه ډیره کمه اندازه روپۍ ورکوي چې داسې وړې وړې پروژې تر لاس لاندې ونیسي چې وروسته عایدات ولري او د حکومت قرض پیسې هم بېرته ورکړل شي او کلیوالو ته ګټې هم ورسیږي څو کلي وغوړیږي، پرمختګ وکړي او خلک د خوشبختۍ پر لور ګام کیږدي، چې څه موده وروسته همدا کار وشو کلیوال په یو قوي حرکت راغلل. همدااوس سوېلي کوریا د اسیا او نړۍ په کچه یو پیاوړى او پرمختللی هېواد دی چې د یو شمېر نړیوالو لیکوالانو په اند دغه هېواد د ټولې نړۍ په مقایسه ګړندی پرمختګ کړی دی چې د نورو شاته پاتې هېوادونو لپاره یو ژوندی مثال دی.

دا وخت د سوېلي کوریا سرانه عاید ۲۷۰۰۰ او خالص تولیدات یی ۳۰۰۰۰ ډالره دي. د سوېلي کوریا هم د افغانستان په شان یو غرنی هېواد دی چې ۷۰ برخه یې غرونه جوړوي فصلونه هم څلور فصله لري، خو تفاوت دلته دی چې سوېلي کوریا اوبو ته لار لري او افغانستان اوبو ته لار نه لري او په وچه کې یو پروت هیواد دی. افغانستان بیا نور ستراتیژیک او جیوپولیتیکي ځانګړتیاوې لري او بل دا چې د سوېلي اسیا او منځنۍ اسیا تر منځ د یو پول حیثیت لري. سوېلي کوریا معادن نه لري موږ بیا معادن هم لرو. لنډه دا چې د سوېلي کوریا له تجربو څخه ډیره ګټه پورته کولای شو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې. په ۱۹۷۰ کې د سوېلي کوریا ټول غرونه لغړ او لوڅ وو خو اوس داسې غر هلته نشته چې شین نه وي یا ونه په کې نه وي ایښودل شوې. موږ هم یو قوي زراعتي، صنعتي او د کورنیو تولیداتو د لوړولو لپاره یو انقلاب ته اړتیا لرو چې ټول حکومت، خلک، عالمان ، مدني ټولنې، ځوانان، د ښځو ټولنې او نورې برخې له یو بل سره لاس ورکړو او یو پیاوړی، سمسور او په خپلو پښو ولاړ له احتیاجه خلاص افغانستان ولرو. په دې کار سره کولای شو چې بهرنۍ مداخلې هم بندې شي، د بهرنیانو له احتیاجه او احسان هم خلاص شو په هغه صورت سره هم دین او هم دنیا خپلولی شو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.