ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چوک ختیځ لورته لمر وهلی تور سړی ولاړ و، د اوږده واسکټ له جیب نه يې د مخابرې انتن را وتلی و، د مار ګېم چې لري هغه ټیټ ماډل ټېلیفون يې غوږ ته نیولی و، تورې نرۍ شونډې يې خوځېدلې، ملګري مې وویل شیخ همدا دی.

په روغبړ کې سره پوه شوو چې دواړه یو بل ته انتظار و، پرېکړه دا وه چې ټول باید یوځای حرکت وکړو، لار هم له شلو خطرونو ډکه وه، له همدې یوه ورځ وړاندې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې یو افغان او بهرنی خبريال د کوم نا معلوم لوري څخه په راکټ ویشتل شوي وو.

 موږ هم په ويرېدلې خندا ويل کیدای شي نن شپه  بل مهم خبر دا وي چې یو افغان خبریال او فرانسوۍ خبرياله زر خرید کلي ته پر لاره وو چې د طالبانو پر کمین ور برابر شول … !

لار قدم په قدم سختېدله، له ښاره نابلده خلک او نابلده موټر د هر چا نظر ځانته اړاوه، په هر کنډو او هره نخره کې، ګډ وډ وسله وال ولاړ و، چا پلنګي پتلون له زېړې، رنګه زېرپيرانۍ سره اغوستی و، چا د ګرمۍ له امله لوند دسمال پر ببرو ويښتانو اچولی و، ځینو هم اوږده کندوزي کالي اغوستي و.

اوس نو خپل هدفت ته نېږدې شوي وو، قوماندان یوه کور ته ګوته ونیوله ويل يې چې دلته يې دوه ځوان زامن را مړه کړل.

یوه سرای ته ننوتلوو، اربکي ملېشو خپل قومندان ولید چې له یوې سپین پوستې جګې ښځې سره یو ځای له موټره را کښته شو، ټولو په فرانسوۍ ميرمن کې چې خپله څېره یې افغاني کړې وه سترګې خښې کړې وې.

په سرای کې په مرمیو ویشتلي ځایونه او کنډ کپر لوښي پراته وو، د سرای په لوېدځه څنډه لوړ برج و عسکر يې لاندې سيل ته را کښته شوی و.

 موږ خپل وسایل چمتو کړل، قوماندان سر کوږ کړ په چپه لاس يې پټکی سم کړ: ” د کندوز په سقوط کې پنځه ورځې دلته محاصره وم، په ډيرې سختۍ مې ځان له دې ځایه و ایسته ځکه ملا سلام د کندوز نیولو ته دومره بيړه نه کوله لکه زما وژلو ته! زه له طالبانو بیل شوی قوماندان وم“.

ملا سلام د کندوز په سقوط کې د دولت پر وړاندې د جګړې رهبري کوله او د همدغه ولایت د طالبانو والي و.

دا د هغه جنګي قوماندان کیسه ده چې نېږدې یو کال وړاندې د طالبانو له لیکو را بیل او اوس يې په خپل کلي کې د پنځوسو اربکي ملېشو مشري کوله.

له موږ سره يې د سیمې د حالاتو او تشویشونو په اړه اوږده مرکه وکړله ، اخری ځواب يې دا و چې که دولت زما په اړه خپل دریځ بدل نه کړ دا به زما وروستۍ مرکه وي او زه استعفا وړاندې کوم، له دې وروسته به په کندوز ښار کې دکانداري پیل کړم.!!

شیخ زاهد وویل دوه کاله وړاندې چې ما له طالبانو سره په ښکاره کار پیل کړ، نو په لنډ وخت کې مې په کندوز کې ډيرې حکومتي پوستې تر برید لاندې را وستلې.

زاهد اوس د همغو طالبانو پر وړاندې جنګېده.

ولې شیخ زاهد له حکومت سره یو ځای شو؟

نوموړی وايي: ”په لومړي ځل چې پيښور ته وغوښتل شوم، د طالبانو د یو شمېر قوماندانانو او والي له لوري ډير وهڅول شوم، د سپيڅلي جهاد مبارکي يې را کوله، امر وشو چې مولوي صاحب ته د لارې او کورنۍ خرڅ، او ځانمرګي بریدګر چمتو کړئ.

زه بېرته خپل کلي ته راغلم  دا ځل مې یو څه جیب هم ډک و، د ټوپک له چلولو مې هم خوند اخیست.

 څو میاشتې چې تيرې شوې، بیا وغوښتل شوم، دا ځل راساً د ای ایس ای له یوه جنرال سره کینول شوم، درې ځله يې خبره تکرار کړه چې ته باید کور پېښورته راولې، ټول مصرف او هرڅه موږ در کوو، ته یواځې خپل فعالیت کوه. په دا ځل ماموریت کې ماته دوه وړانديزونه وشول، یو دا چې ویل يې ته باید ننګرهار یا کندهار ته ولاړ شې، ځانمرګي چمتو دي، یواځې دا معلوم کړه چې د هندوستان په قونسلګرۍ کې څومره افغانان کار کوي، د هرې ورانۍ امر راته وشو، لنډه دا چې له تورخم اخوا ته افغانستان وران کړه خو پاکستان ته وفادار پاتې شه.

دویم وړانديز دا و چې که کندوز ته ځې نو بیا به هلته هغه سړک چې قیر کیږي کارونه به یې ور بند کړې، دا سړک زرخرید کلي ته را غلی و چې زما د خاپوړو کلی دی، دا ځل د پاکستاني مشرانو شوم هدف سخت خپه  کړم، ما چې فکر وکړ اوس خو دې له دوی سره ژمنه کړې او دا سړک زموږ کلي ته راځي چې یوخت به زموږ بچیان هم ترې ګټه اخلي، بس تصمیم مې بدل کړ او په خپل هنر او چالاکۍ مې دواړه غاړې خوشحاله ساتلې همدا زما هلې ځلې وې چې سړک پوخ شو.

هلته ورځ تر بلې پر طالبانو فشارونه زیاتېدل، واک مو کم شو، غوښتنې مو نه منل کېدلې، هغه و چې ما هم ځان د مرګ خوله کې ور کړ، را غلم له حکومت سره یو ځای شوم، خو دلته هم دومره صداقت نشته، زه دا شپږ میاشتې د خپلو نفرو لپاره د خوراک او څښاک پیسې نه لرم، دولت وسله او خرچه نه راکوي.

په کندوز کې اربکي ملېشې ښه نوم نه لري، د ملي اردو د ۲۰ پامير فرقې یوه سرتيري په خبره چې د زکات ټولولو پر وخت اربکیان هره ورځ په خپل منځي جنګ بوخت وي د عشر په سیمو يې سره جنګ وي.

خو قوماندان شیخ زاهد بیا ځان سپينه کوتره بولي او وايي چې که زه نه وم کلی به میراث شي.

قوماندان وايي، په اربکیانو کې ډير بد خلک شته چې ان د خلکو پر ناموس هم ایله نه کوي او د ټولو اربکیانو رنګه یې بده کړې ده.

کندوز اوس بیا له یوه لوی ګواښ سره مخ دی ددغې سیمې چارواکي او عام وګړي هم د طالبانو له بیا راتګ څخه وېرېږي، چې بیا خواړه له خاورو سره ګډ نه شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.