ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
25 Nov 2015 - 18:47
author avatar
25 Nov 2015 - 18:47

 که څه هم پاکستان په لغت کې د پاکانو ځای ته ویل کېږې خو له بده مرغه په دې خاوره کې دولت د زاړه برېتانوي او مډرن امریکایي استعمار په لاس کې دی او له لومړۍ ورځې له داسې ناروغۍ سره مل و چې هېڅکله یې د خپل نامه په اندازه سپېڅلتیا خپلو خلکو، سیمې او نړۍ ته څرګنده نه کړه، بس له جوړښته تر ننه دا د اوبو او ښو ځمکو خاوره  د سمې ګټې پر ځای په کاږه لاس لومړی خو د پرتو قومونو تر منځ د سمتي، ژبني او مذهبي کرکې په شندنې د خپلمنځي جنګونو پر ډګر بدله شوې او لا د دغه اور له تاوه مسلمان اوسېدونکي یې پر اقتصادي، فرهنګي وروسته پاتوالي برسېره په (۱۹۷۱) زیږدیز کال کې د خپلې خاورې لویه برخه بنګال یا اوسنی بنګله دېش يې له لاسه ورکړ.

که چېرې د دغه ملک پر پټو سرطاني ریښو او ناروغیو نوره څېړنه ونه لرو، نو پاکستان خو یو داسې ازاد او خپلواک ملک دی چې له خپلواکۍ را په دې خوا یې اداره د نړۍ د ټولو منل شوو دودونو په عکس د دريو حکومتو، معنا ملکي حکومت، پر هغه سربېره زورور نظامي حکومت او د (ای اېس ای) د جاسوسي ادارې پر مټ د استعمار په ګټه چلول کېږی.

مطلب دا چې په دغه ملک کې قانوني ملکي حکومت د ۱۹۵۳ او ۱۹۵۶ زیږدیزو کلونو د اساسي قانون پر بنسټ څو ځلې جوړ شوی مګر کله چې استعماري ملکونو ته یې خوند نه دی ورکړی نو سمدستي د پاکستاني نظامیانو په لاس د خلګو په رایو جوړ حکومت په زور چپه شوی، پر ځای یې نظامیانو واکداري خپله کړې ده. لنډه دا چې په پاکستان کې له خپل پیدایښته تر اوسه یوازې ۲۸ کاله بې واکه په ناروغیو اخته ملکي انتخابي حکومت او پاتې ۴۰ کاله پوځیانو د انګرېز او امریکا د خوښې باداري کړې، خو په نظامیانو کې بیا جنرال ضیأالحق د پاکستان لپاره د اسلامي بنسټ پالنې پلار دی؛ نوموړي د ملک د اسلامي کیدو په پلمه لومړی د زرګونو داسې مدرسو جوړېدو ته لار پرانیسته کوم چې د افراطي نظامیانو له خوا یې څارنه او روزنه کېده او په یادو مدرسو کې لومړنی (سبق) همدا و: (کا فران) معنا د نړۍ تر نيمایي ډېر انسانان یا به اسلام مني او یا به د مسلمانانو په تور د جهاد په نتیجه کې مري.

د جنرال ضیا په واکدارۍ کې بله تل پاتې انساني، اسلامي او پاکستاني ضد کارنامه دا وه چې په پاکستان کې دننه یې د مسلمانانو له مذهبي احساساتو د ناوړې ګټې اخیستنې له کبله ډلې ډلې اسلامي اسلحې لرونکي سازمانونه جوړ، قوي او سمبال کړل. غوښتل یې وار د مخه د کفر په تور هندوستان او د دښمنۍ په نامه افغانستان د تروریستي حملو ډګر کړي. تر ډېره بریده یې دا غوښتنه یا په خپله او یا د ده د پاتې مخلصینو پر مټ عملي شوه؛ نو ځکه نن سبا پاکستان تر (دېرش) زره ډېرې د ځانمرګي نصاب لرونکې فعالې اسلامي مدرسې او لږ تر لږه (لس) پر وسلو سمبال تنظیمونه، معنا په اسلام کې نفاق اچوونکې فرقې لري چې دا هم د خارجیانو په مرسته او د ای اېس ای په اشاره دننه د شعیه، بلوڅو او عیسوی لږکیو او بهر د هغه څه پر وړاندې له وسلې کار اخلي کوم چې د دوی خوښ نه وي.

دا چې پاکستان له بنسټه د استعمار غوښتونکو په نوښت د اوږد محاله موخو لپاره جوړ شوی دی، نو ځکه په وروستیو پنځو لسیزو کې د دغه ښکلي اسلامي ملک سیاستوالو د عامو وګړو له خوښې پرته لومړی امریکایي پوځیانو ته پټ ځایونه ورکړل او بیا یې په اخیرو دریو لسیزو کې دا ملک په لوړه کچه د امپریالیستي بدنام لښکر (نړیوال تروریزم) زېږنتون، روزنتون او مېلمستون جوړ کړ.

له پورته شننو وروسته هرو مرو پر دې پوهېدلي یو که د پاکستان واکداران همدا ووایي: موږ د خپل کاږه بنسټه له امله له پاکستانیانو، ګاونډیانو او ټولې نړۍ سره د رښتیا کولو څه د رښتیا ویلو توان او اجازه هم نه لرو، دا به څه ناڅه د دوی اسلامي غرور پر ځای کړي او له بل اړخه زموږ سیاست والو ته به سپين دا ور ښکاره کړي چې پاکستان، القاعده، داعش او طالبان د هغې تورې نړیوالې پروژې څرګنده برخې دي کوم چې غواړي د پخواني ساړه جنګ پر ځای زموږ له وطنه په یوه کاږه جنګ کې برخه واخلي. زما له نظره که د یادې پروژې هرې برخې ته د سولې بلنه ورکړل شي، دوی خپل ورسپارل شوی کار ځندډولای نه شي نو ځکه د هرې ورځې وعدې یې د تېر په شان دروغ او بیا هم دروغ وي.

له دې چې تېر شو پاکستاني سیاستوال د خپل وطن له پیدایښتي نیمګړتیاوو خبر دي، نو ځکه د ګاونډیانو له لوري د خیر ښېګڼې له غږه هم ډار لري. د بېلګې په ډول که د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه یو پر بل د ورور غږ وکړي چې بېشکه وړوڼه دي، پنجاب دغه رښتینې اړیکې او له مینې ډکې خبرې ته د افغانستان له لوري دښمني وایي او که هندوستان دا رښتیا ووایي چې: د سند اوسېدونکي مهاجر نه دي؛ ځکه دا هغه مسلمانان دي چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته له اسلام سره د مینې له زوره یې په هندوستان کې خپلې مادي او معنوي اړیکې شا ته پرېیښې، پاکستان ته کډه کړې او دا ملک یې له ټولو ستونزو سره منلی، تر دې هم پورته که د ایران د بلوڅانو له خولې دا ووځي چې: د پاکستان ۴۲٪ خاوره د بلوڅو ده دا تاریخي ښتینې خبرې په نړۍ کې یوازې پاکستاني واکدارانو ته د دښمنۍ معنا لري او د دې څرګندې دښمنۍ او وېرې اثر د هغه ځای د لیډرانو په ځینو شفاهي او چاپي خپرو شوو ویناګانو کې ډېر ځلې لیدل شوی چې وایي: د افغانستان ترقي د پاکستان تباهي، له هندوستان سره دوستي له پاکستان سره دښمني ده. که چېرې دا تور ډارن تصور پر روښانه ذهن وڅېړو نو د دغو لیډرانو د ډار یوه اصلي ریښه هرو مرو دا هم ده چې سیاستوالو یې په خپل ټول عمر بې له پنجابه له نورو ټولو قومو سره د مور میرې چلند کړی دی.

د هغو ذاتي انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړې، د پنجاب په ګټه یې د هغو غږ په ستوني کې خپه کړی، هان تر دې چې هغو ته یې په خپلې مورنۍ ژبو (بلوڅي او پښتو) د لیک لوست اجازه نه ده ورکړې. د یادو قومونو پر ځمکه برسېرن او تر ځمکې لاندې هستۍ او زېرمې یې وړیا د دولتي هستۍ په نوم وړې خو د پنجاب د ځمکو حاصلات یې بیا په لوړه بیه پر دریو نورو صوبو خرڅ کړي دي. لوی ظلم یې لا دا کړی چې د بلوڅانو د ازادۍ غوښتنې کرېږي ته يې د دښمن ناره، د پښتنو حق غوښتنې ته یې افراطي نیشنلستي او سندیانو ته یې بېګانه مهاجر ویلي، پر یادو وګړو یې ډول ډول ظلمونه کړي، اوس خپل عمل ته په کتو یې پوره باور دا دی که ګاونډیان یې پرمختګ او ثبات ولري تر نورو لا د مخه که افغانستان له جنګو خلاص او پر خپلو پښو ولاړ ملک شي، هرومرو د دغه ملک ترقي او ارامي د پاکستان په لور په ځانګړي ډول ډېر ژر پر بلوڅو او پښتنو اثر کوي چې په نتیجه کې به یې پاکستان د خپلو خلګو په ګټه یا له غلامۍ خلاصېږي او یا به پاکستان یوازې د پنجاب نوم وي.

همدا وجه ده چې پاکستاني سیاستوال خپله ایماني دنده ګڼي څو ګاونډیان په تېره بیا افغانستان هېڅکله ارام ته پرې نه ږدي. پوره ۶۸ کاله شول چې پاکستاني لیډران له ګاونډیانو سره خپله دښمني په عمل کې د خپلو بادارانو په مرسته پالي، نو ځکه دا په عقل پوره خبره نه ده چې له داسې لیډرانو د ښه نیت غوښتنونکي و اوسو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمد صادق په ۱۳۳۲ لمريز کال کې د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې زېږېدلی، د لېسې له فراغت وروسته د کابل د سید جمالدین افغان له عالي دارالمعلمینه فارغ شوی او دغه راز په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغ شوى دى. صادق د کورنیو چارو په وزارت کې تر ٢٩ کاله دندې سرته رسولو وروسته له ٦ کلونو راپه دېخوا په ستره محکمه کې دنده سرته رسوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.