ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زه نن د بروکسل په غونډه کې د ۷۰ هېوادونو له مشرانو او د ٢٠ نړيوالو سازمانونو له استازو سره د افغانستان په اړه يوځاى شوم. د نړيوال بانک ډله له خپلو ګډو شريکانو سره يو ځاى له افغانانو سره د دوامدارې همکارۍ ژمنه کوي او يادې ډلې يو داسې پلان طرح کړى چې په مرسته به یې سولې او سوکالۍ ته د افغانانو هيلې تر نتیجې ورسوي.

افغانستان له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې ډېر اوږد مزل کړى او په ياده موده کې يې پر ننګونو سربېره ډېرې لاسته راوړنې هم درلودې. د خلکو د منځنۍ عمر کچه له ٤٤ کلونو ٦٠ کلونو ته لوړه شوې او دغه راز د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه شاوخوا ¾ راټيته شوې ده. اوسمهال ١٨ ميليونه افغانان ټيلېفوني خدمتونو ته لاسرسى لري، په داسې حال کې چې ياده شمېره په ٢٠٠١ زېږديز کال کې صفر وه. اوس هم ډېرې ستونزې موجودې دي، لکه څرنګه چې د افغانستان ٤٠ سلنه خلک له بې وزلۍ کړېږي او دغه راز ٧٠ سلنه نور نالوستي دي.

دغه ننګونې، د امنيتي وضعيت په خرابېدو، خپل هېواد ته د ٥،٨ ميليونه کډوالو په راستنېدو او د هېواد په داخل کې د ١،٢ ميليونه کسانو د بېځايه کېدو له امله زياتې شوې دي. شاوخوا څلور سوه زره نور افغانان چې هر کال د کارګرو پر ډله ور اضافه کېږي، دندې ته اړتيا لري. د يادو ننګونو د له منځه وړو او د افغانانو لپاره د سولې او سوکالۍ رامنځته کولو په موخه لاندني پنځه لومړيتوبونه شرح کوو.

۱- بهرنۍ مرستې، د افغانستان د راتلونکي لپاره مهمې دي؛ لکه څرنګه چې ياد هېواد به په راتلونکو کلونو کې د بهرنيانو مرستو ته سخته اړتيا ولري. له خلکو سره ډېرې مرستې او هغه ډېرې مرستې چې د حکومت د بوديجې له لارې لګول کېږي؛ ډېرې مهمې دي. اړتيا ده، چې دغه مرستې عامه پانګونه له مالي اړخه تامين کړي او افغانستان ته د اوږدمهال اقتصادي پرمختګ پر لوري حرکت ورکړي. دغه راز ياد ملاتړ د خلکو د ژوند سټنډرډونه ښه کولى شي، د بېوزلۍ کچه راټيټه او د هېواد عوايد زيات کړي، څو د وخت په تېرېدو سره افغانان په بشپړه توګه پر خپلو پښو ودرېږي. د افغانستان د پرمختګ لرليد به له پانګونې پرته محدود پاتې شي او د جګړې د خطرونو کچه به لوړه شي.

۲- د افغانستان راتلونکې په کرنې، د خلکو د ظرفيت جوړونې لپاره پر پانګونې او د کارګرانو د وړتیا پر لوړونې او د هغو پر سنبالولو ولاړ دى. ٦١ سلنه افغانان خپل عوايد له کرنې ترلاسه کوي. د کرنې توليداتو ښه والى، د عوايدو د ښه والي او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره يوه اغېزناک لار ده.

د پوهنې په سکټور کې پانګونه هم د سټراټېژۍ جوړولو لپاره حياتي رول لري؛ کله چې ډېرى خلک نا لوستي او ٣ ميليون ماشومان ښوونځيو ته له لاسرسي محروم وي، هر اړخيزه وده او پرمختګ ناممکن دي، په هر حال، له کوربه هېوادونو سره د قانوني کډوالۍ د هوکړه ليکونو لاسليک، د دې لپاره چې کډوال وکولى شي د دندو له لارې خپل رقابتي حقونه ترلاسه کړي، د کار پر بازار د فشار کچه راټيټولی شي، دغه کار به وکولى شي د پيسو حوالې کچه زياته کړي او له هغې ناهيلۍ چۍ له وسله والو ډلو سره د ځوانانو د يو ځاى کېدو په اړه ده، مخنيوى وکړي.

۳- د کانونو او هايدرو کاربنونو (تېل او ګاز) راسپړل بايد حقيقي بڼه غوره کړي. کرنه د پرمختګ لامل ګرځېدلى شي او په دغه کار سره خلکو ته روزګار پيدا کېږي، خو يوازې د اسختراج او راسپړنې صنعت کولاى شي چې د حکومت عوايد په کافي اندازه لوړ کړي او دغه راز د هېواد د صادراتو کچه هم ورسره لوړېږي، څو له دې لارې وکولى شي چې په بهرنيو مرستو کې ممکنه کمښت جبران کړي. د راسپړنې او استخراج پر صنعت حاکميت له جدي ګواښ سره مخ دى، خو دغه کار بيا د نړيوالې ټولنې په همکارۍ او ملاتړ په ښه توګه مديريت کېدلى شي.

۴- له ګاونډيو هېوادونو سره سيمه ييزې همغږۍ ته بايد ډېره پاملرنه وشي؛ د سيمې هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو پراختيا کولی شي د سيمه ييزې انرژۍ د لېږد رالېږد سوداګرۍ د پياوړتيا لامل شي او د کرنې او کاني توليداتو د صادراتو فرصتونه رامنځته کړي.

پر دې سربېره د سيمې په کچه د انرژۍ د لېږد- رالېږد سوداګري او د سيمې تر منځ د معلوماتي ټيکنالوجۍ يو ځاى کول؛ د حکومت د عوايدو کچه لوړولى شي. د کانونو د راسپړنې او کورنيو توليداتو لپاره د کرنې سکټور په ګډون د توليد مهمو سکټورونو ته بايد لومړيتوب ورکړل شي.

۵- په پاى کې کېداى شي په افغانستان کې د زيان اوښتو حالت دوام ولري؛ د امنيتي بنسټونو کمزورتيا او له تاوتريخوالي ډکې جګړې په لنډه موده کې د حل وړ نه دي، خو خصوصي سکټور پر دې ننګونو سربېره هم پانګونه کولاى شي او د اقتصادي ښه والي په برخه کې به اغېزناکې پايلې ولري.

د ټولنيزو انتقالاتو او لېږدونو په برخه کې پانګونه، له اوږدمهالو خطرونو څخه د کورنيو د ساتنې، طبيعي پېښو او  تاوتريخوالي لپاره ممکنه لارې چارې او ځوابونه دي. د انتقالاتو پر پروګرام پانګونه هر کال نږدې ٢٥٠ ميليونه ډالره لګښت ته اړتيا لري چې دغه کار د هېواد د پنځه سلنه نفوس تر خپل پوښښ لاندې راوستلى شي او د بېوزلۍ ستونزه تر يوه بریده هواره کړي. سوکالۍ او ارامۍ ته د افغانانو لاسرسى ممکن يوه اوږده لاره وي، خو اوس زموږ لپاره دا يو مناسب وخت دى، څو افغانستان ته يادو موخو ته د لاسرسي لپاره حرکت ورکړو.

نړيواله ټولنه له همدې امله په پام کې لري، څو له افغانستان څخه د پيسو د ملاتړ کچه لوړه کړي او خپل امکانات او شرایط د ګواښونو لپاره بېل او چمتو کړي او ډاډ ورکوي چې بهرني او کورني پانګوال د هېواد پر ناسم حالت سربېره هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوي.

موږ له دې ټولو ننګونو سره- سره بيا هم له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو، څو دوى په راتلونکي کې پر خپلو پښو ودرېږي او د خپلو ځانونو لپاره سوکاله او له سولې ډک ژوند چمتو او برابر کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.