ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
24 Mar 2017 - 15:11
author avatar
24 Mar 2017 - 15:11

پوره دوه نيم کاله منتظر پاتې شوو چې نن يا سبا به حکومت، په ځانګړي توګه ولسمشر له ملت سره کړو ژمنو ته د عمل جامه ور واغوندي او پر بې ‌شمېره ټپونو به يې د مرهم پټۍ کېږدي؛ خو له بده مرغه ډېری مسايل د صعودي مزل پر ځای په ډېرې چټکۍ سره مخ پر ځوړ روان دي او د هېواد ملکي او نظامي حالات ورځ تر بلې د بدتر کېدو (خرابېدو) او ترينګلي کېدو پر لور درومي.

مناسبه مې نه بلله چې ولسمشر ته په مستقيم ډول د انتقاد ګوته ونيسم او ځينې سترې او جدې نېمګړتياوې او نه ترسره شوې ژمنې يې مخ ته کېږدم؛ خو لږ تر لږه د يو افغان ځوان په توګه، چې د هېواد ډېری ملي مسايل په دقت سره څارم او هره  ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه له سلګونو تنو بې‌وزلو او دردېدلو افغانانو سره ګورم او پر هغوی د تحميل شويو ستونزو او له تصوره لوړو ظلمونو ځورونکي کيسې اورم؛ نو مجبور شوم او دا مې خپل ملي مسووليت وباله چې د ملت درد، فرياد او غوښتنه د دولت د لومړۍ درجه مسوول (ولسمشر) په ادرس بيان کړم.

نن په داسې حال کې د نظام او بې کفايته چارواکو بنسټيزې او تباه کوونکې ستونزې د ولسمشر مخ ته ږدم  چې له بده مرغه ولسمشر په خپله هم ملت ته د څه نه لرلو او د تېرو ژمنو د نه ترسره کېدا له امله د نوي ښوونيز کال د پيل له مراسمو څخه پټ شو او پر ځای يې دويم مرستيال د نوي ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.

ولسمشر د ۱۳۹۵ ل کال په پيل کې خپله حکومتي ناکامي او بې کفايتي په خپله اعلان کړې وه او هغه مهال يې ژمنه وکړه، چې خپلې تېرې نېمګړتياوې به تلافي کړي؛ خو له بده مرغه سږ کال یې په دې خاطر له ملت سره د مخامخ کېدو جرئت له لاسه ورکړى چې نه يوازې تېرې ستونزې يې حل نه کړې، بلکې حالات نور هم خراب او ستونزې ډېرې شوې دي.

همدا اوس دوولس سوه (۱۲۰۰) ښوونځي د وسله والو مخالفينو او حکومتي مافيايي کړيو له لوري د ملت د مظلومو بچيانو پر مخ تړلي دي. کابو درې نيم ميليونه (۳۵۰۰۰۰۰) افغان ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي. د پوهنې نوی را زرغون شوی نظام د نامقدسه سياسي معاملو، سليقوي امتياز ورکولو او بې کفايته مسوولينو د ګومارنو په قيمار کې له کمي او کيفي اړخه له سقوط سره مخ دی.

ولسمشر د کار پر ځای بې تدبيره ژمنې کوي، مديريتي او رهبريتي ځانګړنې يې خورا ضعيفې او نا هیلې کوونکې دي. يوازې د يو تکړه ويناوال په توګه ښه تقريرونه کوي؛ خو د هېڅ ژمنې او ترسره شوي عمل ملموسه او مثبته پايله يې نه تر سترګو کېږي او وعدې يې په مراتبو تر عمل ډېرې او لوړې دي.

 ولسمشر په دوه نيمو کلونو کې په دې و نه توانيد چې لږ تر لږه خپله کابينه بشپړه کړي. اوس هم لس وزيران قانوناً شتون نه لري او د پارلمان قانوني موده پای ته رسېدلې ده. ولسمشر نه خپل پخوانی ګوډ او مات ټيم وساتلی شو او نه يې کوم نوی پياوړی او متعهد کاري ټيم جوړ کړای شو او نه يې خپل متعهد ملګري وپېژندل او نه  له هغوی سره صادقانه برخورد کوي؛ بلکې له خپلو همفکره ملګرو سره په چل او فريب کې روان دی او…

په نظام او دولتدارۍ کې له يوې خوا ولسمشر د دې پر ځای چې پر مهمو او حياتي مسايلو فکر وکړي، په ډېرو وړو وړو تخنيکي او اداري مسايلو بوخت دی او خپل وخت پرې ضايع کوي او له بلې خوا يې ډېری وزيران او دولتي چارواکي د دې کفايت او درايت نه لري چې مهمو او ستراتيژيکو مسايلو ته پام وکړي او سرته يې ورسوي؛همدا علت دی چې د منظم او سيستماتيک ستر فساد لپاره زمينه برابره شوې ده، د ملت او نظام ترمنځ او همدارنګه په خپله د ولسمشر د موجوده تش په نوم کاري ټيم ترمنځ اعتماد او باور صفر ته رسېدلی او نظام ورځ تر بلې د ملت ملاتړ له لاسه ورکوي؛ خو بيا هم دا يا د ملت دروندوالی او زغم دی او يا يې هم بې وسې ده چې د دې ډول فاسدو او بې کفايته چارواکو پر وړاندې بغاوت نه کوي.

د ولسمشر د تېرې ورځې په نظامي ناسته کې د هر ښايسته ځوان او افغان سرتيري په څېره کې د هېوادپالنې، ملي غرور، زړورتيا او لوړې روحيې نښې نښانې لېدلې کېدې؛ خو بدبختانه دفاعي او امنيتي سکتورونه مو په تېر کال کې د مشخصو ډلو ټپلو او مافيايي حلقاتو په ځالو بدل شول. مديريتي ضعف، بې کفايتي او ډول ډول فساد خپل نهايي حد ته ورسېد. د امنيتي او دفاعي بنسټونو مطلق اکثريت چارواکو خپل مسووليتونه او وظايف هېر کړي دي.ځينې يې په مافيايي سوداګرۍ بوخت دي؛ ځینې يې په مالي او اخلاقي فساد ککړ دي او ځينې نور بيا په سياسي سرمايه ګذاريو او د خپلو شخصي بنسټونو په تقويه کولو بوخت دي. د غريب او بې چاره عسکر (سرتيري) له معاش، ډوډۍ، البسې او ان نظامي تجهيزاتو او وسلو څخه غلا کېږي.

د زور واکو ۲۵ کلنو او ۳۰ کلنو ځوانانو ته، چې يوه يوه ورځ يې هم د محاربې ډګر نه دی لېدلى د جنرالۍ رتبې ډالۍ کېږي. مسلکي او په کارپوه نظامي کادرونه د بې سواده او بې کفايته ماشومانو مادونان شول. د چارواکو زامن په کورونو کې د کال څلور رتبې او ترفيع اخلي، خو د بې واسطې کونډې مور زوی پوره لس کاله په هلمند، بدخشان او پکتيکا کې په سختو شرايطو کې له ملي نواميسو دفاع کوي، مګر بيا هم له ډېری حقوقو بې برخې وي او کله نا کله خو د شهيدانو جسدونه په اوونۍ اوونۍ په دښتو کې لمر او بارانونو ته پراته وي.  تر ټولو خطرناکه او د اندېښنې وړ دا چې پر مظلومو افغانانو تپل شوې جګړې نوي ابعاد، نوي لوبغاړي او نوي کارلوښي پيدا کړل او کله ناکله په دې هکله عجيب او غريب شکونه او نيوکې زمزمه کېږي. د سنګين سقوط  يو بل شرم دی چې د نظامي چارواکو د بې کفايتۍ او ضعيف مديريت له امله د حکومت پر ټنډه را وځړيد او دردوونکی پيغام يې ملت ته وړاندې کړ.

دلته پر پارلمان په تېره بيا د پارلمان پر صادقو غړو غږ کوم چې په حکومت کې د فساد د مخنيوي لپاره لاس په کار شي؛ د حکومت فاسد چارواکي سلب صلاحيت او په مجموع کې پر حکومت خپل نظارت قوي کړي.

دا چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې د حکومت د ارزيابۍ پایله خورا ټيټه او ناهيلي کوونکې ده، نو د يو افغان او د نظام د خواخوږي په توګه، ولسمشر ته مشوره ورکوم، چې:

اصلاحات له خپل ځان او خپل دفتر څخه پيل کړي.

 خپل مشاورين له کميشنکاريو او ډول ډول فسادونو څخه را وګرځوي

خپلو ځينو صادقو او په کارپوه مشاورينو ته د دې جرئت ورکړي، چې د ملت غږ تر ده او د ده ځواب تر ملته ورسوي  

يوازې پر بې تجربې او کم سنه غرب کې روزل شويو ځوانانو اتکا‌ء ونه کړي؛بلکې د هغوی تر څنګ د پياوړو او متجربو سپين ږيرو له کاري وړتياوو څخه هم ګټه واخلي؛ ځکه دا يوه عنعنوي ټولنه ده او يوازې د هېواد له ټولنيزو حالاتو څخه په بې ‌خبره اروپايي محصلانو باندې نه ابادېږي.

د پارلماني ټاکنو ترسره کېدو ته هر اړخیزه تابيا ونيسي  

د برېښنانيي پېژندپاڼو د تخنيکي چارو او نورو ملي پروسو په هکله قاطع او مناسب دريځ غوره او تطبيق کړي.

د ملت او دولت ترمنځ د له منځه تللي اعتماد او باور رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

د خپلو کارونو قضاوت په خپله ونه کړي، بلکې پرېږدي چې ملت قضاوت وکړي او دى فقط د ملت رښتينی غږ واوري.

په پای کې له درانه ملت څخه غوښتنه کوم،چې د خپلو حقوقو د تأمين او په نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو په موخه له قانوني او مدني لارو څخه پر حکومت فشار واچوي او تر دې ډېر د ژوند شرایط په ځان تنګ نه کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.