ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
4 Jun 2017 - 17:32
author avatar
4 Jun 2017 - 17:32

په کابل ښار کې د ايمرجنسي د روغتون مخې ته د لسګونو ميندو د ژړا ترڅنګ د يوې مور ژړا ته لږ تم شوم، خو ژړا يې دومره تاثير ناکه وه چې پېښو مې سستي پيل کړه، پر سترګو مې توره سياهي راتله او زړه مې وران وران کېده، دغې مور  خپل زوى د چهارشنبې په پېښه کې له لاسه ورکړى و او د شهيدانو په لېست کې يې د زوى په نوم ګوته ايښې وه او لېست يې نورو ته نه ورکاوه، کله به يې دغه کاغذي لېست زړه ته يوړ او کله به يې مخ ته ونيو، بيا به يې د زوى نوم واخيست او له ژړا به ورانه شوه، نورو کسانو به پرې غږ کړو مورې! 

دا کاغذ راکړه چې مو هم د خپلو شهيدان نوم په کې پيدا کړو.

هغې په ژړا کې ويل نه يې درکوم په دې کاغذ کې زما د زوى نوم دى، زما زوى ستاسو د شهيدانو په څېر نه دى، سهار يې له کوره د بوټونو د رنګولو لرګينه صندوقچه غاړه کې واچوله، راته يې ويل چې مورې که نن مې د سړک پرغاړه  د ډيرو لارويانو بوټونه رنګ کړل، نو تا او خويندو ته به مې ماښام ته يوچارک هندواڼه راوړم او دا پنځم روژه ماتي کې به له خيره هندواڼه وخورو! خير که مې پلار مړى دى زه خو درته شته يم، غم ونه کړئ چې يوځل شپاړلس کلن شم بيا به مو له هر ډول احتياجۍ خلاص کړم.

بيا دې مور د روغتون مخې ته د ولاړو سلګونو کسانو په منځ کې کريغې کړې او نور نو څوک نه ليدل کېدل چې نه به يې ورته ژړل.

په دې وخت کې د روغتون يو موظف کس راغى او له دې مور څخه يې د شهيدانو لېست واخيست يوه بل کس ته يې ورکړ او دغه مور يې روغتون ته د زوى د جسد د ورسپارلو په موخه دننه کړه.           

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمد حکيم بشارت د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو قريه کې زېږېدلى، د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په پښـتو څانګه کې يې د ليسانس او ماسټري تر کچې لوړې زده کړې کړې دي ،درې چاپ شوي اثار لري. نوموړي له يو شمېر دولتي او ازادو رسنيو سره د خبريال او ايډيتور په توګه کار کړى او له ٢٠٠٤کال راهيسې تراوسه له پژواک خبري اژانس سره د خبريال او ايډيټور په توګه دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.