د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ
د نيمروز په درېيو ولسواليو محکمې فعالې شوې زرنج (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د نيمروز په درېيو ولسواليو کې له ٢٤ کلونو وروسته د قضاتو په استولو سره محکمې فعالې شوې.
مهترلام-ترينکوټ (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۱): چارواکي وايي، چې د لغمان په مهترلام کې ناپېژانده وسلوالو دوه ملکي وګړي وژلي او يو يې ټپي کړى، بلخوا په اروزګان کې هم شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د امريکا د شيکاګو په ښار کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو سرمشريزه او د افغانستان پر مسايلو يې بحث نن بيا هم د کابل چاپ ورځپاڼو د سرمقالو غټ سرټکي دي او هرې ورځپاڼې په دې اړه له خپل ليدلوري څخه تبصرې کړې دي.
خوست ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې په خوست کې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره د ملکيت پر سر جګړه پيل شوې ده.
شيکاګو (پژواک ٣١ غويى ۹۱): د پاکستان ولسمشر د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړ او له امريکا يې وغوښتل چې په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي.
شیکاګو ( پژواک ۳۱ غویی ۹۱ ) : د شیکاګو کانفرانس په حاشیه کې د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو پخپله لیدنه کې ټرانزیټ تړون ترمنځني اسیا هیوادونو پورې پر غځولو موافقه وکړه.
شيکاګو (پژواک ۳۱ غويی ۹۱) : ولسمشر حامد کرزي او لومړۍ وزيرې جوليا ګيلارډ د افغانستان او اسټراليا ترمنځ د ستراتيژکو اړيکو سند لاسليک کړ.