د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ
کندهار ښار (پژواک ٣٠ غويى ٩١): د کندهار ولايت چارواکو په داسې حال کې دې ولايت ته پر ځانګړې شوې پرمختيايي بودجې بحث وکړ، چې د نورو ولايتونو په پرتله ډېره کمه ده.
کلات (پژواک ٣٠ غويى ٩١): د زابل په مرکز کلات کې خصوصي پوهنتون جوړيږي،چې د څلورو پوهنځيو په لرلو سره به محصلينو ته وړيا زده کړې ورکوي.
کابل (پژواک ٢٧ غويى ٩١): د افغان - اروپا کولتوري او بشردوستانه نړيوال بنسټ، کابل ښاروال محمديونس نواندېش ته د "نوښتګر او فعال ښاروال" لقب ورکړ.
جلال اباد ښار (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د فوايد عامې وزارت له خوا د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د يو لوى استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې.
ميدان ښار (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د ميدان وردګو د کليو د پراختيا رييس وايي، چې په روان کال کې يې ۳۲۱ بېلابېلې پروژې پيل کړې دي.
ګردېز (پژواک ١٩غويى ٩١): د پکتيا والي وايي، په دې ولايت کې د سړکونو او بيارغونې پروژو چارې په ټپه ولاړې دي؛ خو د فوايد عامې وزير ژمنه وکړه چې په درېيو کلونو کې به په دې ولايت کې ۲۰۰ کيلوم
ترينکوټ-کندهار ښار (پژواک ١٦ غويى ۹۱): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې ۴،۵ کيلومتره سړک قير او نن رسماً ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
شبرغان ( پژواک١٥ غويى ٩١): په جوزجان ولايت کې ٥٠٠ نجونې زده کونکې،چې تر خېمو لاندې يې لوست کاوه، د يو ښوونځي په پرانېستلوسره له ټولګيو څخه برخمنې شوې.
جلال اباد (پژواک ١٤ غويى ٩١): د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ نوې ودانۍ د غبرګولي په ١٤مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ګردېز (پژواک ١٢ غويى ۹۱): د پکتيا د فوايد عامې رييس وايي، چې د ګردېز-خوست او ګردېز-غزني تر منځ د غځېدلو لارو چارې د مرستندويه موسسو او قرارداديانو تر منځ د نامعلومه ستونزو له کبله په ټپه ولاړې دي.