د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ
جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د مجاهدينو د بريا د شلمې کاليزې په وياړ د ولسمشر د ١٦مې ګڼې فرمان له مخې د ننګرهار له محبس څخه ٢٨ بنديان ازاد او د ٢٥٠ نورو بنديانو د بند موده کمه شوه.
باميان ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): په دايکنډي ولايت کې د افغان ملت ګوند رييس، چې د ځينو جهادي قوماندانانو له خوا په مرګ د ګواښل کېدو په اعتراض يې خپله خوله ګنډلې وه، خپل اعتصاب پاى ته ورساوه.
د نيمروز په درېيو ولسواليو محکمې فعالې شوې زرنج (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د نيمروز په درېيو ولسواليو کې له ٢٤ کلونو وروسته د قضاتو په استولو سره محکمې فعالې شوې.
غزني ښار (پژواک ١غبرګولى۹۱): د غزني د اندړو ولسوالۍ خلکو په دغې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د نښتو راپورونه رد کړل او وايي، چې دوى د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅېدلي دي.
مهترلام-ترينکوټ (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۱): چارواکي وايي، چې د لغمان په مهترلام کې ناپېژانده وسلوالو دوه ملکي وګړي وژلي او يو يې ټپي کړى، بلخوا په اروزګان کې هم شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلات (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): چارواکي وايي، چې د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماين په چاودنه کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ پنځه ساتونکي وژل شوي دي.
خوست ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې په خوست کې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره د ملکيت پر سر جګړه پيل شوې ده.
شيکاګو (پژواک ۳۱ غويی ٩١): د ناټو عمومي منشي وايي، دوی له افغانستان څخه د وتلو لپاره بېړه نه لري او خپل ماموريت ته به د ټاکل شوي مهالوېش له مخې دوام ورکړي.
کندهار ښار (پژواک ٣١ غويى ٩١): د ناټو د سرمشريزې د پيل په درشل کې په کندهار ښار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي، خلک له دغو تدابيرو چې له امله يې د دې ښار بڼه بدله شوې، خوښ دي.
کابل ښار (پژواک ٣١ غويى ٩١): د نشه يي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ١١تنه له درې نيمو کلونو څخه تر ٢٠ کلونو پورې په بند