د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ
جلال اباد ( پژواک ٣١ غويى ٩١): د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې ٢١ جريبه ځمکه دکرکټ لوبغالي د جوړېدو په موخه کرکټ بورډ ته ورکړل شوه.
کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): پخوانى اسټراليايي لوبغاړى جيوف لاوسن د افغانستان د نولس کلنې ملي لوبډلې لپاره لنډمهالى روزونکی وټاکل شو.
کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنيز کمېسيون له خوا د ځوانانو د کرکټ اسيايي سياليو لپاره د ١٩کلنو د ملي لوبډلې لپاره ١٨غوره لوبغاړي اعلان کړل.
جلال اباد (پژواک ٢٤ غويى ٩١): په جلال اباد ښار کې د کرکټ د څلورو لوبډلو ترمنځ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې، چې د ننګرهار تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه په ټوله نړۍ کې ښودل کېږي.
کابل ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩١): د هېواد د تکواندو ملي ټيم په اسيايي لوبو کې درې د سپينو زرو او پنځه د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
کابل ( پژواک ٢٢ غويى ٩١ ) : د افغان ځوانانو د کرکټ د ملاتړ ادارې (AYCSO ) د افغان کنکشن په مالي ملاتړ په کاپيسا او غزني ولايتونو کې د کرکټ سل تنکي لوبغاړي وروزل.
کابل ښار ( پژواک ٢٠ غويى ٩١): د افغانستان د پاورلفټينګ ملي لوبډلې د سرو او سپينو زرو د ٣٦ مډالونو په ترلاسه کولو سره د اسيايي سياليو اتلولي خپله کړه.
کابل ښار (پژواک ٢٠ غويى ٩١): يوسف سخي د بدن د ښکلا د ملي ټيم په ټاکنيزو سياليو کې، چې د ٢٨ ولايتونو په ګډون د المپيک په ملي کمېټۀ کې ترسره شوې، د روان کال د ((اقاى عضلات)) لقب ترلاسه کړ.<
جلال اباد (پژواک ١٧ غويى ٩١): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د کرکټ لوبغالي د جوړولو چارې پيل شوې.
کابل-جلال اباد (پژواک ١٧ غويى ٩١): د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د ټاکلو په موخه د ننګرهار په نړيوال کرکټ لوبغالي کی روزنيز کمپ پيلېږي.