وروستي خبرونه

    پاکستان

    امنیت او جرمونه

    پر کونړ د پاکستان په توغندويي بريدونو کې څلور تنه ټپيان شوي

    اسعد اباد (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې د پاکستان د پوځ له خوا يو ځل بيا پر درېيو سرحدي ولسواليو ١١٠ توغندي توغول شوي، چې له امله يې څلور تنه ټپيان شوي دي.



    حكومت

    "د افغانستان په اړه د پاکستان په بهرنۍ تګلاره کې بدلون ناشونى دى"

    کابل (پژواک ٢١ غويى ٩٢): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي په دې اند دي چې په پاکستان کې د نوي رامنځته کېدونکي ملکي حکومت سره به د افغانستان په اړه د دغه هېواد په بهرنۍ تګلاره کې بدلون رانه شي.



    حكومت

    د پاکستان د پخواني لومړي وزير زوى وتښتول شو

    اسلام اباد (پژواک ١٩ غويى ٩٢):  د پاکستان د پخواني لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني زوى د ټاکنيز کمپاين پر مهال د نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول شو.



    امنیت او جرمونه

    وسله والو د پاکستاني ځواکونو په مرسته د شملزو پر سرحدي پوستو بريدونه کړي

    کندهار (پژواک ١٨ غويى ٩٢): امنيتي سرچينې وايي، چې د ډيورنډ کرښې څېرمه د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د پولې له هغې غاړې پر سرحدي پوستو بريدونه شوي، چې نږدې يو ساعت يې دوام درلود.



    امنیت او جرمونه

    د مولانا فضل الرحمن پر ټاکنيز کمپاين بريد کې نږدې ٥٠ تنه مړه او ټپيان شول

    اسلام اباد ( پژواک ١٧ غويى ٩٢ ) : د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعيت علماء اسلام پر ټاکنيز کمپاين د ځانمرګي بريد له امله نږدې ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



    حكومت

    "ډيورنډ جبري کرښه ده، خو په اوسنيو حالاتو کې يې چېړل نه دي په کار"

    اسلام اباد (پژواک ١٧ غويى ٩٢): يو شمېر پاکستاني ملتپال سياستوال د ډيورنډ کرښه يو حقيقت مني، خو زياتوي ، چې په اوسنيو حالاتو کې بايد دا موضوع رابرسېره نه شي.



    امنیت او جرمونه

    د کورمې پر ټاکنيز کمپاين چاودنه کې ٨٥ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

    اسلام اباد  ( پژواک ١٦ غويى ٩٢ ) : په قبايلي سيمې کورمه ايجنسۍ کې د جمعيت علماء اسلام په نامه ديوه مذهبي ګوند د ټاکنيز کمپاين پر غونډې چاودنه کې ٨٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



    حكومت

    پاکستان وايي د ډيورنډ معضله هواره شوې ده

    اسلام اباد (پژواک ١٦ غويى ٩٢): پاکستان د ډيورنډ کرښې په اړه د ولسمشر حامد کرزي د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې د دې کرښې مسئله هواره شوې ده.



    حكومت

    پاکستان د بروکسل درې اړخيزه غونډه ګټور وبلله

    اسلام اباد (پژواک ٥ غويى ٩٢): پاکستان وايي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ‌ په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو کې ګډه همکاري د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړلى شي.



    حكومت,فيچرونه

    افغانستان د پاکستاني ګوندونو په ټاکنيزو تګلارو کې

    اسلام اباد-کابل (پژواک ٢ غويى ٩٢): د پاکستان يو شمېر سياسي ګوندونو د دغه هېواد د راتلونکو ټولټاکنو لپاره په اعلان کړو خپلو تګلارو کې له افغانستان سره د ښو اړيکو پر پراخوالي ټينګار کړى، خو ځينو بيا افغانستان هېڅ ياد کړى نه دى.