china wholesale
د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ
کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): د کابل پوهنتونونو سلګونو محصلينو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د تصويب پر ضد لاريون وکړ او د دې قانون د لغوه کېدو غوښتونکي شول.
کابل ( پژواک ٣١ غويى ٩٢) : دکابل پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلينو د نه خوړو اعتصاب د دويمې ورځې لپاره هم ادامه لري .
کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت که څه هم د ځانمرګو بريدونو په اړه اندېښنه څرګندوي، خو وايي چې وسله وال طالبان کوم ستراتيژيک ګواښ نه شي کېداى، چې د امنيتي مسووليتونو لېږد او د ټولټاکنو
کابل (پژواک ٣١ غويى٩٢): که څه هم چارواکي د نشه يانو د درملنې په برخه کې د بوديجې له کموالي سر ټکوي، خو وايي چې په څلورو کلونو کې به د نشه يانو د درملنې سلنه له نږدې شپږو څخه ٤٨ ته لوړه شي.
کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځي يو شمېر محصلينو پر دوو استادانو د اعتراض له امله د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه راټول شوي او وايي، چې ١١٠ تنو يې د نه خوړو اعتصاب کړى دى.
کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): مشرانو جرګې د کابل په شاه شهيد سيمه کې شوى ځانمرګى بريد وغانده او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د دا ډول بريدونو د مخنيوي لپاره اړين او کلک تدابير ونيسي.
کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول نن د عمان له پلازمېنې مسقط څخه د لېدنې پر مهال د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا او د مناسباتو ټينګښت په اړه خبرې وکړې.
کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): ملي دفاع وزارت د روسيې له خوا افغانستان ته د ١٢ پوځي چورلکو د ورکړې هرکلى وکړ.
کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): د افغانستان د کانونو وزير وايي، چې د راتلونکې مياشتې تر وروستيو به د کانونو په بېلابېلو برخو کې پنځه يا شپږ لوى تړونونه لاسليک شي.
کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): د ناټو سازمان سرمنشي وايي، چې له افغانستان څخه د دوى ولسونو ته متوجه ګواښ کم شوى او په دغه هېواد کې يې ريښتيني پرمختګونه کړي دي.