china wholesale
د ولسي جرګې ټاکنې ١٣٨٩
پژواک ستاسو له خوا د خبر شريکولو هرکلى کوي، خبري موضوع ددې ځاى په کېکاږلو سره شریکه کړﺉ
کندوز –بغلان ( پژواک ٩ غويى ٩٢) : ددشت ارچي ولسوال وايي ، چې له پاکستان څخه د دولت شپېته وسله وال مخالفين دغې ولسوالۍ ته راننوتي او يوتن يې د ايساف اوحکومتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى .
کندوز ښار ( پژواک ٦ غويى ٩٢ ) : د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پنځه سيمه ييز پوليس له تر مسمومېدو وروسته وژل شوي دي.
کندوز (پژواک ٥ غويى ٩٢): د امنيتي مسووليتونو د لېږد کمېسيون مشر وايي، چې افغان ځواکونو د جګړې وړتيا لري، خو له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په هوايي برخه کې د ناټو مرستې ته جدي اړتيا لري.
کندوز (پژواک ٢٠ ورى ٩٢): د کندوز امنيتي چارواکو د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په تور، د لسو تنو د نيولو خبر ورکړ.
کندوز (پژواک ٢٧ کب ٩١): د کندوز د کار او ټولنيزو چارو رياست مخې ته معلولينو او معيوبينو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې له اداري فساد څخه شکايت وکړ او د دې ادارې د چارواکو د لرې کولو غوښتنه يې کوله.
څلورم تعقيب - کندوز (پژواک ٢٤ کب ٩١): د کندوز په ځانمرګي بريد کې د ولسي جرګې د رييس د پلار او ورور په ګډون د وژل شوو شمېر ١١ تنو ته ورسېد.
درېيم تعقيب: کندوز (پژواک، ٢٣ کب ٩١): د کندوز چارواکي وايي، د دې ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد په پايله کې د ولسي جرګې د رييس د پلار او ورور په ګډون ٦ تنه ووژل شول.
کندوز ښار (پژواک، ١٥ کب ٩١): د کندوز امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې د ايساف په هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يو ماهر ووژل شو.
کندز (پژواک ١٥ کب ٩١): وروسته له هغه، چې پژواک خبري اژانس په کندوز ښار کې د غلاوو د ډېرېدو په اړه د کندوز ښاريانو او هټۍ والو شکايتونه خپاره کړل، پوليسو يې په تړاو اته تنه نيولي دي.
کندز(پژواک،٥ حوت۹۱): سه پوليس نظم عامه، بر اثر انفجارى که امروز در ولايت کندز رخ داد، جراحت برداشت.