وروستي خبرونه

    کډوال

    سوداګري او اقتصاد,کډوالي

    امريکا مېشتو افغانانو له وزيرستاني کډوالو سره مرسته وکړه

    خوست (پژواک ٤ زمرى٩٣): يو شمېر امريکا مېشتو افغانانو په خوست کې د شمالي وزيرستان له لسګونه کډوالو کورنيو سره د کوچني اختر په مناسبت د خوراکي توکو مرسته وکړه.



    کډوالي

    وزيرستاني کډوال خوراکي توکو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتيا لري

    خوست ښار (پژواک ٣ چنګاښ ٩٣): له شمالي وزيرستانه خوست ته راغلي کډوال وايي، چې د خوراکي توکو او د څښاک پاکو اوبو له کموالي سره مخ دي او په دې برخو کې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.



    کډوالي

    نعيمي : له شمالي وزيرستانه راکډه شوو کورنيو ته کمپ جوړو

    خوست(پژواک ٢٢غبرګولى٩٣):خوست ولايت ته له شمالي وزيرستان څخه د راکډه شوو کورنيو شمېر ٦٠٠ ته ورسېد. دې کورنيو ته د ګډوالو کمپ هم جوړېږي.



    حكومت,کډوالي

    په اسلام اباد کې پوليسو ٥٥ افغانان نيولي

    کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٢): پاکستاني پوليسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې ٥٥ افغانان نيولي دي.



    کډوالي

    پاکستان يو نيم ميليون افغان کډوال راجستر کوي

    اسلام اباد (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): پاکستان غواړي چې په دغه هېواد کې نږدې يو نيم ميليون هغه افغان کډوال چې تر اوسه يې نوم ليکنه نه ده شوې، راجستر کړي.



    کډوالي

    په ايران کې د ٤٧٠زره افغان کډوالو کاري وېزې تمديديږي

    کابل(پژواک ٢٢ مرغومى ٩٢):په ايران کې د مېشتو ٤٧٠ زره افغانانو د کار د وېزې موده د ١٣٩٣ لمريز کال د چنګاښ مياشتې تر پايه غځول کېږي.



    کډوالي

    افغانستان ته شاوخوا ١٦ سوه افغان کارپوهان راستانه شوي

     کابل (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٢): په کابل کې د کډوالو نړيوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې، په هېواد کې کار کولو ته د تحصيل کړو ځوانانو د هڅونې د ټينګار تر څنګ اعلان وشو، چې د افغان متخصصينو



    حكومت,فيچرونه

    له اروپايي هېوادونو افغان کډوال په زور ايستل کېږي

    کابل ( د ازادو رسنيو مشارکت / پژواک ١٨ لړم ٩٢) د ازادو رسنيو مشارکت لاسته راوړنې څرګندوي، چې افغان کډوال په يو شمېر هېوادونو کې ستونزمن ژوند لري او له دې پرته ايران، پاکستان او يو شمېر اروپايي هېوادونو هم سلګونه افغانان په زور افغانستان ته را ستانه کړي دي.



    کډوالي

    د غور او بادغيس سلګونه کورنۍ هرات ته کډوالې شوې دي

     هرات( پژواک،٣٠ تله ٩٢):د بادغيس او غور ولايتونو سلګونه کورنۍ د ناامنيو او بې وزلۍ له امله هرات ته کډوالې شوې  دي .



    امنیت او جرمونه,کډوالي

    کراچۍ ښار کې پوليسو سلګونه افغان کډوال نيولي

    کراچۍ (پژواک ١٦ وږى ٩٢): د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ورانکارو پر ضد د پاکستاني ځواکونو د عملياتو پر مهال سلګونه افغان کډوال هم نيول شوي دي.