درى | English | پښتو




Home News Politics & GovernmentBusiness, Economics & ReconstructionEducation & CultureSociety, Health & EnvironmentSecurity, Crime & AccidentsSports & Entertainment Photo Service News Archive About Us

Advertisements

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












دکابل اوننګرهار ولايتونو ماتې خوړليو کانديدانولار يون وکړ

 کابل

دلړم ٢٢ مه ، پژواک خبري اژانس

 

دکابل اوننګرهار ولايتونود ولسي  جرګې په ټاکنوکې  ماتې خوړليو کانديدانواود هغوى يوشمېر پلويانو  په کابل کې د يوناما دفتر په وړاندې د سوله ييز لاريون  په ترڅ کې  راتلونکى پارلمان اود هغه  ټاکنې تحريم کړې اوددغه سازمان  مشر تابه يې په لاس وهنو تورن کړ  .

 

دغه لاريون کوونکيو چې شمېره يې دسلوتنو  په شاوخوا کې وه ،  خپل لاريون دپښتونستان  له  څلورلارې پيل او د زنبق په څلور لارې کې د يومانا دفتر مخې ته تم کړ .

هغوى  دمرګ په بسم الله بسمل ، مرګ په حامدکرزي ،اودټاکنودشکايتونو ددفترپر ضدشعارونه   ورکول .

 لاريون کوونکو  په تېروټاکنو کې دتذوير،جعل ، رشوت ،فريب او ظلم ادعاوې کولې او د انتخاباتو دکميسيون دګډدفترد مشر او کارکوونکو دمحاکمې غوښتنه يې کوله .

 

دغه کسان په داسې حال کې لاريونونه کوي   چې دولسي جرګې او ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې  تېره ورځ اعلان شوې  .  

 

   له دغو کسانو  څخه  دملي کنګرې د ګوند  مرستيال بشيراحمد بيژن  پژواک خبري اژانس ته وويل  : (( غواړم دحامدکرزي اودپارلماني ټاکنو دکميسيون دمشر بسم الله بسمل په وړاندې  دعوه اقامه  کړم . ))

 

بيژن په حامد کرزي نيوکه وکړه چې پوليسو ته يې ددې لپاره دده د نيولو امر ورکړى ، چې د ټاکنو د کميسيون په وړاندې له لاريونوڅخه لاس په سرشي .

 

د کابل  د امنيه قوماندانۍ   د جنايي جرمونو پر وړاندې دمبارزې مدير سمونوال عبدالجميل کوهستاني  دغه خبره ردوي او وايي چې بيژن عادي موضوعاتوته جنجالى بڼه ورکوي هغه  پژواک خبري اژانس ته وويل چې ، بيژن د ټاکنو د سمون د ګډ دفتر  کارکوونکو ته ګواښونه کړي و چې دى به د هغوى دفتر ته اور اچوي .

 

د کوهستاني په وينا، دوه ورځې وړاندې د کورنيو چارو وزارت څخه دوى ته  مکتوب ورغلى  چې د بيژن د دغو ګواښونو سپيناوى وکړي .  هغه وويل(( جهت وضاحت موضوع ازوى خواستار احضار شديم ولى موصوف ازين هم سرپيچى نمود))

 

له لاريون کوونکو څخه ګلالۍ حبيب چې له  کابل څخه د ولسي جرګې په ناکامو کانديدانو کې ده ، وويل  چې  په ټاکنو کې ٩٥% درغلۍ شوې او ګواښ يې وکړ چې تر هغې  به خپلو لاريونوته ادامه ورکوي ترڅويې  په درغليو کې لاس لرونکي کسان   محاکمې ته نه وي راوستي .  

 

ددې مظا هرې چې دسهار په ٩بجو پيل اودغرمي تر١٢بجويې دوام وکړ ، په پاى کې  لاريون کوونکو   يوه پنځه ماده ييزه پرېکړه ليک خپور  کړ  . ددغه پريکړه ليک په وروستۍ ماده کې   راغلي  چې که غوښتنو ته  يې مثبت ځواب ورنه کړل شي نو د راتلونکو   عواقبو پړه به  ددوى پر غاړه نه وي . 

 

  حبيب الرحمن ابراهيمي


Pajhwok Photo Service


TIRINKOT, July 29, 2010: Residents protest against foreign troops for allegedly desecrating a copy of the Holy Quran in Tirinkot, capital city of central Uruzgan province. PAJHWOK/Ahmad Omid Khaplwak