![]() |
درى | English | پښتو | ||
![]() |
|||
دميدا ن وردګو کورنى عايد څه کم درې چنده لوړ شوى کابل پژواک خبري اژانس ،دلړم نهمه دميدان وردګو کورني عوايد د روان لمريز کال له پيله تراوسه ١٣ مليونو افغانيو ته رسېدلي دي دغه عوايد تېر کال په همدې موده کې څه باندې پنځه ميليونه افغانۍ وو . دغه خبره د ياد شوي ولايت مستوفي محمد کريم طيب د لړم په نهمه ، په يوه ځانګړې مرکه کې پژواک خبري اژانس ته وکړه . نوموړي ددغه لوړوالي لامل د بيارغاونې د پروسې چټکتيا ، پانګه اچونه او ددولتي ادارو د کاري ظرفيتونو ښه والي وښود . طيب وويل چې دتيرو کلونو په پرتله سږ کال د ولايت په مرکز ميدان ښا رکې هټۍ او مارکيټونه جوړ شوي او هم دټيليفونونو ستنې لګېدلي دي چې د عايداتو په لوړوالي کې ستره ونډه لري . دطيب دمعلوماتو له مخې، دتېرکال په لومړيو اوو مياشتو کې دمستوفيت عوايد پنځه ميليونه درې سوه څلور څلويښت زره او شپږ سوه او يوڅلويښت افغانۍ وو. خو طيب زياتوي چې سږکال په لومړيو اوو مياشو کې ديارلس ميليونه يولک او شپږ څلويښت زره څلور سو ه اواته ديرش افغانۍ شوي دي . ديادشوي ولايت والي عبدالجبار نعيمي ، دعوايدو د ډېروالي لامل د دولتي ادارو پرمختګ اوپردولت دخلکو باور وباله . نوموړي وويل چې په ټولو ارداو کې دتېرکال په نسبت ډېر تغيرات ليدل کېږي او ددغه ولايت مرکز ( ميدان ښار ) اوس رښتيا هم د يوه ښار بڼه خپله کړې ده . دميدان وردګو ولايت دولايتي شوراغړي حاجي محمد مخلص مخلص هم ميدان ښار د پرمختګ په حال کې ګڼي . مخلص پژواک ته وويل : (( ورځ په ورځ دپانګوالو توجه راګرځي او ډيرپانګوال اوس هڅه کوي چې په ميدانښار کې هټۍ او مارکيټونه جوړ کړي . )) ميدان وردګ دکابل کندهار پر لويه لاره د کابل ښار سويل لويديځ ته په شاوخوا ٣٠ کيلومټرۍ کې موقعيت لري . پدغه ولايت کې که څه هم امنيتي وضعه د تېرو کلونو په پرتله مخ په خرابېدو ده ، خو ورسره ورسره په ميدان ښار کې د ابادۍ بهير هم دتېرو وختونو په پرتله ښه روان دى . حبيب الرحمن ابراهيمي | ||