درى | English | پښتو






طالبانو دشپې پاڼو په خپرولو خلک په ټاکنو کې له ګډون نه منع کړل

شاهپور عرب - Oct 14, 2008 - 15:48

 پل علم

 د تلې ٢٣مه ، پژواک خبري اژانس

 

 د لوګر د مرکز او محمداغۍ ولسوالۍ په يوشمېر کليو کې طالبانو د شپې پاڼو له لارې خلکو ته په ټولټاکنوکې د نه ګډون ګواښ کړى دى . 

دغه شپې پاڼې تېره شپه ، د شاوخوا ٣٠ کليو  د جوماتونو ، کورونو او هټيو پر دروازو سريښ شوې دي .

په  شپې پاڼې کې چې پر سرکې  يې اسلامي امارت او د لوګر د امربالمعروف رياست ليکل شوي ، راغلي چې هرچا (  نر وي که ښځه )  د انتخاباتو په پروسه کې ګډون وکړ نو بريد به پرې وشي .

 شپې پاڼو کې همدارنګه له خلکو غوښتنه شوې چې له ملي اردو او دملي پوليسو له ليکو څخه راووځي او د طالبانو ملاتړ وکړي .

 د پل علم د دادوخيلو کلي اوسېدونکي ٢٢ کلن عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددوى په کلي کې  شپې پاڼې د شپې شاوخوا لس بجې د مخ پټو موټر سايکل سپرو لخوا لګول شوي او په لاسي لاوډ سپيکرونو يې ګواښ کړى چې که چا دا پاڼې لرې کړې نو سزا به وويني .

 په پل علم کې د ټولټاکنو دخپلواک کميسيون د څانګې مشر فضلي ، پژواک ته وويل چې شپې پاڼو په نوم ليکنه کې د خلکو ٣٠% ونډه ټيټه کړې ده .

 هغه وويل چې دوى ته نن سهار د لوګر د امنيه قوماندانۍ لخوا د شپې پاڼو يوه کاپي را لېږل شوې ده .

 د نوموړي په وينا امنيه قوماندانۍ له دغې پاڼې سره يوه بل ليک هم راستولى او ويلي دي چې د ټولټاکنو کارکوونکي دې لرو سيمو ته نه ځي او خپل ځانونه دې  وساتي .

هغه داهم وويل چې د شپې پاڼو له وېشلو سره سم يو شمېر کارکوونکيو دندې پرېښې دي .

هغه زياته کړه : (( که امنيت ته پام ونشي نود نوم ليکنې بهير به له ډېرو ستونزو سره مخ شي . ))

 هغه داهم وويل چې دغه شپې پاڼې نن سهار د امنيه قوماندانۍ پوليسو راټولې کړې دي .

د نوموړي د څرګندونو له مخې ، دامهال د لوګر په مرکز ، محمداغه ، خوشي ، بره کي برک او څرخ ولسواليو کې دنوم ليکنې ١٢ مرکزونه فعال دي او په خروار ولسوالۍ کې د ناامنيو له وېرې دغه شان مرکز نه شته .

د نوم ليکنې بهير د لوګر په ګډون په  ١٤ ولايتونو کې د تلې په ١٥ مه ،   پيل شوى دى .

 

 د نوم ليکنې د پيل په سبا د ميدان وردګوولايت ، جلريز او جغتو هغه  ولسوالۍ ګڼل شوې وې  چې د ناامنيو له وېرې په کې  د نوم ليکنې بهير  نه و پيل شوى ، خو اوس دغه لړۍ لوګر ته هم غځېدلې ده .

 د پل علم په بي بي امنه ليسه کې د نوم ليکنې يوې  کارکوونکې مريم ، پژواک ته وويل چې  دلته د امنيتي اندېښنو له امله د کليوالو او په ځانګړې توګه د مېرمنو ونډه ډېره کمه ده  .

همدارنګه د حضرت عمر فاروق په نوم د پل علم په يوه بله لېسه کې د نوم ليکنې يوه کارکوونکي ايمل پژواک ته وويل چې نن هيڅوک نوم ليکنې ته نه دي راغلي .

 د لوګرامنيتي چارواکي په دې اړه خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي .

 که څه هم تراوسه د نوم ليکنې په کوم مرکز بريد نه دى شوى خو د روانې مياشتې په ٦ مه ، د کونړ- نورستان په سرحدي سيمه کې د نوم ليکنې تبليغاتې پاڼې سوځول شوې وې .

 


د پژواك انځوريز سروېس


GARDEZ, Feb 9, 2010: An elderly man with a white turban happily looks at the camera while shifting a burden of firewood that he had collected from a nearby mountain as to use it for warming his home here in Merzaka district of southeastern Paktia province. The incessant snowfalls in various provinces of Afghanis had claimed lives of large number of people and forced residents to collect firewood from mountains. PAJHWOK/Lemar Niazai