درى | English | پښتو






د ټاکنو دنوم ليکنې يو کارکوونکى له موټر چلوونکي سره وتښتول شو

زبيربابکرخېل - Nov 7, 2008 - 15:51

 

کابل

د لړم ١٧مه، پژواک خبري اژانس

 

د ګلبدين حکمتيار پرمشرۍ  د دولت مخالفې ډلې، د ميدان وردګو ولايت له جلرېز ولسوالۍ څخه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يو کارکوونکى او د هغه موټر چلوونکى وتښتول.

 

د ميدان وردګو د والي وياند آدم خان سيرت د لړم په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ د جلرېز ولسوالۍ د عمومي سړک په اوږدو کې رامنځته شوې ده .

 

هغه د تښتول شوي کس نوم وانه خيست، خو زياته يې  کړه چې تښتول شوى تن د نوم ثبتولو او د رايو د کارتونو د وېشلو د برخې کارکوونکى دى.  

 

د سيرت د معلوماتو له مخې، تښتوونکيو د هغه د نوم ثبتولو وسايل سوځولي دي .

 

خو قاري منصور، چې ځان د ګلبدين حکمتيار پرمشرۍ د حزب اسلامي د ډلې وياند بولي، له يوه نامعلوم ځاى څخه د ټېلېفون په کرښه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د ټاکنو د خپلواک کميسيون درې تنه تښتولي دي .

 

د يادونې وړ ده ، چې د ولسمشرۍ د را روانو ټاکنو لپاره د نوم ثبتونې او د رايو د کارتونو وېش، په دې وروستيو کې پيل شوى دى .

 

ټاکل شوې ده ، چې دغه ټاکنې په راتلونکي  کال کې تر سره شي .

 

د يوشمېر سياسي څېړونکيو په وينا، کېداى شي يادې شوې ټاکنې په هېواد  کې د روانو ناامنيو له امله، په خپل وخت ترسره نشي .

 

   

 

 


GflAx.GflAx.1 error '80004005'

Error to open file

adsbar.asp, line 10