درى | English | پښتو




كورپاڼه خبرونه سياست او دولتسوداګري، اقتصاد او بيارغونهپوهنه او كلتورټولنه، روغتيا او چاپېريالامنيت، جرمونه او پېښېلوبې او تفريح انځوريز سروېس د خبرونو آرشيف زموږ په اړه

سوداګريزې خبرتياوې

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












طالبانو په ګيلان کې له خلکو دټولټاکنو زرګونه کارتونه ټول کړل

شېراحمد حيدر - Aug 16, 2009 - 10:33

 غزني

د زمري ٢٥مه، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس

 

د غزني د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وسلوال طالبان کلي په کلي ګرځي او له خلکو څخه د ټولټاکنو کارتونه راټولوي .

 

دغه کسان وايي چې طالبان له خلکو څخه هغه غنم هم راټولوي، چې يوه مياشت مخکې يې د مرستي په ډول ترلاسه کړي وو .

 

د ګيلان ولسوالۍ د مرياڼو د کلي يوه اوسېدونکي ګل زمان د زمري په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېرماښام د دوى کلي ته ١٠ وسلوال طالبان ورغلل او له دوى يې د ټاکنو کارتونه واخيستل  .

 

ګل زمان وايي چې طالبان د ګيلان ولسوالۍ په ټولو کليو ګرځېدلي او د ٥ کاله مخکې ټاکنو او اوسني کارتونه يې ترې اخيستي دي.

 

دى زياتوي چې طالبانو دوى وګواښل، چې که کارتونه ورته ونه سپاري، نو سزا به ورکړل شي.

 

د ګلزمان په وينا، وسلوالو طالبانو د کارتونو د راټولولو پر مهال دوى ته وويل، چې راټول شوي کارتونه به په يوځايي توګه وسوځوي.

 

دى وايي : (( زموږ کلى کوچنى دي، خو بيا هم وسلوالو طالبانو تر سلو زيات کارتونه له خلکو ټول کړل. ))

 

دغه راز د ګيلان ولسوالۍ د لطيف کلي يو اوسېدونکى محمدانور هم وايي، چې طالبانو په دې څو ورځو کې د ګيلان له خلکو په زرګونو د ټاکنو کارتونه را ټول کړل .

 

هغه پژواک ته وويل چې وسلوالو طالبانو له خلکو جدي غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې ونډه وانخلي.

 

دى وايي چې طالبانو ورته ويلي، چې تر ټاکنو ٣ ورځې مخکې به ټولې لارې تړل کېږي، په لارو کې به ماينونه اېښودل کېږي او بازار به تړلى وي .

 

که څه هم چارواکي په دې اړه ځان ناخبره بولي، خو د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون وايي، چې طالبان اوس له هېڅ کاره مخ نه اړوي.

 

هغه پژواک ته وويل چې ګواښونه شته او ښايي يو څه ستونزې يې خلکو ته پيدا کړې وي.

 

د ولسوال په وينا، خلکو ته د مرستې په ډول د ورکړل شويو غنمو په اړه هم معلومات نه لري، چې طالبانو به ترې اخيستي وي او کنه او نه په دې اړه تراوسه چا ورته کوم شکايت کړى دى.

 

دغه راز د ولايتي شورا وکيل او اوسنى کانديد حاجي تاج محمد موسى، چې دګيلان اوسېدونکى دى دا خبره مني، چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې له خلکو په زرګونو د ټاکنو کارتونه راټول کړي دي .

 

نوموړي پژواک ته وويل چې هلته په ټوله سيمه د طالب واکمني چلېږي او خلک يې ګواښلي، چې که په ټاکنو کې برخه واخلي، له محکمې پرته به ووژل شي.

 

موسى زياتوي چې طالبانو له تېرې ورځې راهيسې لارې تړلې دي، د خلکو تګ راتګ بند شوي او په دې ډول شرايطوکې ټاکني يوه تشه خبره ده.

 

وسلوال طالبان د ګيلان په اړه د معلوماتو له ورکړې څخه ډډه کوي.

دغه ولسوالۍ له مرکزه نږدې ١٠٠ کيلومتره سوېل لوېديځ لور ته د کابل _ کندهار د لويي لارې پر سر د زابل له شاجوى سره پر پوله پرته ده.

 


د پژواك انځوريز سروېس


TIRINKOT, July 29, 2010: Residents protest against foreign troops for allegedly desecrating a copy of the Holy Quran in Tirinkot, capital city of central Uruzgan province. PAJHWOK/Ahmad Omid Khaplwak