درى | English | پښتو




كورپاڼه خبرونه سياست او دولتسوداګري، اقتصاد او بيارغونهپوهنه او كلتورټولنه، روغتيا او چاپېريالامنيت، جرمونه او پېښېلوبې او تفريح انځوريز سروېس د خبرونو آرشيف زموږ په اړه

سوداګريزې خبرتياوې

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












په کندهار کې٢٠٠ نجونې له بېلا بېلو کورسونو فارغې شوې

بشير احمد نادم - Nov 3, 2009 - 16:23

 کندهار ښار

د لړم ١٢ مه، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس

 

په کندهار ولايت کې له افغان کاناډا ټولنيز مرکز څخه ٢٠٠ نجونو د زده کړې په بېلابېلو څانګو کې د فراغت بري ليکونه تر لاسه کړل.

 

دغو نجونو د منجمنټ، سوداګرۍ، انګليسي ژبې، کمپيوټر ټکنالوژۍ او يو شمېر نورو برخو کې د کاناډا هېواد له سېټ پوليتخنيک څخه په انلاين توګه زده کړې بشپړې کړې وې، چې د لړم په ١٢ مه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې بري ليکونه ورکړل شول.

 

د افغان کاناډا ټولنيز مرکز مشر احسان الله احسان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې فارغو شويو نجونو په ډېره لوړه سويه په انلاين توګه د تکړه ښوونکيو پر مټ زده کړې بشپړې کړې دي.

 

د هغه په وينا، دغه راز په نړيواله کچه زده کړې د هېواد په سطحه يوه لويه لاسته راوړنه ده، چې د کندهار په سختو شرايطو کې د کاناډا هېواد په مالي او معنوي مرسته د نجونو لپاره برابرې شوې دي.

 

دى وايي چې ياد شوى مرکز، چې په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې يې بنسټ اېښودل شوى، تراوسه يې دوې دورې فارغين ورکړي چې شمېر يې ٦٠٠ تنو ته رسېږي.

 

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هغوى له لورې فارغې شوې٣٠٠ نجونې په نړيوالو او کورنيو لوړو پوسټونو کار کوي.

 

احسان وويل، چې دا مهال په دغه مرکز کې ١٠٠٠ زده کوونکي په بېلابېلو څانګو کې زده کړې کوي، چې تر نيمايي زياتې يې نجونې دي.

 

د نوموړي په خبره، د دغې شمېرې زده کوونکيو لپاره ٥٥ د انګليسي ژبې د زده کړې ټولګي، ٢٩ د کمپيوټر د زده کړې ټولګي او ٤ د بزنس منجمنټ ټولګي برابر شوي، چې په ٨٠ کمپيوټرونو او تېز نېټ سمبال دي.

 

دى زياتوي، چې په دې لړ کې ٢١٥ نجونې د هغوى له وړيا ترانسپورت څخه ګټه اخلي، چې هره ورځ تر خپل کور او د زده کړې تر مرکز پورې تګ راتګ کوي.

 

نوموړي دغه راز د زده کړې تر څنګ په تېرو درېيو کلونو کې د نږدې ١٤٦ ورکشاپونو د جوړولو خبره هم وکړه چې د مذهب، کلتور، اقتصاد، بشري حقونو، ديموکراسۍ او تاوتريخوالي د له منځه وړلو په برخو کې يې جوړ کړي دي.

 

نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کې د کندهار له پي ار ټي څخه هم مننه وکړه، چې له هغوى سره يې د نورو مرستو ترڅنګ، د ١٠٠٠ ټوکه کتابونو مرسته کړې چې زده کوونکي ترې کار اخلي.

 

 د ژيلا په نوم يوې پېغلې، چې له ياد شوي مرکز څخه يې د بزنس منجمنټ (سوداګري اداره) په برخه کې زده کړې بشپړې کړې وې، پژواک اژانس ته وويل چې هغوى ته په ډېره لوړه سويه د زده کړې شرايط برابر شوي دي.

 

هغې زياته کړه چې په روانه انګليسي ژبه خبرې او ژباړه کولى شي، د کمپيوټر او سوداګرۍ د منجمنټ په برخه کې يې ډېر څه زده کړي، چې له مخې يې کولى شي د خپل هېواد لپاره خدمت وکړي.

 

د رڼا په نوم يوې بلې نجلۍ چې د کمپيوټر په برخه کې يې زده کړې کړې وې، پژواک اژانس ته وويل چې په کندهارکې نجونې په دومره لوړه کچه زده کړې کوي، چې په نورو ځايونو کې نارينه وو ته هم دا شرايط نه دي برابر شوي.

 

هغې په دې خبره ډېره خوښي وښودله، چې هغوى ته ورکول شوي اسناد په نړيواله کچه ارزښت لري.

 

د فراغت دغو مراسمو ته د کاناډا هېواد راغلي استازي راک جېس په خپله وينا کې وويل، چې فارغو شويو ٢٠٠ تنو ته د کاناډا د سېټ پوليتخنيک له لورې ورکړل شوي اسناد ډېر ارزښت لري، چې د کاناډا د لومړي وزير له لوري لاسليک شوي دي.

 

هغه ژمنه وکړه چې له ياد شوي مرکز سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، ترڅو افغان نجونو او ځوانانو ته د زده کړې ښه شرايط برابر شي.

 


د پژواك انځوريز سروېس


TIRINKOT, July 29, 2010: Residents protest against foreign troops for allegedly desecrating a copy of the Holy Quran in Tirinkot, capital city of central Uruzgan province. PAJHWOK/Ahmad Omid Khaplwak