کابل
د چنګاښ ٢٨مه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس
په ماليزيا کې د اسيا د تنکيو ځوانانو د کرکټ د سياليو په لړ کې د چنګاښ په ٢٨مه، افغانستان بوټان ته په ماتې ورکولو سره درېيم مقام خپل کړ.
د تنکيو ځوانانو د ملي لوبډلې روزونکي اسدالله، له ماليزيا څخه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د افغانستان او بوټان ترمنځ د درېيم او څلورم مقام خپلولو په موخه سيالي ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې دواړو لوبډلو په نيمه پاى لوبو کې له عمان او ايران څخه ماتې خوړلې وه.
د اسدالله په وينا، ددې څلوېښت اوريزې سيالۍ پچه د بوټان لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله د بېټېنګ کولو پرېکړه وکړه.
نوموړى وايي، چې بوټان په ٢٤ اورونو کې دلسو لوبغاړو په سوځېدو ٦٠ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې ٦١ منډې هدف وټاکه.
د تنکيو ځوانانو د لوبډلې روزونکي وويل، چې د افغانستان له لوري شفيع الله مومند او جعفر کټوازي درې، درې مخالف لوبغاړي وسوځول.
د نوموړي په وينا، د افغانستان د تنکيو ځوانانو ملي لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په نهم اور کې پرته د کوم لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله .
هغه زياته کړه، چې د افغانستان له خوا شفيع الله مومند ٤٠ منډې جوړې کړې او ونه سوځېد.
مومند ددې سيالۍ غوره لوبغاړى وټاکل شو.
ددې سياليو په پاى لوبه کې چې نن د عمان او ايران ترمنځ ترسره شوه، عمان ايران ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو اتلولي ترلاسه کړه.
دغه اسيايي سيالۍ، چې تېره اونۍ په ماليزيا کې پيل شوې، په کې د ٧ هېوادونو له ١٦ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو ملي لوبډلو برخه اخيستې وه او په دوو ګروپونو وېشل شوې وې .
په الف ګروپ کې افغانستان، مالديپ او بوټان او په ب ډله کې د چين، عمان، ميانمار او ايران لوبډلې شاملې دي.