![]() |
درى | English | پښتو | ||
![]() |
|||
دكندوز ښوونكيو ته روغتيايي كارتونه وركول كېږي عبدالمتين سرفراز - Jul 22, 2010 - 15:44د چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۸۹، پژواك خبري اژانس د كندوز ولايت چارواكي وايي چې ټاكل شوې ده، تر راتلونكيو دوو مياشتو پورې له ۶۵۰۰ څخه زياتو ښوونكيو ته روغتيايي كارتونه وركړل شي. د هغوى په وينا، ښوونكي كولاى شي له دې كارتونو څخه په ګټې د كندوز ډاكټرانو سره په وړيا توګه ځان يواځې معاينه كړي. ددې كارتونو وېش نن د كندوز د والي پر وړاندې په رسمي بڼه پيل او ۲۵نارينه او ښځينه ښوونكيو ته ووېشل شول. د كندوز والي انجنير محمدعمر پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه كار دكندوز د ولايت مقام او ولايتي شورا په غوښتنه دعامې روغتيا رياست په تاييد ترسره شوى او دا د ښوونكيو د ځينو روغتيايي ستونزو د هوارۍ لپاره يوه ښه هڅه ده. دكندوز والي زياته كړه، چې له دې وروسته ښوونكي د دې كارت په درلودلو سره كولاى شي، چې د كندوز له ټولو ډاكټرانو سره په شخصي كتنځايونو كې ځان په وړيا توګه معاينه كړي. اوس مهال له ډاكټرانو سره د يو ناروغ د معاينه كولو فيس له ۱۰۰تر ۱۵۰افغانۍ ده. د كندوز د پوهنې رياست سرپرست عبدالبصير كوچي،له ښوونكيو سره دكندوز د ډاكټرانو دغه مرسته وستايله او زياته يې كړه،په داسې حال كې چې ښوونكي له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دغه كار ورسره تر يو بريده مرسته كولاى شي. د كوچي په وينا، ټاكل شوې ده چې تر راتلونكيو دوو مياشتو دكندوز ټولو ښوونكيو ته دغه راز كارتونه وركړل شي. د كندوز د عامې روغتيا رياست سرپرست ډاكټر نبي عظيم په دې غونډه كې وويل،په پام كې ده ،چې په نږدې راتلونكي كې د ښوونكيو دكورنيو غړي هم، وكولى شي،چې له دغه راز كارتونو څخه ګټه واخلي. د تخارستان عالي لېسې يوه ښوونكي مولوي نورالهدا كريمي چې دغه كارت يې اخيستى و،پژواك خبري اژانس ته وويل: ((كوم معاش چې موږ يې اخلو، ډېر كم دى، ناروغي هم زياته ده او د ډاكټرانو فيس هم لوړ، خو اوس چې موږ ته دا كارتونه راكړل شول، ښه مرسته ده او كولى شو د خپل معاش يوه اندازه، د ژوند پر نورو برخو ولګوو.)) اوس مهال د يوه رسمي ښوونكي معاش له ۵ زرو څخه تر ۱۲زرو افغانيو پورې دى. د رسمي معلوماتو پربنسټ،اوسمهال په كندوز ولايت كې له ۴۰۰زيات ښوونځي شته،چې ۲۵۰زره نجونو اوهلكانو ته په كې دڅه باندې ۶۵۰۰ښوونكيو له خوا زده كړې وركول كېږي. | ||