درى | English | پښتو




كورپاڼه خبرونه سياست او دولتسوداګري، اقتصاد او بيارغونهپوهنه او كلتورټولنه، روغتيا او چاپېريالامنيت، جرمونه او پېښېلوبې او تفريح انځوريز سروېس د خبرونو آرشيف زموږ په اړه

سوداګريزې خبرتياوې

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












د رسنيو په عالي شورا کې د ژرونالېستانو ونډه لږ وبلل شوه

امان الله اېمان - Jul 23, 2010 - 09:05

 کابل

د زمري لومړۍ، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس

 

 

په افغانستان کې د رسينو د څار ادارې له خوا په نوي راپور کې د ژورنالېستانو له قوله ويل شوي،چې د رسنيو په عالي شورا کې د دوى ونډه کمه ده.

 

دغه راپور، چې د ژورنالېستانو پر وړاندې د ګواښونو او پرمختګونو په اړه خپور شوى، د رسنيو دعالي شورا جوړېدل يې يوه ښه لاسته راوړنه بللې، خو د ژورنالېستانو په کمه ونډه يې نيوکه کړې ده.

 

دغه شورا له زيات ځنډ وروسته د روان کال د غبرګولي په ١٩مه، جوړه شوه.

 

په دغه شورا کې د اطلاعاتو او کولتوروزير اود مخابراتو وزارت د مسلکي معين په غړيتوب سربيره، د سترې محکمې، د عدليې وزارت او عالمانو شورا يو يو استازى او د مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د مدني ټولنو او ژورنالېستانو له ټولنو دوه دوه استازي، د درېو کلونو لپاره غړيتوب لري.  

 

په خپاره شوي راپور کې د ژورنالېستانو له قوله ويل شوي،چې دغه شورا د رسنيو او ژورنالېستانو کارونه سره منظموي او بايد دوى ته پکې زياته ونډه ورکړل شوې واى.

 

په دغه شورا کې د ژورنالېستانو د کمې ونډې په اړه د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې مشر عبدالحميد مبارز پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې کې هيڅ شک نشته ، چې د رسنيو په عالي شورا کې د ژورنالېستانو ونډه کمه ده.  

 

د مبارز په خبره، په دغه شورا کې د ملي شورا دومره زياته ونډه هيڅ قانوني توجيه نه لري.

 

دى وايي چې د ملي شورا پرځاى بايد دغه ونډه هنرمندانو، ژورنالېستانو او نورو اړونده مراجعو ته ورکړل شوې واى.

 

د مبارز د څرګندونو له مخې، ولسي جرګې بايد دا کار نه واى کړى او نه په دغه شورا کې ددوى دومره ونډې ته اړتيا ليدل کيږي.

 

خو د ولسي جرګې د تقنين د کمېسيون غړى فضل الله مجددي د مبارز خبرې په کلکه ردوي. نوموړي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي شورا د ولس استازيتوب کوي او ولس حق لري ، چې خپل استازي يې په دغه شورا کې وي.

 

د مجددي په خبره، د رسنيو تر دغه وروستي قانون وړاندې په هغه نورو قوانينو کې حکومت دوى ته د دا دوه کسانو حق هم نه و، ورکړى.

 

د ده په خبره،دملي شورا د ا څلورکسه ونډه کوم امتياز نه دى، چې ولسي جرګې ځانته ورکړى، بلکې دا يو مسووليت دى .  

 

که څه هم چې ژورنالېستان وايي چې د رسنيو په عالي شورا کې د دوى ونډۀ کمه ده ، خو لاهم د ژورنالېستانو د ټولنو له خوا خپل استازي دغې شورا ته نه دي معرفي شوي.

 

د اطلاعاتو او کولتوروزارت چارواکي وايي چې د هغوى ترمعرفۍ پورې د ځای تش نه پاتې کیدو په موخه په موقته توګه فرزانه حبیب اومحمد حنیف شیرزاد چې په ملي راډيو تلويزيون کې دندې لري د ژورنالېستانو د استازو په توګه د رسنيو عالي شورا ته انتصاب شوي دي.

 

 


د پژواك انځوريز سروېس


KABUL, Sept 08, 2010: Former jihadi commander and parliamentarian Abdu Rab Rasoul Sayaf addresses a special gathering marking 9th death anniversary of Ahmad Shah Massoud, former jihadi leader, in Kabul on Wednesday. Massoud was assassinated on September 9, 2001 by two Arab men posing as journalists. PAJHWOK/Habibullah Tokhi