درى | English | پښتو




كورپاڼه خبرونه سياست او دولتسوداګري، اقتصاد او بيارغونهپوهنه او كلتورټولنه، روغتيا او چاپېريالامنيت، جرمونه او پېښېلوبې او تفريح انځوريز سروېس د خبرونو آرشيف زموږ په اړه

سوداګريزې خبرتياوې

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












په پکتيا کې د ١٤ ښوونځيو او يوې مدرسې ودانۍ جوړې شوې

محمد داوود تپان - Jul 25, 2010 - 16:56

 ګردېز

د زمري ٣مه ، ١٣٨٩ ، پژواك خبري اژانس

 

 د پکتيا په پنځو ولسواليو کې د ١٤ ښوونځيو او يوې ديني مدرسې نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .

 

د پكتيا  د پوهنې رييس محراب الدين شفق د څرګندونو له مخې، دغه ښوونځي  په څمکنيو ، جاني خېلو ،ځاځيو ، پټان او احمد خېلو ولسواليو کې جوړ شوي دي .

 

د نوموړي په وينا،ددغو پروژو ټوليز لګښت (۱۱۸۳۱۰۳) امريكايي ډالر او (۱۳۲۱۱۳۷۰) افغانۍ دى ، چې شاوخوا ( ٦٧ ميليونه او نږدې ٦٥٠ زره افغانى کېږي )

 

د دې ښوونځيو د ودانيو د جوړونې كار  په تېر كال كې پيل شوى و و، چې اوس پاى ته ورسېد.

ددغو ښوونځيو له ډلې پنځه يې  په څكمنيو ولسوالي كې جوړ شوي، چې دوه يې لومړني او درې نور يې منځني دي او لګښت يې امريکايي ولايتي ډلې ( پي ار ټي ) او نړيوال بانک ورکړى دى .

 

همدارنګه څلور ښوونځي او يوه ديني مدرسه د ځاځيو ولسوالۍ په بېلابېلو كليو او سيموكې د ولايتي بيارغونې ډلې او نړيوال بانك له لوري جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.

 

همدارنګه دوه نور ښونځي د دې ولايت د پټان په ولسوالۍ كې  ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي.

 

د دغو منځنيو ښوونځيو مالي ملاتړ هندوستان او نړيوال بانك كړى دى .

 

 دغه راز دوه نور ښوونځي په جانخېلو ولسوالۍ کې د هندوستان او په پکتيا کې د ميشتې امريکايي بيارغونې ډلې له خوا جوړ شوي دي .

 دغه راز د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه د احمد خېلو ولسوالۍ د احمدخېلو لېسې ودانۍ جوړه شوې ده.

 

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځيو او مدرسه کې ، چې نوې ورته ودانۍ جوړې شوي ، نږدې ٥٠٠٠ زده کونکي زده کړه کوي .

 

 د سرچينې په حواله،په ټوله پکتيا کې د ١٤ ديني مدرسو په ګډون ٢٧٥ رسمي ښوونځي فعال دي ، چې له دې ډلې يواځې ١٢٠ يې ودانۍ لري .

 


د پژواك انځوريز سروېس


KABUL, Sept 08, 2010: Former jihadi commander and parliamentarian Abdu Rab Rasoul Sayaf addresses a special gathering marking 9th death anniversary of Ahmad Shah Massoud, former jihadi leader, in Kabul on Wednesday. Massoud was assassinated on September 9, 2001 by two Arab men posing as journalists. PAJHWOK/Habibullah Tokhi