درى | English | پښتو




كورپاڼه خبرونه سياست او دولتسوداګري، اقتصاد او بيارغونهپوهنه او كلتورټولنه، روغتيا او چاپېريالامنيت، جرمونه او پېښېلوبې او تفريح انځوريز سروېس د خبرونو آرشيف زموږ په اړه

سوداګريزې خبرتياوې

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












په کندهار کې د فوټبال شپږ ورځنۍ سيالۍ پيل شوې

بشير احمد نادم - Jul 26, 2010 - 13:54

 کندهار

د زمري ٤مه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس

 

د کندهار ښار په احمد شاهي لوبغالي کې د کندهار، فراه او د پاکستان د بلوچستان ايالت د چمن ښار د فوټبال د څلورو لوبډلو تر منځ شپږ ورځنۍ سيالۍ تېره ورځ مازيګر ناوخته پيل شوې.

 

د کندهار ولايت د سپورټ آمريت وايي چې دغه شپږ ورځنۍ سيالۍ يې د امريکا د متحده ايالاتو د پوهنتون د افغان استاد ډاکټر عالم پايند په نوم نومولي دي.

 

د سپورټ آمر محمد الله ګلالي نن د زمري په ٤مه، پژواک خبري اژنس ته وويل چې د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه تېره ورځ ماښام مهال د کندهار د عينو او د فراه ولايت د لوبډلو تر منځ وشوه.

 

هغه زياته کړه، چې ياده شوې لوبه څلور د صفر په مقابل کې د کندهار د عينو لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.

 

د عينو په نوم د فوټبال لوبډلې يوه لوبغاړي جاوېد احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې ټورنمنټ لپاره يې ښه تيارى نيولى دى.

 

د هغه په وينا، هڅه کوي، د تېرې ورځې په شان د ټورنمنټ په وروستۍ لوبه کې خپل ځانونه ښه وځلوي.

 

ټاکل شوې ده، نن مازيګر د پاکستان د بلوچستان ايالت د چمن او کندهار ولايت د شېرزي لوبډلو ترمنځ لوبه وشي.

 

په کندهار کې که څه هم وروستيو ناامنيو پر تفريح او سپورټ سيورى غوړولى، خو د دې ولايت ډېر شمېر ځوانان له لوبو او ورزش سره مينه لري او په پراخه کچه د لوبو نندارې ته راځي.

 


د پژواك انځوريز سروېس


KABUL, Sept 08, 2010: Former jihadi commander and parliamentarian Abdu Rab Rasoul Sayaf addresses a special gathering marking 9th death anniversary of Ahmad Shah Massoud, former jihadi leader, in Kabul on Wednesday. Massoud was assassinated on September 9, 2001 by two Arab men posing as journalists. PAJHWOK/Habibullah Tokhi