درى | English | پښتو




كورپاڼه خبرونه سياست او دولتسوداګري، اقتصاد او بيارغونهپوهنه او كلتورټولنه، روغتيا او چاپېريالامنيت، جرمونه او پېښېلوبې او تفريح انځوريز سروېس د خبرونو آرشيف زموږ په اړه

سوداګريزې خبرتياوې

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












په کندهار ښار کې چاودنې پنځه تنه ټپيان کړل

بشير احمد نادم - Jul 27, 2010 - 16:22

 کندهار ښار

د زمري ٥مه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس

 

د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې تېر ماخوستن د ماين د چاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شول.

 

د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې چاودنه د ښار د لومړۍ ناحيې اړونده د حضرت جي بابا په سيمه کې د شپې په اتو بجو وشوه.

 

سرچينې زياته کړې، چې د چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي، چې ميرويس روغتون ته وړل شوي دي .

 

 د حميدالله په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د ملي امنيت پر مامورينو شوې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

 

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


د پژواك انځوريز سروېس


KABUL, Sept 08, 2010: Former jihadi commander and parliamentarian Abdu Rab Rasoul Sayaf addresses a special gathering to marking 9th death anniversary of Ahmad Shah Massoud former jihadi leader in Kabul on Wednesday. Massoud was assassinated on September 9, 2001 by two Arab men posing as journalists. PAJHWOK/Habibullah Tokhi