کابل
د زمري ٥مه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس
په هلمند ولايت کې د يوه بريتانوي سرتېري له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٤٠٠ تنو ته ورسېده.
د بريتانيا د دفاع وزارت د زمري په ٥مه، اعلان وکړ چې په هلمند کې يې يو سرتېرى پرون د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.
د ياد شوي وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه سرتېرى په سنګين ولسوالۍ کې وژل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې وروسته به بريتانوي ځواکونه له سنګين څخه وځي او دغه ولسوالۍ به امريکايي ځواکونو ته وسپاري.
بريتانوي ځواکونه له سنګين څخه په داسې حال کې وځي، چې په تېرو اتو کلونو کې يې په دې ولسوالۍ کې ١٠٠ سرتېري وژل شوي دي.
بريتانيا په افغانستان کې ٩٥٠٠ سرتېري لري، چې تراوسه يې ٣٢٤ سرتېري وژل شوي دي .
په سنګين کې تېره ورځ د دغه بريتانوي سرتېري له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٤٠٠ تنو ته ورسېده.
په دې سرتېرو کې يې ٢٦٠ امريکايي، ٨٠ بريتانوي او پاتې ٦٠ يې د نورو هېوادونو سرتېري دي .
بايد وويل شي، چې تېر کال په هېواد کې ٥٢٠ سرتېري وژل شوي وو.