درى | English | پښتو




كورپاڼه خبرونه سياست او دولتسوداګري، اقتصاد او بيارغونهپوهنه او كلتورټولنه، روغتيا او چاپېريالامنيت، جرمونه او پېښېلوبې او تفريح انځوريز سروېس د خبرونو آرشيف زموږ په اړه

سوداګريزې خبرتياوې

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












افشا شوي اسناد: دناټو او افغان ځواکونو پرضد جګړه له پاکستانه رهبري کېږي

پژواک - Jul 27, 2010 - 17:44

 

 

كابل

د زمري ۵ مه،۱۳۸۹، پژواك خبري اژانس

 

د افغانستان د جګړې په اړه د امريکا افشا شوي اسناد ښيي، چې د پاكستان د استخباراتو پخواني مشر له القاعدې او طالبانو سره په ګډه د افغان ولسمشر د وژلو پلان جوړكړى و او د ناټو او افغان ځواكونو پر وړاندې جګړه له پاكستان څخه رهبري کېږي. 

 

يوې امريکايۍ وېبپاڼې ويکى ليکس د ۲۰۰۴ زېږديز كال د جنوري له مياشتې د ۲۰۰۹ زېږديز كال تر ديسمبر مياشتې د امريکا د متحده ايالتونو د پوځيانو څه باندې ٩٢ زره پټ اسناد خپاره کړي دي.

 

سرچينې زياته کړې، چې دغه اطلاعات په افغانستان کې مېشتو ټيټ پوړيو امريکايي افسرانو د افغان جګړې په اړه خپل هېواد ته لېږلي دي .

 

له دې اسنادو څخه يو هم دا دى، چې پاكستان په پټه له وسلوالو طالبانو او په ښكاره له امريكا او نړيوالې ټولنې سره دى او ناټو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده . 

 

دغه افشا شوي رازونه څرګندوي، چې د وسلوالو طالبانو په غونډو كې د پاكستان د استخباراتي شبكې مشران ګډون کوي او ځانګړي حکمونه وركوي، چې ښكاره بېلګه يې د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي د ترور پلان دى .

 

په خپرو شويو اسنادو کې داسې اسناد شته چې د القاعدې شبکې، طالبانو او د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال حميدګل د افغانستان د ولسمشر د وژلو پلان جوړکړى و.

 

دغه راز د خپرو شويو اسنادو له مخې،  د ۲۰۰۸ زېږديز كال د اګست په مياشت كې د پاكستان د استخباراتي شبكې كرنيل محمديوسف، يوه طالب چارواكي مولوي عزت الله ته لارښوونه كړې وه، چې د كرزي د وژلو له پلان څخه دې څارنه وكړي .

 

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د پاكستان استخباراتي شبكه ISI) ( له افغانستان څخه بهر د وسلوالو طالبانو تر ټولو ستره مرسته كوونكې ده.

 

 سرچينه څرګندوي، چې په افغانستان كې د ناټو او افغان ځواكونو پر وړاندې جګړه په پاكستان كې رهبري كېږي او پاكستان د طالبانو لپاره يو خوندي ځاى دى.

 

په يادو افشا شويو رازونو کې دا هم راغلي چي عرب، چيچينيايان، پاکستانيان او د اروپايي هېوادونو مسلمانان د افغان او ناټو ځواکونو پر ضد د جګړې لپاره د پاكستان له لارې افغانستان ته ځي.

 

په يادو خپرو شويو اسنادو كې د جنرال حميدګل نوم په وار، وار ياد شوى او هغه ددې ترڅنګ چې د وسلوالو طالبانو لپاره يوه مهمه سرچينه بلل شوې، د طالبانو د رهبر په توګه هم ياد شوى دى.

 

دغه رازونه ښيي چې حميدګل د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي او د حقاني شبكې په تنظيمولو كې لاس درلود او د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو ددې ډلو د بيا جوړونې هڅې يې كړې دي.

 

 د سرچينې په حواله، حميدګل د ۲۰۰۸ زېږديز كال د جنوري په مياشت كې د وزيرستان واڼه ته تللى او هلته يې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بمبار كې د القاعدې د يوه مهم وژل شوي غړي (الكنى) د غچ اخيستنې پلان جوړ كړى دى.

 

د افشا شويو اسنادو له مخې، حميد ګل وسلوالو پاکستانيو طالبانو ته ويلي، چې د پاکستان پر ځاى په افغانستان کې جګړه وکړي.

 

سرچينه زياتوي، چې ددې متقاعد پاکستاني جنرال په لاس ٦٥ موټره وسلې او مهمات  طالبانو ته سپارل شوي او د پاكستان څارګرې ادارې په کونړ كې ۷زره كلاشينكوفونه طالبانو او ۱۰۰۰ موټر سايكلونه د حقاني شبكې ته برابر کړي دي.

 

دغه راز په خپرو شويو محرمو اسنادو كې راغلي، چې حميدګل د كابل _ ننګرهار پر لويه لاره د ملګرو ملتونو د كاركوونكيو په تښتونه كې لاس درلود او په مهمو ځايونو او لوړ پوړيو افغان چارواکيو يې د ځانمرګيو بريدونو امرونه هم وركړي دي. 

 

د سرچينې د څرګندونو له مخې، ناټو ځواكونو په افغانستان كې د پاكستان په لاسوهنې اندېښنه څرګنده كړې ده.

 

د امريكا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وياند كرولي  PJ Crowley)) تېره ورځ په واشنګټن كې خبريالانوته ويلي، چې امريکا ددې اسنادو تر خپرېدو مخکې د پاكستان او افغانستان مشرانو ته خبر ورکړى و.

 

دده په وينا، د امريكا حكومت ددې اسنادو په خپرېدو خوښ نه دى او په دې اړه پلټنې كوي.

 

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جيمز جونز ددې اسنادو خپرېدل غندلي او ويلي يې دي، چې له ۲۰۰۹ کال څخه وروسته د امريکا متحده ايالتونو له پاکستان سره خپلې  دوه اړخيزه  همکارۍ لا غښتلې کړې دي.

 

ده ويلي: ((خو بايد چې د پاکستان دولت، د پاکستان پوځ او د پاکستان استخباراتي اداره د ياغيانو پر وړاندې خپلې ستراتيژيکي مبارزې ته ادامه ورکړي.))

 

نوموړى زياتوي: ((د امريکا متحده ايالتونه به له پاکستان سره د ترهګرو او ياغي ګروپونو د له منځه وړلو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړې.))

 

د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر تېره ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په خپرو شويو اسنادو کې يو مهم ټکى دا دى، چې د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې په ترهګريزو بريدونو کې رول لري.

 

دده په وينا، په دې اړه چې بهرنۍ لاسوهنې د افغانستان د بې ثباتۍ لامل دي، د افغانستان د دولت موخې روښانې دي.

 

د ولسمشر وياند په وينا، اوس ټوله نړۍ په دې باور ده چې ترڅو د ترهګرۍ د تمويل، تجهيز او روزنې مرکزونه له منځه يونه وړل شي، په افغانستان کې سوله او ثبات ناشونى دى.

 

 تېره ورځ يو شمېر کارپوهانو پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې په اړه خپاره شوي معلومات د افغانانو لپاره نوې خبره نه ده.

 

د دوى په وينا، د يادو اسنادو په خپرېدو سره بايد نړيواله ټولنه دې ته متوجه شي، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي او ددې کار مخه دې ونيسي.

 

خو د پاکستان حكومت، د امريکا د اسنادو په اړه د ويکي ليکس خپور شوى راپور له حقيقته لرې بللى دى.

 

په هغې خبرپاڼه كې چې وړمه ورځ د پاكستان حكومت خپره كړې، راغلي چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او په دې لاره کې يې قربانۍ ورکړې دي.

 

 


د پژواك انځوريز سروېس


KABUL, Sept 08, 2010: Former jihadi commander and parliamentarian Abdu Rab Rasoul Sayaf addresses a special gathering to mark 9th death anniversary of former Ahmad Shah Massoud, former jihadi leader, in Kabul on Wednesday. Massoud was assassinated on September 9, 2001 by two Arab men posing as journalists. PAJHWOK/Habibullah Tokhi