درى | English | پښتو




كورپاڼه خبرونه سياست او دولتسوداګري، اقتصاد او بيارغونهپوهنه او كلتورټولنه، روغتيا او چاپېريالامنيت، جرمونه او پېښېلوبې او تفريح انځوريز سروېس د خبرونو آرشيف زموږ په اړه

سوداګريزې خبرتياوې

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












دوه پولنډي سرتېري ټپيان شول

ميرويس همت - Jul 29, 2010 - 16:43

 غزني ښار

د زمري ٧مه، ١٣٨٩ ، پژواک خبري اژانس

 

د غزني د اندړو ولسوالۍ په سيني کلي کې د ملي اردو او پولنډي ځواکونو پر نوي جوړېدونکي پوځي کمپ بريد کې دوه پولنډي سرتېري ټپيان شول.

 

د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزى وايي، چې پر نوي پوځي کمپ نن له غرمې مخکې د درنو او سپکو وسلو بريد وشو.

 

هغه د زمري په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بريد کې دوه پولنډي سرتېري ټپيان شوي او پوځي کمپ ته نږدې د همدې سرتېرو يو ټانک هم پر ځمکني ماين ختلى دى، چې يواځې ټانک زيانمن شوى او نوره مرګ ژوبله نه لري.

 

په پام کې ده، چې د غزني _پکتيکا ترمنځ غځېدلي سړک د خونديتوب په موخه دغلته د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو ګډه قرارګاه جوړه شي.

 

د سيني کلى د اندړو ولسوالۍ شمال لور ته په درې کيلومترۍ کې د غزني - پکتيکا لارې ته څېرمه پروت دى.

 

د سيمې يو اوسېدونکى محمد رفيق وايي، چې تر يو ساعت پورې د دواړو لوريو ترمنځ ډزې ردې بدلې شوې، خو وروسته چورلکې راغلې او بيا جګړه ارامه شوه.

 

د ده په خبره، د لږې شېبې لپاره دوه چورلکې د پوځي مرکز ترڅنګ کېناستې او بيا وروسته پورته شوې، چې د ده په ګومان، ژوبل کسان يې پورته کړل.

 

وسلوالو طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه واخيست، ذبيح الله مجاهد وايي، چې پردې ګډ پوځي مرکز بريد کې يې دولتي او بهرنيو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

 

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې مخکې هم په همدې ولايت کې د يوې چاودنې له امله اوه پولنډي سرتېري ټپيان شوي وو.

 

پولنډ په افغانستان کې ٢٦٠٠ سرتېري لري، چې ډېرى يې په غزني ولايت کې مېشت دي او تراوسه يې ١٩ سرتېري وژل شوي دي.

 


د پژواك انځوريز سروېس


KABUL, Sept 08, 2010: Former jihadi commander and parliamentarian Abdu Rab Rasoul Sayaf addresses a special gathering to marking 9th death anniversary of Ahmad Shah Massoud former jihadi leader in Kabul on Wednesday. Massoud was assassinated on September 9, 2001 by two Arab men posing as journalists. PAJHWOK/Habibullah Tokhi