درى | English | پښتو




كورپاڼه خبرونه سياست او دولتسوداګري، اقتصاد او بيارغونهپوهنه او كلتورټولنه، روغتيا او چاپېريالامنيت، جرمونه او پېښېلوبې او تفريح انځوريز سروېس د خبرونو آرشيف زموږ په اړه

سوداګريزې خبرتياوې

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












په بېلا بېلو چاودنو کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول

نسيم هوتک - Jul 29, 2010 - 16:47

 کلات

د زمري ٧مه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس

 

د زابل او نيمروز ولايتونو په دوو بېلا بېلو چاودنو کې چې پر ملکي موټرو شوې، شپږ ملکي وګړي ووژل شول.

 

د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار د زمري په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازيګر د ميزانې ولسوالۍ د سعدالله خان کلا په سيمه کې د ملکي وګړيو پر يوه موټر د ماين چاودنه وشوه.

 

هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ووژل شول او درې نور ټپيان شول، چې د ايساف ځواکونو له خوا د کندهار نظامي روغتون ته يوړل شول.

 

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې هم، د ميزانې د چاودنې پخلى شوى دى.

 

سرچينې زياته کړې، چې ټپيان د دوى د سرتېرو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.

 

د ايساف په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي، چې تېره ورځ د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې هم د يوې چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

 

پرون سهار د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې د ملکي وګړيو پر يوه ٣٠٣ مو‌ټر د ماين د چاودنې له امله، ٢٥ ملکي وګړي ووژل شول او له ٢٠ زيات ټپيان شوي وو.

 

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ماين چاودنو، بريدونو او بمباريو له امله د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې پېښې زياتې شوې دي.

 

د تېرې جمعې په ورځ د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بريد کې ٥٢ ملکي وګړي ووژل شول .

 

د ملګرو ملتونو د يوه راپور له مخې، په روان زېږديز کال کې په  افغانستان کې امنيتي حالت د تېر کال په پرتله خراب شوى دى.

 

دغې ادارې ويلي، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د ماين چاودنو په پېښو کې ٩٤ سلنه زياتوالى راغلى دى.

 

که څه هم افغان او نړيوال ځواکونه د ماين چاودنو د پېښو مسووليت پر وسلوالو طالبانو اچوي، خو طالبان بيا دغه ادعا ردوي او وايي، چې دوى چاودنې د ريموټ کنټرول په وسيله کوي او دوى خپله موخه سمه توګه په نښه کوي.

 

 


د پژواك انځوريز سروېس


KABUL, Sept 08, 2010: Former jihadi commander and parliamentarian Abdu Rab Rasoul Sayaf addresses a special gathering marking 9th death anniversary of Ahmad Shah Massoud, former jihadi leader, in Kabul on Wednesday. Massoud was assassinated on September 9, 2001 by two Arab men posing as journalists. PAJHWOK/Habibullah Tokhi