![]() |
درى | English | پښتو | ||
![]() |
|||
عربستان له پوهنې وزارت سره د ۲۴ ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي رحمت الله افغان - Jul 29, 2010 - 17:19کابل دزمري ٧مه ،١٣٨٩،پژواک خبري اژانس سعودي عربستان د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ښوونځيو،ديني مدرسو او دارالعلومونو د ودانيو د جوړولو لپاره ۲۴ ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي. دغه څرګندونې د پوهنې وزارت لخوا د زمري په ٧مه ، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي . په خبرپاڼه کې د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو مرسيتال ډاکټر شفيق صميم له خولې ويل شوي چې پريادو شويو پيسو به په نږدې راتلونکي کې د يو شمېر ښوونځيو، ديني مدرسو او دارالعلومونو ودانۍ جوړې شي . په خبرپاڼه کې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي. سرچينه زياتوي چې سعودي عربستان تر دې وړاندې د کابل ښار د مرنجان غونډۍ پر سر د همدې مملکت د پخواني پاچا ملک فهد له وصيت سره سم د ۱۰۰ ميليونو ډالرو په لګښت د اسلام آباد د فيصل جومات په څېر د يوه لوی جامع جومات او اسلامي مرکز د جوړولو ژمنه هم کړې ده .
| ||