درى | English | پښتو




كورپاڼه خبرونه سياست او دولتسوداګري، اقتصاد او بيارغونهپوهنه او كلتورټولنه، روغتيا او چاپېريالامنيت، جرمونه او پېښېلوبې او تفريح انځوريز سروېس د خبرونو آرشيف زموږ په اړه

سوداګريزې خبرتياوې

Apparel-Accessories
Auto-Parts-Accessories
Computer-Products
Construction
Consumer-Electronics
Electrical-Electronics
Light-Industry
Machinery
Transportation
Quick-Products
Trade-Offers
Lightin The Box



Bluetooth Headset
MP3 Players
Cell Phones
iPod Accessories
Costumes-cosplay
Smartphones












بهرنيو ځواکونو ٦٥ کلن سپين ږيرى وواژه

زين الله ستانکزى - Jul 29, 2010 - 19:06

 

 

لښکرګاه

د زمري ٧ مه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس

 

د هلمند د لښکرګاه لسګونو اوسېدونکيو د زمري په ٧مه، د هغه سپين ږيري مړى د ولايت مقام مخې ته راوړى وو، چې د دوى په وينا، د بهرنيو ځواکونو له خوا وژل شوى وو.

 

لاريون کوونکيو ويل، چې بهرنيو ځواکونو تېره ورځ مازيګر مهال د لښکرګاه په بولان سيمه کې ٦٥ کلن سپين ږيرى په داسې حال کې وواژه، چې پر اوداسه بوخت و.

 

د يادې شوې سيمې شاوخوا سلو اوسېدونکيو نن سهار د ياد شوي سپين ږيري جسد د احتجاج په توګه، د ولايت مقام مخې ته راوړى او د پېښې د پلټنې غوښتنه يې کوله.

 

د حاجي وزير محمد په نامه يوه قومي مشر چې د وژل شوي تن د جسد سر ته ناست و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو په ناڅاپه ډول پر کليوالو ډزې پيل کړې.

 

هغه زياته کړه، چې په دې ډزو د مرجان په نامه يو سپين ږيرى، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په سيمه کې د اوبو تنظيموونکى (ميراب) هم دى، په داسې حال کې ووژل شو، چې پر اوداسه بوخت و.

 

د محمد عمر په نامه د سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل: ((زموږ سيمه په امنيتي ساحه کې ده، دلته د پوليسو پوستې شتون لري، خو بيا هم هره ورځ بهرنيان راځي، زموږ کورونه تالاشي کوي، د نارينه او ځوانانو ترمنځ ښځې هم پلټي.))

 

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د پوليسو او ملي اردو د ځواکونو په وسيله دې د دوى د کورونو تالاشۍ او پلټنې ترسره کړي.

 

د غلام سرور په نامه د سيمې يوه بل اوسېدونکي بيا ويل، چې وسلوال طالبان په رڼا ورځ پر موټرو او موټرسايکلو ګرځي، بريدونه کوي او ماينونه خښوي، خو بهرني ځواکونه ورته هېڅ نه وايي.

 

هغه زياته کړه : ((بهرنيان يواځې عام وګړي په نښه کوي.))

 

د ولايت مخې ته راغليو لسګونو کسانو د بهرنيو ځواکونو او د هغوى د ملګرو پر ضد شعارونه ورکول.

 

د هلمند د والي وياند محمد داوود احمدي د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

 

هغه زياته کړه، چې د هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزکوال د راغليو خلکو له استازيو وليدل او پر دې پېښه يې خواشيني وښودله.

 

د احمدي په وينا، والي محمد ګلاب منګل هم په لښکرګاه کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو څخه د پېښې د پلټنو جدي غوښتنه کړې ده.

 

د ناټو په مشرۍ د آيساف ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د دغه پنځه شپيته کلن سپين ږيري د وژلو له امله د ژور خفګان اظهار شوى  دى.

 

د ايساف په دغه اعلاميه کې چې نن ناوخته پژواک ته رسيدلې ده راغلي دي چې د ايساف ځواکونو پرون له لښکرگاه دباندې ګزمه کوله چې د سپکو وسلو تر بريد لاندې راغلل ، آيساف ځواکونو ځوابي ډزې وکړې وروسته معلومه شوه چې د دواړو لورو ترمنځه په ډزو کې د سيمې يو تن اوسيدونکى وژل شوى دى.

 

ياد شوى ملکي وګړى په داسې حال کې وژل شوى، چې د تېرې جمعې په ورځ بهرنيو ځواکونو ددې ولايت په سنګين ولسوالۍ کې ٥٢ ملکي وګړي وژلي وو.

 

ولسمشر حامد کرزى او ټول دولتي چارواکي وايي، چې په سنګين کې عام وګړي د بهرنيو ځواکونو له خوا وژل شوي، خو ناټو وايي چې دوى په کې لاس نه لري.

 

 


د پژواك انځوريز سروېس


KABUL, Sept 08, 2010: Former jihadi commander and parliamentarian Abdu Rab Rasoul Sayaf addresses a special gathering marking 9th death anniversary of Ahmad Shah Massoud, former jihadi leader, in Kabul on Wednesday. Massoud was assassinated on September 9, 2001 by two Arab men posing as journalists. PAJHWOK/Habibullah Tokhi