خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

بخش صوتى

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوګياڼو د ملي ثبات د پروګرام مشر خوشى شو

د خوګياڼو د ملي ثبات د پروګرام مشر خوشى شو

Sep 27, 2011 - 16:04

جلال اباد (پژواک ٥ تله ٩٠): د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د ملي ثبات د پروګرام مشر، چې نږدې دوه اونۍ وړاندې ناپېژانده وسلوالو تښتولى و، د قومي مشرانو په هڅو را پرېښودل شو.

د خوګياڼو ولسوال حاجي محمدحسن د تلې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوموړى د وسلوالو له خوا د سره رود ولسوالۍ په باولۍ سيمه کې تښتول شوى و.

ولسوال زياته کړه، چې انجنير فيض الله تېره شپه د قومي مشرانو او دينې علماوو په هڅو خوګياڼو ولسوالۍ ته نږدې راخوشى شوى دى.

د انجنير فيض الله د تښتونې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه و اخيستى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت محمد زمري او د سره رود ولسوال سيدعلي اکبر د نوموړي انجنير له پرېښودو او څرنګوالي ناخبري وښوده.

د يوه بل خبر له مخې، د کامې ولسوال عبدالوهاب مومند پژواک ته وويل، نن سهار اته بجې د دغې ولسوالۍ په قلعه اخوند سيمه کې د پوليسو له خوا د پولچکونه د معاينې پر مهال د ماين چاودنه شوې او د ولسوالۍ يو پوليس ټپي شوى دى.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement