جلال اباد (پژواک ٢٨ تله ٩٠): د ننګرهار د سره رود او مومندرې په ولسواليو کې پوليسو پر دولتي ځمکو جوړ شوي ١١٠ کورونه ونړول.
دغه کورونه د سره رود او مومندرې ولسواليو په دولتي ښارګوټي، د کانال رياست، صنعتي پارک او په غړکي سيمه کې پر دولتي ځمکو جوړ شوي وو.
د سره رود ولسوال سيدعلي اکبر سادات پژوا ک خبري اژانس ته وويل، چې د سره رود او مومندرې ولسواليو پوليسو په ګډه پرون او نن (د تلې ٢٨مه) د سره رود د سياسنګ او شېخ مصري د سيمو په کانال، صنعتي پارک او دولتي ښارګوټي کې ٨٠ کورونه ونړول، چې غاصبينو ودان کړي وو.
ولسوال زياته کړه، چې د کورونو له ورانولو وړاندې يې اوسېدونکو ته خبر ورکړى و، چې کورونه خالي کړي او د پوليسو پر وړاندې دې خنډ نه جوړوي.
هغه زياته کړه: ((د کورونو نړولو پر مهال، چې تر نن ماسپښين پورې روان و، له هېڅ ډول ستونزې او ننګونې سره نه يو مخ شوي.))
د مومندرې ولسوال نوراغا کامران پژواک اژانس ته وويل، چې د پوليسو په مرسته يې د دغې ولسوالۍ د غړکي په سيمه کې پر ٥٠ جريبه دولتي ځمکې ودان شوي ٣٠ کورونه ونړول.
د ولسوال په وينا، دغه سيمه د دولت اړوند ځمکه وه، چې د کرنې او مالدارۍ د وزارت ملکيت و.
د سره رود ولسوالۍ د سياسنګ اوسېدونکي صيام الدين پژواک اژانس ته وويل، چې په دولتي ښارګوټو کې بېوزلو ته د نومرو نه ورکولو او د شخصي جايدادونو د لوړې بيې له امله يې په دغه دولتي دښته کې دوه کوټې جوړې کړې وې، چې غوښتل يې کور ورته راولېږدوي.
نوموړي زياته کړه: ((په جلال اباد ښار کې د لاس ګاډۍ چلوم او نور د دې وس نه لرم، چې د ښار په دويمه ناحيه کې د دوو کوټو والا کور، چې په ٤٠٠٠ روپۍ مې کرايي نېولى، د مياشتې کرايه ورکړم.))
د يادونې ده، چې دوه مياشتې وړاندې د ننګرهار پوليسو د دغه ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د غازي اباد په سيمه کې پر شاوخوا ٢٠٠٠ جريبه دولتي ځمکه کې ودان شوي ١٠٠ کورونه نړولي وو.
Visits: 1
تماس با ما
خبرنامه
ارسال گزارش
اپلیکیشن موبایل پژواک