خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناتو: منابع مالى طالبان را در هرجا از بين مى بريم

ناتو: منابع مالى طالبان را در هرجا از بين مى بريم

Apr 29, 2018 - 15:07

بروکسل (پژواک، ٩ غويى ٩٧): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن وايي، د طالبانو مالي سرچينې چې هر چېرې وي، له منځه به يې یوسي.

هغه دغه څرګندونې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې له افغان خبريالانو سره په يوې ځانګړې مرکه کې وکړې.

جنرال نيکولسن وويل، د نشه يي توکو کاروبار د طالبانو لومړۍ مالي سرچينه ده،، دغه راز دوى له تښتونو، د کانونو له غير قانوني کيندنو او نورو جرمي کړنو هم عايدات ترلاسه کوي.

ده زياته کړه: ((زموږ لومړى هدف د هغوى د نشه يي توکو د سرچينو له منځه وړل و، په هلمند، نيمروز او فراه ولايتونو کې مو دغه کار وکړ او هغوى ته مو د ٤٠ ميليونه ډالر زيان واړاوه.))

د ناټو قوماندان وويل چې په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو ځواکونه هم په دې برخه کې ډېر فعاليتونه کوي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دوى به د کوکنارو د فصل په له منځه وړو کې هم همکاري وکړي؟ وويل چې دوى يواځې د نشه يي توکو فابريکې، بازارونه او د کاروبار سيمې له منځه وړي.

جنرال نيکولسن د افغانستان پاکستان د اړيکو په اړه د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي ترسره شوي سفر ته هيله مندي زياته ده.

هغه هيله څرګنده کړه چې پاکستان به د دغه سفر پر مهال پر شوو ژمنو او پرېکړو عمل وکړي؛ ځکه چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه وي.

ده زياته کړه: ((موږ ټول غواړو چې پاکستان د افغان سولې له پروسې سره همکاري او ملاتړ وکړي.))

جنرال نيکولسن وويل چې پر پاکستان قوي فشارونه زيات شوي، د امريکا حکومت پرې مرستې بندې کړې دي، د ناټو د بهرنیو چارو وزيرانو هم له پاکستانه وغوښتل چې قوي رول ادا کړي.

ده زياته کړه: ((موږ هيله لرو، د خبرو او همکاريو او فشار به دا لامل شي چې طالبان د سولې مېز ته راشي، پاکستان به د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.))

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د سولې وړانديز ته ځواب نه دى ويلى، خو د پردې شا ته د سولې ځينې خبرې او اشارې روانې دي.

نوموړي دا خبره رد کړه چې ګواکې طالبان به دغه ځل کوم لوى ښار او يا هم ولايت ونيسي.

ده وويل چې د ولسمشر ټرمپ تر نوې ستراتيژۍ وروسته پر طالبانو هوايي بريدونه زيات شوي، هغوى ځپل شوي، يواځې پر امنيتي پوستو او ښارونو کې ځيني ډله ييز بريدونه کولى شي.

هغه د وسله والو طالبانو له خوا د پسرلنيو عملياتو د پيل په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، سره له دې چې هغوى عمليات پيل کړي، خو افغانان سوله غواړي، دوى بايد د افغانانو هيلو ته ځواب ووايي.

خو جنرال نيکولسن دا هم وويل چې افغان ځواکونه پياوړي دي، دوى هم يرغليز عمليات پيل کړي او ناټو يې کلک ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه چې ناټو د افغانستان د راتلونکو ټاکنو او د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې د پروسې په امنيت کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي.

په شمال کې د داعش د فعاليتونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو قوماندان وويل چې په جوزجان کې يې خوځښتونه شته خو د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې يې مشر قاري حکمت الله ووژل شو او د هغوى د له منځه وړو لپاره عمليات روان دي.

د نوموړي په وينا، په شمال کې داعش پخواني طالبان دي چې اوس له دې ډلې سره يو ځاى شوي.

جنرال نيکولسن وويل چې افغان ځواکونه هم په بدخشان، کندوز، جوزجان او فارياب کې چاڼيز عمليات پيل کړي او د شمال د سولې او امنيت لپاره هلې ځلې روانې دي.

علامت: 

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement