زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

په شلو ولایتونو کې سلګونو کسانو په یوه خوله د اربند غوښتنه وکړله

په شلو ولایتونو کې سلګونو کسانو په یوه خوله د اربند غوښتنه وکړله

author avatar
17 May 2018 - 20:03
په شلو ولایتونو کې سلګونو کسانو په یوه خوله د اربند غوښتنه وکړله
author avatar
17 May 2018 - 20:03

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۷) : د هیواد تر۲۰ زیاتو ولایتونو کي ملکي وګړو له وسله والو طالبانو د روژي په مبارکه میاشت کي د اوربند غوښتنه وکړه.

 دا غوښتنه ځای اوسیدونکو د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتني ګروپ له استازو سره د مرکو پر مهال کړې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ ( (CPAGچې له ۲۰ مدني بنسټونو څخه جوړ شوی د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره د عدالت غوښتنې په موخه کار کوي، او د هیواد په کچه دملکي مرګ ژوبلې شمېرې را ټولوي، چې دا ځل يې د خلکو پرغوښتنې تمرکز کړی.

د یاد ګروپ لخوا پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې  راغلي، چې  د افغانستان په ګڼو جګړه یزو ولایتونو، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، فراه، هرات، غور، غزنی، لوګر، وردګو، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کندوز، سرپل، فاریاب او یو شمير نورو ولایتونو کې د بیلا بیلو خلکو سره خبرې کړې او د خبرو په پایله کې له وسله والو طالبانو غوښتل شوي چي د روژې مبارکې میاشتې په احترام دې له جګړې لاس واخلي او د ملکي خکو خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي.

سرچینې زیاته کړې، په تېره یوه میاشت کې د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې له ۶۳۱ کسانو سره خبري کړي او د هغوی دا غوښتنه يې خپره کړې، چې د جګړې ښکيلې غاړې دې په روژه کې ملکي خلک نه وژني.

 د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ تر ډېره بریده د قربانیانو له کورنیو سره چې په هغه کې ښځې، سپین ږیري، د پېښوعیني شاهدان او د کلي مشران شامل دي خبرې کړي دي.

دسرچینې د معلوماتو پر اساس چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زیاتیږي او په جګړه کې ښکيل لوري د جګړې او بشردوستانه قوانیو په نه مراعاتولو تورن شوي، او دا ځل له نړیوالو نهادونو، ملګرو ملتونو، رسنیو او قومي مشرانو څخه غوښتنه کوي چې د ولسي خلکو دا غږ دې تر وسله والو طالبانو او هغو ډلو ورسوي چې د افغانستان په جګړه کې د ملکي خکو ژوند ته پام نه کوي او پر هغوی دې فشار رواړي چې په روژه مبارکه میاشت کې له جګړې لاس واخلي.

 

Visits: 1

موضوعات مرتبط

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر