زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

د پکتيکا نوى امنيه قوماندان: د امنيت ټينګښت مې کاري لومړيتوب دى

author avatar
11 Sep 2018 - 16:27
author avatar
11 Sep 2018 - 16:27

ښرنه(پژواک،٢٠وږى٩٧):د پکتيکا نوى امنيه قوماندان وايي چې له اداري فساد سره مبارزه، د امنيت ټينګښت او د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.

دغه څرګندونې د پکتيکا نوي امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د وږي په ٢٠مه د ده د معرفت په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

نوموړي په دې غونډه کې وويل چې له اداري فساد او ترهګرو سره جدي مبارزه کوي او خيالي سرتېري ورته د منلو نه دي.

ده زياته کړه: (( زه کوښښ کوم چې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي جوړه کړم، ترڅو په دې ولايت کې امنيت ټينګښت ومومي.))

قوماندان د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه چې په خپلو چارو کې د هيچا لاسوهنې نه مني.

په دې غونډه کې قومي مشر باقي جان وويل چې نوى امنيه قوماندان بايد خپلې ټولې کړې ژمنې عملي کړي.

دى وايي: (( قوماندان بايد هوايي خبرې ونه کړي هرڅه چې وايي، هغه بايد عملي کړي ترڅو په دې ولايت کې وضعيت ښه شي.))

دغه راز د مدني ټولنې غړي اسدالله ارين وويل چې په دې ولايت کې امنيتي ستونزې ډېرې دي، نو نوى امنيه قوماندان بايد د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه وکړي.

ده ټينګار وکړ چې نوى امنيه قوماندان بايد يواځې په کاري دفتر اکتفا ونه کړي، وخت ناوخته له پوستو او نورو سيمو څخه ليدنه وکړي.

د يادونې ده چې روغ ليونى څو ورځې مخکې د کورنيو چارو وزارت په وړاندېز او د ولسمشر په منظورۍ د پکتيکا د امنيې قوماندان په توګه وګومارل شو.

نوموړي تر دې وړاندې د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د امنيې قوماندان په توګه دندې ترسره کړي چې تر ډېره خلکو بريالى بللى دى.

login or register a new account.

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر