زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

د راتلونکي کال لپاره په کندهار کې ۱۲۴ پرمختیايي پروژې پلان شوې دي

د راتلونکي کال لپاره په کندهار کې ۱۲۴ پرمختیايي پروژې پلان شوې دي

author avatar
18 Sep 2018 - 18:09
د راتلونکي کال لپاره په کندهار کې ۱۲۴ پرمختیايي پروژې پلان شوې دي
author avatar
18 Sep 2018 - 18:09

کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۷): د کندهار د اقتصاد رییس وايي، د راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره یې د ۱۲۴ پرمختايي پروژو پلان جوړ کړی چې ۲ میلیارده او ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د اقتصاد رییس ګل محمد ارین دغه څرګندونې نن په یوه خبري غونډه کې وکړې چې د ولایت مقام په مطبوعاتي دفتر کې جوړه شوې وه.

ارین وویل، د ولایت مقام په مشرۍ د راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره ۱۲۴ پرمختیايي پروژې په پلان کې دي چې په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې پلې کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه پرمختیايي پروژې د پوهنې، روغتیا، کرنې،اقتصادي ودې، کارموندنې مصوونیت او نورو برخو کې دي څو خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر شي او سیمه ییزه حکومتولي پياوړې شي.

دی وايي، د دغو پروژو پر تطبیق ۲ میلیارده او ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

نوموړي د راتلونکي کال لپاره جوړ شوى پرمختیايي پلان د تېرو کلونو په پرتله ښه وګاڼه او ویې ویل چې په تېر کې به د ناامنۍ له امله یو شمېر ولسوالۍ له لېست څخه وتلې خو دا ځل دغه پرمختیايي پلان د کندهار ښار او ټولو ولسوالیو لپاره دی.

هغه د اقتصاد ریاست په چارو کې هم د پرمختګ خبر ورکړ او ویې ویل، له مرکز سره یې د څارنې انلاین سیسټم جوړ کړ چې هم وزارت او هم ولسمشرۍ ماڼۍ ورته لاسرسی لري.

د ده په خبره، دغه ادارې کولای شي هر وخت دغلته روانې پروژې وارزوي او وګوري چې پروژې په کوم وضعیت کې دي، خنډونه څه دي او د بودیجې په برخه کې کومې ستونزې شته.

د ده په خبره، دغه سیسټم دا ګټه کړې چې پروژې په سمه توګه پلې شي او پر وخت یې پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.

خو ده شکایت وکړ چې له کلونو راهیسې کندهار ولایت ته بودیجه پر وخت نه رسېږي او داسې مهال ورکول کېږي چې مالي کال پای ته رسېدونکی وي او د بودیجې لګول سخت وي.

دی وايي، دغه ستونزه تېره اوونۍ له کابل څخه د مالیې وزارت له راغلي پلاوی سره شریکه شوې او هغوی یې د حل ژمنه کړې ده.

ده دا هم وویل چې ښايي د دغې ستونزې د حل په موخه د یوه کال پر ځای د پنځو کلونو لپاره پرمختیايي پلان جوړ شي څو د بودیجې په رسېدو کې ستونزې حل شي.

login or register a new account.

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر