خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د راتلونکي کال لپاره په کندهار کې ۱۲۴ پرمختیايي پروژې پلان شوې دي

د راتلونکي کال لپاره په کندهار کې ۱۲۴ پرمختیايي پروژې پلان شوې دي

Sep 18, 2018 - 18:09

کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۷): د کندهار د اقتصاد رییس وايي، د راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره یې د ۱۲۴ پرمختايي پروژو پلان جوړ کړی چې ۲ میلیارده او ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د اقتصاد رییس ګل محمد ارین دغه څرګندونې نن په یوه خبري غونډه کې وکړې چې د ولایت مقام په مطبوعاتي دفتر کې جوړه شوې وه.

ارین وویل، د ولایت مقام په مشرۍ د راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره ۱۲۴ پرمختیايي پروژې په پلان کې دي چې په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې پلې کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه پرمختیايي پروژې د پوهنې، روغتیا، کرنې،اقتصادي ودې، کارموندنې مصوونیت او نورو برخو کې دي څو خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر شي او سیمه ییزه حکومتولي پياوړې شي.

دی وايي، د دغو پروژو پر تطبیق ۲ میلیارده او ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

نوموړي د راتلونکي کال لپاره جوړ شوى پرمختیايي پلان د تېرو کلونو په پرتله ښه وګاڼه او ویې ویل چې په تېر کې به د ناامنۍ له امله یو شمېر ولسوالۍ له لېست څخه وتلې خو دا ځل دغه پرمختیايي پلان د کندهار ښار او ټولو ولسوالیو لپاره دی.

هغه د اقتصاد ریاست په چارو کې هم د پرمختګ خبر ورکړ او ویې ویل، له مرکز سره یې د څارنې انلاین سیسټم جوړ کړ چې هم وزارت او هم ولسمشرۍ ماڼۍ ورته لاسرسی لري.

د ده په خبره، دغه ادارې کولای شي هر وخت دغلته روانې پروژې وارزوي او وګوري چې پروژې په کوم وضعیت کې دي، خنډونه څه دي او د بودیجې په برخه کې کومې ستونزې شته.

د ده په خبره، دغه سیسټم دا ګټه کړې چې پروژې په سمه توګه پلې شي او پر وخت یې پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.

خو ده شکایت وکړ چې له کلونو راهیسې کندهار ولایت ته بودیجه پر وخت نه رسېږي او داسې مهال ورکول کېږي چې مالي کال پای ته رسېدونکی وي او د بودیجې لګول سخت وي.

دی وايي، دغه ستونزه تېره اوونۍ له کابل څخه د مالیې وزارت له راغلي پلاوی سره شریکه شوې او هغوی یې د حل ژمنه کړې ده.

ده دا هم وویل چې ښايي د دغې ستونزې د حل په موخه د یوه کال پر ځای د پنځو کلونو لپاره پرمختیايي پلان جوړ شي څو د بودیجې په رسېدو کې ستونزې حل شي.

ارین په کندهار کې د روانو پروژو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، همدا اوس کندهار کې د ۸۰ بېلابېلو پروژو کارونه روان دي چې د ۵۰ پروژو پنځوس سلنه چارې تر سره شوې دي.

دی وايي، دغه پروژې د بیارغونې بېلابېلو برخو پوهنې، روغتیا، کرنې او د خلکو د اقتصادي ودې په برخو کې دي.

نوموړي خبر ورکړ چې د کندهار دولتي ادارو تر دې مهاله د ورکول شوې بودیجې څخه یوازې ۱۳ میلیونه لګولي او ۲۹ میلیونه لا پاتې ده.

دی وايي، والي ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د روان کال په همدې وروستۍ ربع کې پاتې بودیجه ولګوي.

ارین په کندهار کې د شته موسسو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، په دې ولایت کې ورسره ۱۰۶ موسسې راجسټر دي چې ۴۹ یې فعالې دي او نور یې د اوسمهال لپاره فعالیت نه لري.

دی وايي، له دې جملې ۱۲ موسسې نړیوالې دي چې په اداري برخه کې يې د کندهار ۱۴۴۵ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

دغه موسسې له پوهنې، روغتیا، کرنې او اقتصادي ودې نیولې په ګڼو نورو پرمختايي برخو کې کار کوي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ له مرکز کابل څخه کندهار ته د ماليې وزارت د مالي معين خالد احمد پاينده په مشرۍ یو پلاوی راغلی و چې والي او نورو چارواکو ورڅخه پر وخت د بودیجې د ورکولو غوښتنه کوله.

والي زلمي ویسا له دغه پلاوي سره په لیدنه کې څرګنده کړې وه چې کندهار ته هر کال بودیجه د مالي کال په پای کې ورکول کېږي چې دې کار ګڼې ستونزې جوړې کړي او ولایتي اداره نه شي کولای دغه پيسې ولګوي.

ده ټینګار وکړ چې مالیې وزارت دې ټولو رياستونو ته پر وخت پرمختیايي بوديجه په واک کې ورکړي څو وکولای شي خلکو ته پر ټاکلي وخت ښه خدمات وړاندې کړي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement