کابل(پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : ولسمشر اشرف غني امنیتي ځواکونو سپارښتنه وکړه چې د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت د ښه تامین لپاره جدي پاملرنه وکړي.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو ځواکونو د سر اعلی قوماندان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام جوړه شوې غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې د هیواد امنیتي وضعیت وارزول شوي.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب او د امنیتي سکتور ارشد مسوولینو او یو شمېر نورو دولتي چارواکو هم په کې حضور درلود، د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تحرکاتو او فعالیتونو او د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت په تامین بحث او خبرې وشوې.
لومړی د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال بسم الله وزیري د خپلو عملیاتو او تحرکاتو په اړه چې د طالبانو ډېری بریدونه یې شنډ کړي، راپور وړاندې کړ.
همداراز د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په کېدونکو عملیاتو هم بحث وشو او لوی درستیز وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړ تیاری لري چې د دښمن د هر ډول برید او ګواښ پر وړاندې د هیواد او خلکو ساتنه وکړي.
هغه په کندز ولایت کې د دښمن د برید د دفع کولو په اړه هم جمهوررئیس ته راپور ورکړ وې ویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې ولایت کې د طالبانو ټول بریدونه په شا وتمبول او هغوی ته یې درانه تلفات واړول.
وروسته د ملي امنیت عمومي رئیس ډګرجنرال احمدضیا سراج د هیواد په مختلفو برخو په ځانګړي ډول شمال ختیځ کې د دښمن د تحرکاتو، اهدافو او فعالیتونو د زیاتوالي او د هغو د له منځه وړلو لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د نیول شویو تدابیرو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع هرات، غور او بادغیس ولایتونو ته د خپل وروستي سفر په اړه راپور وړاندې کړ وې ویل، په دې سفر کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت څرنګوالي، د دښمن د ګواښونو کچې، کمبودۍ او له خلکو سره کار وارزول شو.
هغه زیاته کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونه په لویدیځ زون کې د خلکو د ساتنې لپاره ټول تیاری لري او د عملیاتو د ترسره کولو، د ګواښونو د دفع کولو او د خلکو ساتنې په اړه پلان جوړونه په ښه ډول پرمخ ځي.
ولسمشر غني د هغوی د راپورونو او د یادو معلوماتو تر اورېدو وروسته، لومړی د کوچني اختر د رارسېدو له امله د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه : (( زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه باید په همغږي ډول د منظمو پلانونو په چوکاټ کې د خلکو د ساتنې او امنیت تامین لپاره خپل فعالیتونه ولري.))
login or register a new account.
تماس با ما
خبرنامه
ارسال گزارش
اپلیکیشن موبایل پژواک