زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

حامد کرزى : په هېڅ ډول بايد دامنيت دانتقال په لاره کې خنډ رامنځته نه شي

حامد کرزى : په هېڅ ډول بايد دامنيت دانتقال په لاره کې خنډ رامنځته نه شي

author avatar
1 Jul 2011 - 17:50
حامد کرزى : په هېڅ ډول بايد دامنيت دانتقال په لاره کې خنډ رامنځته نه شي
author avatar
1 Jul 2011 - 17:50

کابل ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩٠ ) : ولسمشر حامد کرزي ټينګار وکړ چې په هېڅ ډول بايد د امنيت دانتقال په لاره کې خنډ رامنځته نه شي، بلکې په ټينګه اراده او  په ملي اتفاق بايد دغه بهير په برياليتوب سره سرته ورسېږي.

د ولسمشرۍ د ويندوي له دفتر څخه د چنګاښ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې نن د امنيتي مسووليتونو د لېږ په اړه د جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس له برخه والو سره دليدنې پر مهال وکړې.

دسرچينې د معلوماتو له مخې په دې ليدنه کې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د کميسيون رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي د ياد دوه ورځني کنفرانس د پايلو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

اشرف غني ولسمشر ته وويل چې د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ ټولې خبرې بين الافغاني وې او  د شته ستونزو د تشخيص، د امنيتي  ادارو د بيړنيو اړتياوو د پوره کولو، په لنډ او اوږود مهال کې د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په پراختيا باندې خبرې وشوې  چې ښې پايلې ترې ترلاسه شوې.

هغه زياته کړه چې د کانفرانس عمده او مهمه موضوع دا وه چې له نړيوالو ځواکونو څخه د امنيتي مسووليتونو د لېږد لپاره د چمتوالي نيول ملي دنده ده او اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دولت جوړونې لپاره څرګند معيارونه مطرح شي.

د انتقال د کميسيون مشر همدا راز وويل چې دکانفرانس دوهمه ورځ د نړيوالې ټولنې له استازو سره خبرو او له افغانستان سره  د هغوی د اوږد مهالو مرستو او همکاريو ددوام څرنګوالي ته ځانګړې شوه وه چې  د هغوی لخوا د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخوکې د اوږود مهالو همکاريو ډاډ څرګند شو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامدکرزي له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد په لاره کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د هڅو قدرداني وکړه .

ولسمشر کرزي زياته کړه چې د افغانستان خلک له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د سپارلو بهيرته په بې صبرۍ سره سترګې په لاره دي او غواړي دغه بهير په برياليتوب سره سرته ورسېږي.

هغه ټينګار وکړ چې په هېڅ ډول بايد د دغه بهير د پرمختګ په لاره کې خنډ رامنځته نه شي، بلکې په ټينګه اراده، په ملي اتفاق بايد دغه بهير په برياليتوب سره سرته ورسېږي.

ولسشمر په دې دغه کتنه کې ښې  حکومتدارۍ  ته د اشارې په ترڅ کې په دې ټينګار وکړ چې د افغانستان حکومت بايد د ټولو افغانانو استازی حکومت او د دې هېواد ټول اوسېدونکي يې خپل حکومت وبولي.

هغه زياته کړه : ((دافغانستان په حکومت کې بايد د دې هېواد هر وګړی د خپل ځان په اړه د عدالت دترسره کېدو ډاډ ولري.))

حامدکرزي په نظام کې د فساد له منځه وړلو ته د اشارې په ترڅ کې وويل چې د افغانستان د خلکو ستره هيله داده چې حکومت يې خدمتګار او له فساد څخه پاک وي.

ولسمشر د دغې غونډې پر برخه والو باندې د ټينګار په ترڅ کې وويل چې د افغانستان حکومت بايد په جدي توګه د قانون ماتونکو مخه ونيسي او د ملکي ادارې په سمون کې رغنده ګامونه واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي په دې کتنه کې دجمهوري ریاست مرستیالانو، دکابینې غړو، دسمیه ایزو ارګانونو دخپلواکې ادارې ریس، یو شمېر والیانو او دامنیې قوماندانانو ګډون کړی و.

Visits: 0

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر