خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ناوې ځينې اوسېدونکي: د سيمه ييزو پوليسو له خوا وهل شوي يو

د ناوې ځينې اوسېدونکي: د سيمه ييزو پوليسو له خوا وهل شوي يو

Jul 05, 2015 - 14:25

لښکرګاه(پژواک،١٤چنګاښ٩٤): د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې د سيمه ييزو پوليسو له خوا له کوم جرم پرته وهل شوي او د کور توکي يې وړل شوي دي.

يادې څرګندونې د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ شور شورک سيمې لسګونو اوسېدونکو د چنګاښ په ١٤مه په لښکرګاه کې خبريالانو ته وکړې.

د يادو کسانو په استازيتوب عبدالغفور وويل چې په شور شورک سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نورمحمد کلونه وړاندې دولتي ځمکې په خپله پلورلې وې اوس غواړي بېرته يې له خلکو واخلي او بيا يې پرې وپلوري.

هغه زياته کړه : ((دغه قوماندان له خپلو کسانو سره  کلي ته راغلى و خلک يې ووهل او د خلکو دکورونو مالونه يې هم له ځانه سره يوړل.))

دغه راز د يادې سيمې يو بل اوسېدونکى  نور احمد هم وايي چې د سيمه ييزو پوليسو ياد قوماندان په يوه او بل  نامه خلک ځوروي .

هغه زياته کړه : (( کله خلکو ته وايي چې تاسو طالبان ياستئ کله يې په بل نوم ځوري ترڅو ځانته د پيسو ترلاسه کولو زمينه برابره کړي.))

د ده په وينا، قوماندان نور محمد په دې پلمه چې کلي ته طالبان راغلي د خلکو کورونه پلټلي او مالونه يې له ځانه سره وړي.

هغه د بېلګې په توګه وويل : (( قوماندان نور محمد او کسانو يې پرون دوه ځوانان او يو بوډا سړی د مرګ تر حده وهلي دي.))

د سيمه ييزو پوليسو له قوماندان نور محمد سره اړيکه ټينګه نشوه.

خو د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وويل چې د ياد شوي قوماندان په اړه تر اوسه چا ورته شکايت نه دى کړى.

هغه وويل، که سيمه ييز پوليسو بې ګناه خلک وهلي وي وبه نيول شي او څارنوالۍ ته به معرفي شي.

د يادولو ده چې تېر کال هم په هلمند کې يو شمېر کسانو د پوليسو له ناوړه چلند څخه شکايت وکړ ، خو وروسته يې و ويل چې  د طالبانو له خوا دې کار ته هڅول شوي و.

گزارش های مربوطه:

اعلانات

Advertisement